د ګونګ وانګ فو کور

cri     (GMT+08:00) 2009-08-16 17:07:34

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! چين ته د سفر پروګرام ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. په دې پروګرام کې به تاسو ته چين ته د سفر ، د مشهورو ځايونو او ښکلی منظرو په اړه اړوند معلومات وړاندی کړم. د پروګرام په نننی کړۍ کې به په بيجينګ کې د ګونګ وانګ فو کور په اړه لږڅه معلومات وړاندی کړم. هيله لرم چې د پروګرام تر پايه له ما سره پاتی شئ!

د چين په لرغونۍ زمانه کې د امپراتور او د هغه له مېرمنو او زامنو پرته، هېڅوک په امپراتوری ماڼۍ کې نه شوای اوسېدای، نو ځکه د امپراتور نورو خپلوانو به خپل کورونه د ماڼيو په شان ښکلي کړل، نو په دې توګه د اشرافيانو کورونه رامنځته شوي دي. نن ورځ د بېجينګ په ښار کې د لرغونيو اشرافيانو څه دباندی شپېته کورونه ليدل کېږي چې ګونګ وانګ فو هم همداسی يو کور دی.

 

د بېجينګ د لرغونيو اشرافيانو هغه کورونه چې د چينګ امپراتورۍ لړۍ پر وخت جوړ شوي، ټول د ښار دننه پراته دي. ځکه چې په هغه وخت کې د چين حکومت په بېجينګ ښار کې د وګړيو د استوګنې په اړه جدی محدوديت درلود. د چينګ امپراتوری په لړۍ کې د بېجينګ ښار په مرکزی سيمه کې امپراتوری ماڼۍ، دباندی يې امپراتوری ښار ګوټی چې د مرکزي حکومت بېلا بېل وزارتونه په کې جوړ شوي دي، دغه راز د امپراتوری ښار چاپېر چې دننه ښار بلل کېږي او اشرافيان په کې اوسېدل او بهرنۍ برخه يې وه چې د هان قوم او نورو ملی لږکيو وګړي په کې اوسېدل.

ګونګ وانګ فو کور چې د شه چا های ډنډ د شمالی غاړې تر څنګ جوړ شوی، په بېجينګ حتی چين کې زيات شهرت لري. دغه کور چې د پخوا په شان ښه ساتل شوی، په ختيځو، منځنيو او لويديځو دريو برخو ويشل شوي دي. په منځنۍ برخه کې

ستر سالون، د شا خوا سالون او يوه ودانۍ ليدل کېږي چې اوږدوالی يې يو سل او شپېته مترو ته رسېږي او څه باندی څلويښت کوټې لري. په ختيځو او لويديځو برخو کې په جلا جلا توګه درې انګړونه جوړ شوي دي. د دغه کور وروستۍ برخه د ګلانو باغ دی چې په شلو سره بېلو ټوټو ويشل کېږي.

د چينګ په لړۍ کې دوه مشهور چينايان په ګونګ وانګ فو کور کې اوسېدلی چې يو يې هه شن او بل يې يی شين نومېده. هه شن د چين په تاريخ کې په فساد کې ښکېل يو ډېر مشهور لوړ پوړی چارواکی و چې د ده د ژوند پر وخت په دغه کور کې شپاړس مليون ګرامه سپين زره زېرمه شوي وو. يی شين د چينګ لړۍ په پای کې يو مشهور اشرافی و چې بهر ته يې د ورخلاصون په اړه زياتې تګلارې جوړې کړې دي.

د ٢٠٠٥ کال د دسمبر په پنځمه نېټه د ګونګ وانګ فو کور د ترميمولو پروژه پيل شوې او د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې بشپړه شوې چې د چين حکومت په دې برخه کې دوه سوه او اويا مليون يوانه لګولي دي.

ګرانو دوستانو! دغه ځای د هر کال د مارچ له مياشتې څخه د نوامبر تر مياشتې پوری د هرې ورځې د سهار له اوو نيمو بجو څخه له غرمې وروسته تر څلور نيمو بجو پوری خو د ديسمبر، جنورۍ او فبرورۍ په مياشتو کې د سهار له اته نيمو بجو څخه له غرمې وروسته تر څلورنيمو بجو پوری د عامو وګړو پرمخ پرانستی وي .

د دروازې د ننوتلو تکټ بيه څلويښت يوانه ده. که تاسو غواړی نور خدمت ترلاسه کړئ د بېلګې په توګه لارښوونکی، ننداره کتنه او داسی نور، بايد يو ګډ تکټ واخلئ چې بيه يی اويا يوانه ده.

ګرانو دوستانو! دغه ځای د بيجينګ د بۍ های پارک شمالی دروازې ته نژدی دی نو تاسو کولی شئ لومړی بۍ هاۍ پارک ته ولاړشئ بيا له شمالی دروازې څخه ګونګ وانګ فو ته وخوخيږئ!

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040