د چين د ملي سندرې جوړوونکی نيه ار

cri     (GMT+08:00) 2009-08-27 15:51:25

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د يو هېواد ملي سندرې د دغه هېواد د روحيې، تاريخ او عقيدی استازيتوب کوي چې د دغه هېواد خلک هڅوی. د راتلونکی اکتوبر لومړی نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو شپېتمه کاليزه ده. د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د ملي سندرې د جوړوونکې نيه ار په اړه ځينې معلومات او دده له خوا يو شمېر جوړې شوی سندری وړاندی کړو.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين ملي سندره واورېده چې د فقيد سندره جوړوونکی نيه ار له خوا جوړه شوی ده . نيه ار په ١٩١٢ کال کې د جنوب لوېديځ يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې زېږېدلی و چې د ماشومتوب په موده کې يې له موسيقۍ سره ډېره مينه درلود. اوس به موږ په ګډه د نيه ار له خوا يوه جوړه شوی سندره واورو چې نوم يی دی سړک. دغه سندره د سړک په نامه د يو فلم لپاره جوړه شوی وه.

(سندره ٢ )

نيه ار په دوو کلونو کې څه د پاسه ٤٠ سندری جوړ کړی چې په هراړخيزه توګه د هغې زمانې روحيه ترې څرګندېږي. د پروګرم په پای کې به موږ په ګډه د نيه ار له خوا يوه جوړه شوی سندره واورو چې نوم يې دی ورځپاڼې پلورل. په تېری پيړۍ کې دغه سندره په چين کې د ماشومانو لپاره يوه ډېره غوره سندره وه.

(سندره ٣ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040