د چين د شمال شان شي سيمې ولسي سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-08-19 18:33:29

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د شمال شان شي سيمې يو څو خوندوری ولسی سندری وړاندی کړو. لومړی به موږ په ګډه د فنګ شيوه جيان له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی شين اس منډه کوه.

(سندره ١)

مېرمن فنګ جيان شيوه د چين د ولسي سندرو يوه مشهوره سندرغاړې ده چې د چين په شمال شان شي ولايت کې ژوند کوي. هغې د شمال شان شي سيمې د ولسي سندرو په ويلو کې ډېره تکړه ده . د چين د شمال شان شي سيمې د ولسي سندرو له لاری د سيمه ييزې طبيعي منظرې او د وګړيو روحيې او احساسات څرګندېږي. په دغه سيمه کې د شين تيان يو، شياو دياو او جيو که په ګډون د ولسي سندرو ګڼ شمېر ډولونه شته. د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د شين تيان يو ډول د چين د شمال شان شي سيمې يوه خوندوره ولسي سندره واورو .

(سندره ٢)

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040