د شينجيانګ د چوچک ښار په شاوخوا ځايونو کې ايکولوژيکی بدلونونه

cri     (GMT+08:00) 2009-08-24 21:14:02

 چوچک ښار د شنجيانګ په شمال کې پروت دی چې شاوخوا يې پراخ څړ ځايونه دي. خو پخوا يې د سخت باد په لګېدو مشهور و او پراخې صحرايې دښتې موجودې وې. د څه د پاسه لس کلونو په کوششونو سره اوس شګلنې ځمکې په شنو کرنيزو ځمکو بدل شوي دي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په هغه ځای کې د خوښۍ وړ بدلونونه وړاندې کړم.

چوچک د شينجيانګ په شمال کی پروت دی او له قزاقستان سره ور څيرمه دی. له ارومچي څخه تر چوچک پورې د لاو فنګ کو نومې ځای يوه حتمی لاره ده . پخوا په ژمي کې د سخت باد او واورو له امله لاو فنګ کو يو ډېر خطارناک ځای و.

ښاغلي وانګ چينګ جيانګ د لاو فنګ کو په سيمه کې د ايکولوژيکی جوړونې د ادارې مشر دی، هغه لس کاله مخکې په ژمي کې له لاو فنګ کو څخه د تېرېدو يادونه وکړه او و يې وويل

که څوک د لومړي ځل لپاره هغه منظره چې له واورو څخه په ډکه دښته کې سخت باد لګېده ، ووينی ، ډېر هيجانی وي ، خو د اوږد مهال لپاره په دغه حالت کې پاتی شی، نو ګنی به ژر د مرګ په کنده کې ولويږي . په داسی خراب چاپيريال کې د پانګې جلبولو شونتيا بالکل نشته .

د معالوماتو له مخې د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه او د نهمې لسيزې په لومړيو کلونو کې په لاو فنګ کو کې لاره هر کال له شلو نه زيات ځلې بنديدله او په لاره کې د واورو دلۍ دوه درې متره جګه وه . د ترافيکي څانګې د شمېرنې سره سم، يوازی د ١٩٨٧ کال د ديسمبر په اوومه نيټه د باد او واورو د سخت توپان له امله په لاو فنګ کوه کې لاره د درو ورځو لپاره بنده شوې چې نوي موټرونه او ګاډۍ پکې پاتي شوي او درويشت تنه د يخ وهلو له امله مړه شوي ، يو سل او يو ويشت تنه يخ وهلي او ديارلس زره څاروي يا مړه شوي يا يخ وهلي دي ، لنډه دا وه چې اوه څلويښت مليونه يوانه زيانونه رارسېدلي دي . هر کال په دغه سيمه کې د سخت باد له امله د ځمکی پر سطح يو دوه سنتي متره خاوره ورک شوی چې دا د ځمکی د شاړي کېدو پراخوالي د ادامې عمده سبب دی او په دغه سيمه کې يې د بزګرانو او مالدارانو پر ژوند سخته اغېزه کړې وه.

خبريالې د لاو فنګ کوه په ځنګلي سيمه کې له يوې اوسېدونکې جانګ هونګ مې سره خبرې وکړې چې په يوه لنډمهالی خيمه کې يې د ډوډۍ په پخلی بوخته وه. لکه نورو اوسېدونکو په شان، جانګ هونګ مې په دغه سيمه کې دايمي کور نه لري او د دې کور په تولی ولسوالۍ په مرکز کې دی.

جانګ هو مې خبريالې ته وويل

پخوا دلته د سخت باد له کبله د خلکو د هستوګنې شونتيا نه وه، نو موږ ټول د ولسوالۍ په مرکز کی اوسيږو. کله چې پسرلی رارسېده، سخت باد لګېده او حتی ډبرې هم هوا ته الوتې.

د اړوندې څانګې د پلټنې له مخې د لاو فنګ کوه د شګلنې سيمې د أبادولو مخکې د سخت باد له امله د غلو او غوړي اخيستونکيو نباتاتو کلنی حاصلات په سلو کې له شلو نه تر ديرشو پورې کم شوي وو، د تېرې پيړۍ د نويمې لسيزې په لومړيو کلونو کې له دوه سوه کورنيو څخه يو سل او اتيا کورنۍ له دې ځايه نورو ځايونو ته په کډه ورغلې وې . نو که دغه ځای أباد نه شی ، نو په ژمي کې به چوچک ښار يو ګوښه ښار وګرځوي . د ځينو پوهانو په اند د لاو فنګ کوه د أبادولو او سمسورولو يوازنۍ لاره د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي پر بنسټ ولاړه وي ، خو دغه لاره يوه ګرانه او پيچلې لاره ده.

د ١٩٩٣ کال د اپرېل په ٢٥ نېټه په لاو فنګ کوه کې لومړی ونه کيښودل شوه او د راتلونکيو لسو کلونو په موده کې د اته زره هکتارو په پراخوالي ځمکه ځنګلونه کينول شويدي . په وروستيو څو کلونو کې د ايکولوژيکي چاپيريال د پر له پسې ښه والي له امله د تولي ولسوالۍ د يوو جين کليوال يوازی د ژمي په موسم کې د ولسوالۍ په مرکز کې اوسيږي او د کال په نورو دريو موسمونو کې په لاو فنګ کوه کې بزګري کوي . نن ورځ په لاو فنګ کوه کې ځنګلي سيمه رامنځته شوې ده چې په پايله کې هر کال ښه حاصلات راځي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040