په چين کې د چاپيريال ساتنې په موخه صنعتي چارې د پرمختګ په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2009-08-17 15:42:55

په دې وروستيو کلونو کې د چين اقتصاد په پرله پسې او چټک پرمختګ سره په دغه هېواد کې د سرچينو اړتياوې زياتې او چاپيريال پاکوالي ته زيان رسولی. په دې هکله د چين حکومت له سرچينو څخه د ګټې اخيستنې لپاره کوښښ کړی ، د ناپاکو توکيو د ايستلو اندازې کنټرول يې پياوړی کړی او ټول هغو خدمتونه، نوې او لوړې ټکنولوژۍ لرونکيو چارو پرمختګ ته هڅوي چې کمې انرژۍ ته اړتيا لري او لږ ناپاک توکي رامنځته کوي. په عين وخت کې د چاپيريال ساتنې په موخه صنعتي چارې چې چاپيريال ساتنې ته فزيکي او تخنيکي ضمانت برابروي، په چين کې هم د پرمختګ يوه ښه راتلونکی لري. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په چين کې د چاپيريال ساتنې په موخه د صنايعو چارو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندی کړو.

د چين په جنوب ګوانګ دونګ ولايت کې بانګ پو شرکت يوه داسی تصدی ده چې په عمده توګه د سرچينو راغونيولو په اړه چارې تر سره کوي. لنډه موده دمخه په دغه ولايت کې د چاپيريال ساتنې يو نندارتون تر سره شو او پکې د استعمال شويو بيتريو د بيا راغونډولو په اړه د دغه شرکت يوې پروژې د پانګونې د ډېرو کورنيو او بهرنيو ارګانونو پاملرنه ځان ته جلب کړې ده. د دغې پروژې مسئول ښاغلي يو های جيون وويل

موږ په عمده توګه بېلا بېلې استعمال شوي بطرۍ راغونډوو او له دې څخه د بيتريو اومو مواد جوړوو. وروپسې موږ دغه مواد د بيټرۍ توليدونکيو تصديو ته ورکوو او له دغو موادو څخه به نوی بيټرۍ جوې شي. زما په اند دغه پروژه ښه راتلونکی لري، ځکه نه يوازې په چين بلکې په ټوله نړۍ کې به په راتلونکې کې چاپيريال ساتنه، د داومدارو سرچينو کارونه او دواملرونکی اقتصاد ډېر اهميت ولري.

د يو های جيون د وينا په شان نن ورځ په نړۍ کې د چاپيريال ساتنې په موخه صنعتي چارې د اقتصاد د پرمختګ د يو نوی لامل په توګه ګڼل کېږي. د تېر کال تر پايه پورې په چين کې د بانګ پو شرکت په شان د چاپيريال ساتنې په اړه پنځه دېرش زره تصدۍ شته چې کلنی توليدي ارزښت يې اووه سوه او نوي مليارډو يوانو ته رسېږي او دغه شمېر هر کال په سلو کې پنځلس زياتېږي.

د چين د چاپيريال ساتنې وزارت د تخنيکي معيارونو د ادارې مرستيال ليو جي چيون وويل په چين کې د چاپيريال ساتنې په اړه د چارو د ډېر پرمختګ يو عمده لامل دا دی چې د چين حکومت په دې وروستيو کلونو کې د چاپيريال ساتنې ته په درنه سترګه کتلي دي. ده وويل،

په چين کې د چاپيريال ساتنې چارو په پرله پسې توګه پرمختګ کړی دی او لاملونه يې دا دي چې زموږ هېواد د چاپيريال ساتنې په برخه کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړول پياوړي کړي، د انرژۍ د سپمولو او ناپاکو ګازو د ايستنې اندازې د کمولو لپاره يې کوښښونه کړي او د کورنيو اړتياوو د پراختيا له لارې يې د ککړتيا مخيوي ادارې پياوړې کړې

دي. نو ويل کېږي چې د چاپيريال ساتنې د چارو پرمختګ په چين کې ښه راتلونکی لري.

خو په چين کې د چاپيريال ساتنې چارې د چټک پرمختګ ترڅنګ هم له يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي. د بېلګې په توګه د ځينو مهمو سامانونو او حساسه توليداتو تخنيکي کچې د چاپيريال ادارې، د انرژۍ سپمولو او ناپاکو ګازو د ايستنې اندازې د کمولو اړتياوې نشی پوره کولی. بر سېره پردې د پانګو راغونډولو لارې کمې دي او د دغو چارو پرمختګ تر زياتې اندازې پورې د دولتي پانګو باندې په اتکا کوي. په دې هکله ښاغلي ليو جي چيو وويل، د چين حکومت د يادو شويو مسئلو د حل و فصل لپاره يو لړ تګلارې خپرې کړې دي.

لومړی بايد د چاپيريال ساتنې د چارو يو عمومی پلان وټاکل شي. دوهم، زموږ هېواد تخنيکي نوښتونه و هڅوي. درېيم بايد د پانګو راغونډولو زياتې لارې چارې ولټول شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040