د چين په بېجينګ کې به د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره اړوند فعاليتونه تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2009-08-24 18:37:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روان کال د اکتوبر لومړنۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له شپېتمې کاليزې سره برابره ده. د چين په پلازمينه بېجينګ کې د دغې ورځې د نمانځنې لپاره اړوند فعاليتونه به ترسره شي . اوس مهال د دغو فعاليتونو د چمتوالي کارونه په سالمه توګه روان دي .

د بېجينګ د دغو فعاليتونو د تشکيلاتي کمېټې وياند د اګست په ٢٤ نېټه وويل، چې د سپتمبر په ٣٠ نېټه ماښام به د چين دولتي شورا د خلکو په لوی تالار کې د ملي جشن د نمانځنې لپاره يوه لويه مېلمستيا تر سره کړي. د اکتوبر لومړنۍ نېټې په سهار به د بېجينګ د تيان ان من په لوی ډګر کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره يوه لويه غونډه جوړه شي. د چين د دولت رئيس هو جين تاو به په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړي او له دې وروسته به پوځي پرېټ وګوري او د دوی هرکلی مراسم به پر ځای کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040