د ملي جشن په ترڅ کې به په بېجينګ کې د نمانځنې رنګا رنګ فعاليتونه تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2009-08-25 11:17:59
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روان کال د اکتوبر لومړۍ نېټه به د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له شپېتمې کليزې سره برابره وي. د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې به په بېجينګ کې پر نظامي رسم ګذشت، هنري او د اورلوبې نندارو سره بېره رنګا رنګ فعاليتونه هم تر سره شي.

د بېجينګ ښار د ملي جشن د شپېتمې کليزې د نماځنې چارو د تشکيلاتي کمېټې وياند د اګست په څليرويشتمه نېټه خبريالانو ته وويل چې د چين دولتي شورا به د سپتمبر د دېرشمې نېټې په شپه په ولسي تالار کې يوه لويه مېلمستيا ترتيب کړي. د راتلونکې اکتوبر د لومړۍ نېټې په سهار به د بېجينګ د تيان ان من په ډګر کې د پلازمېنې د بېلا بېلو ټولنو يوه لويه غونډه جوړه شي چې په کې به د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې ، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر هو جين تاو يوه وينا وکړي او بيا به نظامي رسم ګذشت تر سره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040