د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د زيمبابوې د يو خبريال په زړه پورې خاطره

cri     (GMT+08:00) 2009-08-28 15:50:38

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د سږ کال د اګست اتمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پيل له لومړنۍ کليزې سره برابره وه. په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو تر سره کېدل نه يوازې د ټولو چينايانو يو ستر خوب رښتينی کړی، بلکې د دې تر څنګ يې هم د بې شمېره بهرنيانو په زړونو کې نه هيرېدونکې او ژورې خاطرې پرې ايښې دي. د زيمبابوې د ساندې مېل ورځپاڼې د سپورټي چارو څانګې مشر ښاغلی ګودويل زونيدزا په تېر کال دوه ځله د د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د نړيوال مطبوعاتي مرکز په بلنه چين ته راغلی او راپورتاژونه يې جوړ کړي دي. څو ورځې مخکې، ښاغلي ګودويل د يوې مرکې په ترڅ کې د سي ار ای خبريالانو ته د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه خپله په زړه پورې خاطره داسې انځور کړه. د ده په وينا د بېجينګ اولمپيک لوبې يوه نه هېرېدونکې پېښه وه. د نوي چين د شپېتمې کليزې په نامه پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې له ما سره د پروګرام تر پايه پورې پاتې شئ!

ښاغلی ګودويل په زيمبابوې کې د لومړې لويې ورځپاڼې يعنې د ساندې ورځپاڼې د سپورټي چارو د څانګې مشر دی چې تېر کال يې دوه ځل د بېجينګ د اولمپيک لوبو د راپورتاژ چمتو کولو لپاره چين ته سفر کړی وو. هغه په دې اړه په خوشحالۍ سره وويل

( لومړی اواز)

زه بايد ووايم چې بېجينګ زما پر زړه تل پاتې ځای نيولی دی. کله چې زه بېجينګ ته راورسېدم، د دغه ښار د لويوالي او ښکلا له امله مې ډېر حيران شوم او فکر مې وکړ چې دا ښايي په نړۍ کې تر ټولو لوی ښار وي. سره له دې چې ما په تلويزيوني پروګرامونو يا فلمونو کې د نيويارک، واشنګټن او يا لندن په څېر لوي ښارونه ليدلي وو، خو ما دغو ښارونو ته نه يم تللی. خو زما په اند د دغو ښارونو لويوالی او د بنسټيزو تاسيساتو پر ابادۍ بر سېره په زياتو برخو کې اسانتياوې او شرايط د بېجينګ په پرتله بشپړ او هغو سره ښه نه دي.

زيمبابوې يو ډېر شتمن هېواد نه دی چې د ساندې ورځپاڼه په دغه هېواد کې تر ټولو لويه او مشهوره ورځپاڼه ګڼل کېږي، خو بېجينګ ته د خپلو خبريالانو د لېږلو لپاره دومره زياتې پيسې نه شي لګولای. د ښاغلي ګودويل په اند، هغه ډېر نيکمرغه سړی دی چې په چين کې د راپور جوړولو په اړه د ده ټول لګښت د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د نړيوال مطبوعاتي مرکز له خوا ورکړل شوی دی.

( دوهم اواز)

دا زما د اولمپيک لومړنۍ لوبې وې چې رپوټ مې چمتو کولو. زموږ په هېواد کې د ورځپاڼو لپاره دا يو ډېر ستونزمن کار دی چې د اولمپيک لوبو د راپورتاژ لپاره بهرنيو هېوادونو ته خپل خبريالان ولېږي. زموږ په ورځپاڼه کې هېڅ خبريال زما نه وړاندې د اولمپيک لوبو راپورتاژ نه وو چمتو کړی. خو د چين اړوندې څانګې تېر کال موږ ته په دې هکله ډېرې زياتې مرستې برابرې کړې او د دوی په مرسته موږ چين ته لاړو.

ښاغلی ګودويل په بېجينګ کې نه يوازې د اولمپيک لوبو د پيل مراسم وکتل، بلکې د دې تر څنګ يې هم د زياتو سپورټي پروګرامونو په اړه زيات راپورونه وليکل. خو د ده په اند د تود هرکلي داوطلبانو او ډېر په زړه پورې سټېديمونو د ده په زړه کې تر ټولو ژورې خاطرې ايښې دي.

( درېيم اواز)

ما له بېجينګ څخه زيمبابوې ته له بېرته راتګ وروسته تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه وليکله چې دا د اولمپيک تر ټولو سترې لوبې وې. حتې د لندن د اولمپيک د تشکيلاتي کمېټې مشر د دې اعتراف کړی چې که غواړي د بېجينګ په پرتله د اولمپيک لا په زړه پورې لوبې تر سره شي، دا به يو عجيب کار وي. د سټېديمونو دننه يا دباندې زما په اند نژدې يو مليون داوطلبانو کار کولو. هر څه چې تا غوښتل، دوی در سره مرسته کولای شوای.

د ښاغلي ګودويل په اند، چينايان ډېر مېلمه پال او مينه ناک خلک دي.

( څلورم اواز)

چينايان ډېر مهربانه دي. دوی ډېر دوستانه او مېلمه پال دي او په دې خوښ دي چې له بل چا سره مرسته وکړي. د دې تر څنګ چينايان ډېر استعداد لرونکي وګړي هم دي چې پخپل ځان پوره باور لري او خپلو کلتورونو سره مينه او ښه يې ساتلي دي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040