د چين د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکې سيمې د ځانګړيو چارو پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2009-08-26 21:57:42

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې په موخه د داخلي مغولستان، د ګوانګ شي د ځوانګ قوم، د نينګ شيا د هوي قوم او شينجيانګ د اويغوري قوم په خپلواکو سيمو کې د تر لاسه شويو پايلو نندارتون په دې وروستيو کې په بېجينګ کې تر سره شو او د عکسونو، تختو او رښتينی توکيو له لارې په سياسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو چارو کې د څلورو ملی لږکيو له خوا تر لاسه شوي پايلې وښودل شول. زمونږ خبريال په دې وروستيو کې د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د ملی لږکيو چارو د کميټې له مشر وانګ جيان سره مرکه وکړه .په ننني پروګرام کې به په وروستيو کلونو کې د ملی لږکيو اقتصاد د پرمختګ او د دوي د حقونو او ګټو د ساتلو په برخه کې د دغې سيمې له خوا د تر لاسه شويو پايلو په باب معلومات وړاندې کړو.

د چين د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکه سيمه د چين په شمال لويديز کې پرته ده چې پکې پر هان او هوي قومونو سربېره د مغول او مان قومونو په شمول څه باندې دېرش ملی لږ کی پکې په ګډه سره ژوند کوي. د نينګ شيا د عمده قوم په توګه د هوي قوم وګړي د اسلام پر دين عقيده لري او د اسلامي انضباط او دوکتورين مراعات کوي.

ښاغلي وانګ وويل چې د ملي لږکيو د استوګنې د يوې سيمې په توګه نينګ شيا د ملی اقتصاد، کلتور او ښووني په برخه کې ځينی ځانګړی تدبيرونه نيولي دي. د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې په تېره بيا په وروستيو کلونو کې نينګ شيا د ليدو وړ پايلې تر لاسه کړې . هغه وويل (اواز.........) په وروستيو کلونو کې نينګ شيا د اقتصاد، کلتور او ښوونې په برخو کې چټک پرمختګ کړې او د چين د کمونېست ګوند د ملی تګلارې په رڼا کې نينګ شيا په جدي توګه د قومي خپلواکۍ نظام پلی کړی چې د ملي لږکيو حقې ګټې ساتل شوې دي. اوس مهال د نينګ شيا اقتصاد او ټولنه د چټک پرمختګ په پړاو کې دی .

د معلوماتو له مخې نينګ شيا د چين د هوي قوم د يوازني خپلواکې سيمې په توګه د اسلامي خوړو او مسلمانو توکيو چارې کلک بنسټ لري او خپله پيمانه جوړه شوې ده . په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې حکومت د اسلامي چارو پرمختګ د اقتصادي پرمختګ د يوې مهمې ستراتيژۍ په توګه بولي او تر خپلې وسې پورې د دغو چارو د غښتليتوب ملاتړ کوي. تر اوسه پورې د دغې سيمې د اړوندو تصديو له خوا توليد شوي اسلامي خواړه او توکي چې ډوله يې زيات دي،بېجينګ، شانګهای او چونګ چينګ په شمول څه د باسه لس لويو ښارونو ته پلورل کيږي او ځينی برخه يې منځنی ختيځ او جنوب ختيځ اسيا ته صادريږي.

هغه وويل چې د قومي ځانګړتياوو د ښودلو له لارې د اقتصادي پرمختګ پرمخخبيول د نينګ شيا يوه ټاکلی ستراتيژۍ ده.هغه وويل (اواز.........) اوس مهال نينګ شيا تر خپلې وسې پورې د ورخلاصون په ډول اقتصادي بڼه جوړوي او د قومي ځانګړتياوو د ښودلو له لارې د منځني ختيځ له ځينو عربي هېوادونو سره سوداګريز تګ راتګ پياوړی کوي چې له دې لارې يې له قومي تفوق څخه پر اقتصادي تفوق بدل شوی او د نينګ شيا اقتصاد او له مسلمانو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکيو پرمختګ هم چټک شوی دی.

اقتصاد ته د پرمختګ ور کولو او د خلکو د ژوند د سويې د لوړوالي ترڅنګ د نينګ شيا خپلواکې سيمې د ملی لږکيو د مذهبی او کلتوري ګټو ساتلو ته هم ډېره پاملرنه کړې ده. ښاغلي وانګ وويل :(اواز............) نينګ شيا پر مذهب باندې د عقيده لرلو په شمول د ملي لږکيو د حقه حقونو او ګټو ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي . ځکه چې هوي قوم د اسلام پر دين عقيده لري ، نو نينګ شيا د ملي لږکيو د استوګنې د يوې سميې په توګه د قومي کلتور او پوهنې په برخه کې ځانګړی تدبيرونه نيولي دي د بېلګی په توګه د قومي پوهنې په برخه کې نينګ شيا د ملی لږ کيو زده کوونکيو په منځ کې امتيازی تګلاره پلی کوي او د ملي لږ کيو د حقه حقونو د ساتلو په برخه کې هم لازيات تدبيرونه نيسي.

ښاغلي وانګ زموږ خبريال ته وويل چې د نينګ شيا پرمختګ له ملي لږ کيو سيمو څخه د مرکزي حکومت له بېلا بېلو ملاتړونو او امتيازي تګلارو سره تړاو لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040