په چين کې د ټيټ عايدات لرونکو زړو کسانو نيکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2009-08-28 16:15:16

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. چين له ١٩٩٩ کال څخه د هغه په بېلا بېلو ښارونو، علاقه داريو او کليوالو سيمو کې د اوسېدونکو د ژوند د لومړنيو اړتياوو د ضمانت نظام يعنې د ټيټ عايدات لرونکو اوسېدونکو د ضمانت نظام پلی کړی دی. په مختلفو سيمو کې د اوسېدونکو د عايداتو له بېلو سويو سره سم د بېلا بېلو کچو حکومتونو د ځايي اوسېدونکو د ژوند د لومړنيو اړتياوو د ضمانت معيارونه ټاکلي چې له مخې يې هره مياشت اړوندو ټيټ عايدات لرونکو اوسېدونکو ته د مرستې پيسې ورکوي او د دوی بنسټيز ژوند تامينوي. د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه معلومات او د يو ټيټ عايدات لرونکي سپين ږيري او د ده د مېرمنې د نيکمرغه ژوند په اړه به په زړه پورې کيسه وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ!

درې اويا کلن سپين ږيری څوی بو يي او د ده ښځه اته شپېته کلنه سپين سرې يانګ شين چياو د بېجينګ ښار د شه جينګ شان سيمې په يو عام اپارتمان کې اوسېږي چې دومره لوی نه، خو خورا پاک او سوتره دی. دوی يوه لور لري، خو اوس په يو بل ښار کې کار کوي. سپين ږيری څوی پخوا د خوراکي توکيو د توليدولو په يوه فابريکه کې کار کاوه او په ٢٠٠٠ کال کې تقاعد شو، خو د دغې فابريکې د بېوزليتوب له امله يې تر اوسه پورې د تقاعد هېڅ پيسې نه دي تر لاسه کړې او د زړو کسانو او طبي خدمتونو بيمې يې هم نه دي اخيستې. بر سېره پر دې، د ده ښځه هم هېڅ عايدات نه لري. نو د ټيټ عايدات لرونکو اوسېدونکو د ضمانت نظام له مخې، دوی دواړه له دغه نعمت څخه برخوردار شوي دي.

( لومړی اواز)

موږ له ٢٠٠٠ کال څخه هېڅ پيسې نشوی پيدا کولای او د ټيټ عايدات لرونکو اوسېدونکو د ضمانت نظام څخه مو ګټې اخيستې ده. په هغه وخت کې موږ هره مياشت له حکومت څخه څه دپاسه سل يوانه اخيستل او له دې پرته موږ په بانک کې لږ څه ذخيره شوې پيسې هم درلودلې، نو ژوند مو دومره بد نه و.

په ٢٠٠٤ کال کې د سپين ږيري څوی پخوانی کور د ډېر زوړوالي له امله د مجبوريت له مخې له منځه يوړل شو. هغه له دې امله له حکومت څخه د جبران زياتې پيسې لاس ته راوړلې او اوسنی کور يې پرې واخيست.

( دوهم اواز)

ما له حکومت څخه د جبران نژدې دوه لکه يوانه تر لاسه کړل او د دوه لکو او لسو زرو يوانو په بيه مې اوسنی کور واخيست. نو د خلکو په ګټه د حکومت د يو لړ تګلارو په رڼا کې زموږ د اوسېدو ستونزه حل شوې ده.

نن ورځ بېجينګ ښار ډېر چټک پرمختګ کوي، نو د کور بيه هم په چټکۍ سره زياتېږي. د اوسېدو ستونزه د زياتو وګړيو په وړاندې پرته ده. خو سپين ږيري څوی د حکومت په مرسته دغه ستونزه په بريالۍ توګه حل کړې ده. اوسني کور ته له لېږدېدو وروسته د سپين ږيري څوی ښځه سپين سرې يانګ هره ورځ د کورنۍ چارو د تر سره کولو تر څنګ کله کله د بدني روزنې لپاره بهر ته هم ځي.

( درېيم اواز)

زه هره ورځ د بدني روزنې لپاره د دريو کيلومترو لپاره پلې ګرځم او کله کله يو نژدې پارک ته ځم.

په چين کې د ټيټ عايدات لرونکو کسانو د ضمانت نظام په بشپړېدو سره اړوندو بېوزلو کسانو ته د ورکوونکې مرستې معيار هم د اقتصادي چارو په چټک پرمختګ سره لوړ شوی. اوس مهال د سپين ږيري څوی کورني هره مياشت د حکومتي مرستې له لارې ژوند کولای شي.

( پنځم اواز)

له دې وروستيو کلونو راهيسې د حکومتي مرستې پيسې ګام په ګام زياتېږي. اوس مهال موږ دواړه هره مياشت له حکومته اته سوه او اتيا يوانه اخيستلای شو چې دغه شمېر زموږ د بنسټيز ژوند لپاره بس دی، ځکه زما کورنۍ هره مياشت يوازې اووه سوه يوانه لګوي.

د دې تر څنګ د زړو کسانو لپاره طبي لګښتونه هم يو دروند بار دی. خو سپين ږيری څوی په دې اړه هېڅ اندېښنه نه لري. ده د سي ار ای خبريال ته وويل چې ده او د ده ښځې اوس طبي بيمې اخيستې دي.

سپين ږيری څوی وايي چې موږ د حکومت د غوره تګلارو له امله له تقاعد کېدو وروسته اوس نيکمرغه ژوند کوو.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040