د شينجيانګ په چوچک ښار کې د ايکولوژيکی چاپيريال ښه والي

cri     (GMT+08:00) 2009-08-24 21:17:01

 د پروګرام په تېره کړۍ کې تاسو د شينجيانګ په چوچک ښار کې د ايکولوژيکی چاپيريال د ښه والي په هکله لومړې برخه واورېدله، نو په نننې کړۍ کې به دوهمه برخه واورئ.

ددې لپاره چې د چوچک ښار د ايکولوژيکی چاپېريال په پوره توګه ښه شی ، ځايی اوسېدونکو په لاو فنګ کو نومي ځای کې په ونو کينولو پيل وکړ او د لسو کلونو په موده کې يې د اته زره هکتارو په پراخوالی ځنګلونه کينول چې په پايله کې د چوچک ښار په شاوخوا ولسواليو کې د ايکلوژيکی چاپيريال د ساتنې سيمې هم په پرله پسې جوړې شوې چې د چوچک کاسه په يوه شنه کاسه بدل شوې ده په بله ژبه دغه ټيټ ځای بالکل په ونو پوښل شوی دی.

خبريالې له دغه ځاي څخه د ليدنې په ترڅ کې لس کاله مخکې د ونو کينولو په هکله په اخيستل شوی مستند فلم کې هغه حالت وليد چې ځينو کسانو په سخت باد کې په زنګنو نيالګي کينول . په هغه وخت کې دوی په داسې حال کې چې وچې ډوډۍ يې له ځانه وړلې ،په پرله پسې ډول يوه مياشت کار کولو.

د يو مين ولسوالۍ اوسېدونکي ګوه چنګ مين چې پخوا يې د ونو په کينولو کې يې ګډون کړی و، د سي ار ای خبريالې ته وويل (اواز١)

پخوا موږ د پسرلي په رارسېدو سره هره ورځ نيالګي کينول او د نيالګيو کينولو لپاره کيندل شوې کندې هم بايد معياري شوې وی .

د ځاي اوسېدونکو د ټينګ هوډ او نه ستومانه کېدونکو کوششونو له برکته د ونو کينولو په چارو کې برياوې رامنځته شوي دي. د چوچک ښاروالي په ٢٠٠٢ کال کې اعلان کړی چې د ښار شاوخوا سيمه د سخت باد له زيانونو څخه وژغورل شوه او د عادی او غوره پرمختګ په لاره يی ګامونه پورته کړيدي . د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ګوندي کمېټې مشر وانګ له چوان د لاو فنګ کوه ځای له ايکولوژيکی پروژې تر ليدنې وروسته ويلی چې دا بالکل يو حيرانونکی برياليتوب دی.

د لاو فنګ کو ځای د ايکولوژيکی چاپېريال د څارنې مرکز د شمېرنې له مخې، اوس د ايکولوژيکي چاپيريال په ساتندوی سيمه کې د ځمکې په سطح باندی د پوښل شويو نباتاتو ډولونه زيات شوي چې پخوا يوازی هغه نباتات ليدل کېدل چې په وچه ځمکه کې وده کېږي ، خو اوسمهال نور ډول ډول نباتات پکې ليدل کيږي.

خبريالې په لاو فنګ کو کې وليدل چې بزګران په وړيا ډول د قطارو ونو په منځ کې کرنيز نباتات کری چې ددې په عوض د شاوخوا ځنګلونو د ساتنې دنده په غاړه لري.

وو مينګ څو کاله مخکې د لاو فنګ کو په يوه سيمه کې د شتر مرغانو په روزنه پيل وکړ او اوس يې د دېرشو هکتارو په پراخوالي ځمکی باندی غنم وکرل چې کلني عايدات يې له سلو زرو يوانو څخه لوړ دي. ده وويل (اواز٢)

د ايکولوژيکی جوړونې په پيل کې مو يوازی فکر کاوه چې څنګه د دولت لپاره پيسې سپموو او د ځنګلونو ښه اداره کوو. اوس موږ په خپلو چارو بوخت يو او پر راتلونکي ښه ژوند پوره باور لرو.

په دغه سيمه کې نه يوازی بزګران او مالداران له ايکولوژيکی أبادۍ او جوړونې څخه ګټه اخلي، بلکې باد اوس هم د خوځنده ځواک په توګه ښه کارول کېږي . د ٢٠٠٨ کال په پای کی د څلور سوو مليونو يوانو پيسو په لګولو سره د مايتاس نومې د باد په واسطه د برېښنا توليدولو فابريکې لومړۍ پروژه بشپړه شوې او په کار ولوېدله. اوس د دغې فابريکې لخوا توليد شوې برېښنا د عه مين ولسوالۍ اړتياوې پوره کولای شي. د عه مين ولسوالۍ د ګوندي کمېټې مشر هه يونګ هوی وويل (اواز٣)

د لاو فنګ کو ايکولوژيکی أبادۍ د بادي برېښنا کوټ د جوړولو بنسټ او ضمانت دی چې د لارو پرانيستنې او د لارويانو د امنيت ساتنې نه پرته د پانګه والو باور هم پياوړی شوی دی.

لاو فنګ کو به په راتلونکو پنځو کلونو کې د شينجيانګ په ګډون تر ټولو لوی بادي برېښناکوټ وګرځي چې د جنراتورونو ظرفيت به يې پنځه لکو کيلو واټو ته ورسيږي.

اوس په چوچک ښار کې د ايکولوژيکی جوړونې په موخه د پروژې درېم پړاو پيل شوی دی .له پلان سره سم به د ديارلس زرو هکتارو په پراخوالی سيمې سمسورې شی چې په پايله کې به په چوچک ښار کې د بيا رغول شويو ځمکو پراخوالی له شلو زرو هکتارو څخه واړوي. ايکولوژيکی چاپېريال به ګام په ګام ښه شي او د انسانانو او طبيعت تر منځ همغږی پرمختګ به هم ترسره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040