له شپيتو کلونو راهيسې د چين او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ دوستۍ او همکارۍ په پوره توګه پياوړې شوې

cri     (GMT+08:00) 2009-08-24 21:09:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جه چي له خبريالانو سره د تازه مرکې په ترڅ کې وويل ، چې د نوی چين دجوړيدو له شپيتو کلونو راهيسې، د چين او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ دوستۍاو همکارۍ په پوره توګه ټينګه شوېده . له چين سره د سياسی اړيکو د لرونکو هېوادونو شمېر له ١٨ څخه ١٧١ ته رسيدلی او په پايله کې داسی د خوښۍ وړ حالت رامنځته شوی دی چې زموږ دوستان د نړۍ په ګوټ ګوټ ځای کی ليدل کيږي.

ښاغلی يانګ جه چي وويل ، چې د نوی چين له جوړيدو په تيره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون له ديرش کلونو راهيسې ، چين د لويو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د منځګړيتوب او حل وفصل ،د نړيوالې سولې د ساتنې په ګډون زياتو برخو کې ورځ په ورځ مهم او جوړونکی رول لوبولی او لوبوي يې .

هغه زياته کړه چې د نړيول پولي بحران له پېښېدو وروسته چين د خپل اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د ساتلو په عين وخت کې په فعاله توګه د پولي بحران د ليری کولو په نړيواله همکارۍ کې ګډون هم کړی او د نړيوال اقتصاد د اعادې او د پولي ثبات د ساتنې لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040