په چين کې د موټرو صنعت په چټکۍ سره پرمختګ کوي
ګرانو اورېدونکو، روان کال د نوي چين د جوړېدو شپېتمه کاليزه ده . په تېرو شپېتو کلونو کې د چين د موټرو صنعت د بهرنيو هېوادونو له پرمختلليو تجربو څخه په ګټه اخيستلو د خپلواکو اختراعاتو د پرمختګ يوه لار موندلی ده . اوس په چين کې د موټرړ صنعت په چټکۍ سره پرمختګ کوي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د موټرو صنعت د پرمختګ په اړه ځينې معلومات وړاندی کړو. (غږ ١)
٢٧ کلن ما يون ليانګ په تېره مياشت کې د خپل ځان لپاره يو ګړندی موټر واخيست.
(اواز ١)
اوس په چين کې د موټر اخيستل يو عادی حالت دی. زما په اند د يو يا دوو کلونو د عايداتو په واسطه به يو څوک وکړای شي چې موټر واخلي.
په دی وروستيو کلونو کې د ما يون ليانګ په شان زيات شمېر وګړي شخصي موټرونه لري چې ددوی د ژوند او کارونو لپاره يې اسانتياوې برابرې کړی دي . له شمېرنو سره سم، اوس په چين کې د شخصی موټرونو شمېر په نړۍ کې شپږ وېشتم مقام نيسي. خو په ١٩٤٩ کال کې د نوی چين د جوړېدو په پيل کې د اوږدې مودې د جګړو له امله د چين اقتصادي حالات ډېر خراب وو او هغه مهال په چين کې د موټر د جوړولو چاری نه وې . په ١٩٥٦ کال کې د چين د موټر جوړولو لومړۍ فابريکه جوړه شوه چې د چين د موټر صنعت هم په همدی سره رامنځته شو.
په ١٩٧٨ کال کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری له پلې کېدو وروسته په هېواد کې ستر بدلونونه رامنځته شوی چې د اقتصادي پرمختګ ډول له پلانيز اقتصاد څخه بازاري اقتصاد ته ګرځېدلی چې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره يې ستر خوځنده ځواک برابر کړی دی. د چين د موټرو د انجنيرۍ د شورا مشر جانګ شياو يو وويل (اواز ٢ )
له ١٩٧٨ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې زموږ د هېواد د موټر د جوړولو اندازه له ١٤٩ زرو څخه ١٠ مليونو عرادو ته رسېدلی وه چې په نړۍ کې يې دوهم مقام نيولی و.
د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلې کېدو له امله په چين کې د بازارونو پټ توان ورځ په ورځ ښکاره کېږي چې د موټر جوړولو زيات شمېر بهرنيو تصديو په چين کې پانګې اچولی دی. له چيني بازارونو څخه د ګټې اخيستلو په وخت کې بهرنۍ تصدۍ هم له سترو سياليو سره مخامخ دی. په عين وخت کې د چين د موټرو صنعت د پرمختګ بهير هم چټک شوی دی. د چين حکومت له ٢٠٠٠ کال څخه کورونو ته د موټرونو ننوتلو هڅه کړې او د چين د موټرو صنعت هم د خپلواکو اختراعاتو پر لارې پيل کړی دی.
په بېجينګ کې د موټرونو د پلورلو لومړی لوی بازار يعنې د يا يون څون د موټر د معاملو بازار د سوداګريزو معلوماتو د څانګې مشر ګوه يونګ وويل (اواز ٣)
اوس هر کال د وارداتي موټرونو د پلورلو شمېر د موټرونو د پلورلو په عمومي اندازه کې يوازی ٣ سلنه نيسي او د چين له خوا د جوړ شويو موټرونو پلورنه له ٣ سلنې څخه اوښتی دی. بايد وويل شي چې په چين کې پلورل شوی موټرونه زياتره د چين او نورو هېوادونو له خوا په ګډه پانګه توليدېږي.
د چين له خوا جوړ شوی موټرونه نه يوازی د چينايانو هرکلی تر لاسه کړی ، بلکې په نورو هېوادونو او سيمو کې يې هم ډېر مينوال ځانته راجلي کړي دي.
اوس د نړيوال پولي بحران په وړاندی د چين حکومت پريکړه کړې چې د موټرو صنعت ته بدلون ورکړي چې د نوی انرژۍ په وسيله د جوړ شويو موټرونو لازيات ملاتړ تر لاسه کړي. د اړوندو پوهانو په اند د چين د موټرو صنعتي چاری چې د صنعتي کېدو سويې د سنجش يوه مهمه نښه ده،د چين پرمختګ په لور پرمخ بوزی. د چين د موټرو د انجنيرۍ د شورا مشر جانګ شياو يو د چين د موټر د جوړولو چارو د راتلونکی پرمختګ په اړه داسی وويل (اواز ٤)
تر ٢٠٢٠ کال پورې به د چين د موټرونو توليدي اندازه له ٢٠ مليونو عرادو څخه واوړي او دا به په نړۍ کې تر ټولو لومړی زيات شمېر موټر وي.