په شينجيانګ کې ليليه ښوونځي .

cri     (GMT+08:00) 2009-08-13 16:55:17

د چين د شينجيانګ په اويغوری خپلواکه سيمه کې د قزاق، مغول، قرغيز او تاجک په ګډون د يو شمېر قومونو وګړي نسل په نسل د کوچيانی ژوند تېروي چې له امله د دوی ماشومان د زده کړې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو. اوس د شينجيانګ په پراخو څړ ځايونو کې زيات شمېر د ليليه ښوونځي جوړ شوي دي چې په پايله کې د مالدارانو د اولادونو د زده کړې ستونزې لېری شويدي. نو په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د شينجيانګ د ارتای په سيمه کې له يو ليليه ښوونځي څخه کتنه وکړو.

ساليتناجي يوه دوولس کلنه ښکلې قزاقي نجلۍ ده او دری کاله مخکې د زده کړي لپاره د التای سيمې د جيمنه ولسوالۍ د قارجاو علاقه دارۍ په ليليه ښوونځي کې شامل شوه چې له دې نه مخکې يې له خپل پلار او مور سره د کوچيانی ژوند تېراوه چې هر کال په څو موسمي څړ ځايونو کې اوسېده او په څو ښوونځيو کې يې زده کړه کوله. په هغه وخت کې ډيره ستونزه يې دا وه چې په مختلفو ښوونځيو کې درسي بهير او د ښوونکيو ښوونيزې لارې چارې بېلې وې. اوس سالطه ناجې له دغې ستونزې څخه وتلې ده.

د قارجاو په علاقه دارۍ کې نوي سلنې وګړي قزاقيان دي. د ليليه ښوونځي له جوړېدو مخکې د مالدارانو زياتو ماشومانو د ناجې په شان په دايمي توګه په يو ښوونځي کې زده کړه نه شو کولای. د قارجاو علاقه دارۍ مشرې جو لي خبريال ته وويل چې د ليليه ښوونځي په جوړولو سره په دغه علاقه دارۍ کې د مالدارانو د اولادونو د زده کړې ستونزې ليری شوي دي. دې وويل

پخوا ماشومانو په مالداری سيمه کې په کيږديو کې زده کول. اوسمهال ليليه ښوونځي جوړ شوي چې ښوونيز کيفيت يې هم لوړ شوی دی.

د قارجاو علاقه دارۍ د ليليه ښوونځی په ٢٠٠١ کال کې جوړ شو چې له لومړی ښوونې او د منځني ښوونې له لومړی دورې څخه عبارت دی. اوس په دغه ښوونځي کې څه نا څه پنځه سوه او پنځوس تنه زده کوونکي شته چې زياتره زده کوونکی قزاقي ماشومان دي. په ښوونځي کې نه يوازی رڼې او لويې درسي خونې شته، بلکې عصری تحصيلي سامان الات هم ليدل کېږي. بر سېره پردې په دغه ښوونځي کې ليليې، پاک خوړنځی او رسمي طبي مرکز هم شته.

مېرمن جو لي وويل چې په تېره اوږده موده کې د مالدارانو يو شمېر ماشومان له دې امله چې د درسي لګښتونو د ادا کولو توان نه درلود، نو تعليمات يې نيمګړي پاتې شول . په تېرو څو کلونو کې د چين په کليوالي سيمو کې د اجباری ښوونې په اړه له اصلاحاتو وروسته په دغه علاقه دارۍ کې د زده کوونکو لپاره ټول درسي لګښتونه لغوه شوي دي. د دې ترڅنګ هغه زده کوونکي چې په ليليه کې اوسېږي، هر کال له حکومت څخه د ژوند مرسته تر لاسه کوي . هغه زده کوونکی چې په لومړی ښوونه لګيا دي ، هر کال پنځه سوه يوانه او د منځنی ښوونې په لومړې دوره کې زده کوونکی هر کال اوه سوه او پنځوس يوانه پيسې اخيستی شی. نوموړي وويل چې اوس د مالدارانو ماشومان په ښوونځي کې د زده کړې او ژوند هيڅ ستونزه نه لری. دې وويل

د ليليه ښوونځيو د جوړولو له لارې، په تېره بيا په تېرو څو کلونو کې د حکومت د اړوندو تګلارو سره سم د مالدارانو درسي لګښتونه کم شوي دي، په تېره بيا اجباری ښوونه بالکل وړيا ده.

دغه راز په تېرو څو کلونو کې په دغه ليليه ښوونځي کې د زده کوونکو د ژوند او زده کړې د ښه والي لپاره د ښوونکو د کيفيت سويه هم لوړه شوې ده. اوس په دغه ښوونځي کې اتيا تنه ښوونکي شته چې له دې جملې څخه اويا سلنې ښوونکي له عالي مسلکي ښوونځيو يا پوهنځيو څخه فارغ شويدي.

ګرانو اوريدونکو، په ١٩٧٧ کال کې په شينجيانګ کې د ليليه د لومړی ښوونځي له جوړولو راهيسي، ځايی حکومت په پر له پسی توګه په دې اړه زياتې پانګې اچولي دي. اوس يوازی د جېمنه په ولسوالی کې د ليليه شپږ ښوونځي جوړ شوی دی چې څه د پاسه دوه زره تنه زده کوونکي په کې زده کړه کوي. په پراخ دښت کې د ماشومانو د زده کړې ستونزه په پوره توګه ليری شوې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040