د چين په شو بو علاقه دارۍ کې د ولسي وګړيو کيسه

cri     (GMT+08:00) 2009-08-28 16:21:14

ګرانو اورېدونکو، السلام عکليم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. له وروستيو څو ورځو راهيسې اته شپېته کلن سپين ږيری جاو جو مينګ به ډېر خپه کېدل او لامل يې دا وو چې هغه غواړي د موټر چلولو لايسنس تر لاسه کړي، خو په تېرو دوو ځلو ازموينو کې ناکام شوی او بايد درېيمه ازموينه ورکړي. سپين ږيری جاو د چين د جيانګ سو ولايت د جين تن ښار د شو بو علاقه داري يو عام بزګر دی. د روان کال په جنورۍ کې هغه د پنځوسو زرو يوانو په ارزښت يو ګړندی موټر واخيست. خو له دې امله چې هغه د موټر چلولو لايسنس نه لري، نو خپل ګړندی موټر نشي چلولای. نو ځکه به هغه په هکله ډېر خپه و.

په حقيقت کې سپين ږيری جاو د ټراکټور د چلولو په برخه کې زياتې تجربې لري او څو کاله يې موټر باسيکل چلولی دی. خو اوس مهال هغه د موټر چلولو لايسنس د تر لاسه کولو په غرض د موټر زده کولو يو ښوونځي ته خپل نوم ورکړی او ځينې تدريسي کتابونه يې په دې اړه اخستي دي.

دغه راز سپين ږيری جاو په خپلو زياتو کوښښونو سره د تېر جولای په لسمه نېټه د موټر چلولو لايسنس تر لاسه کړ، خو بايد هر کال يو ځل بدني معاينه وکړي. سپين ږير جاو په دې اړه وويل

( لومړی اواز)

د ازموينې ګډون کوونکو په منځ کې زه تر ټولو مشر وم. يو چارواکي له ما څخه پوښتنه وکړه چې ولې غواړي د موټر چلولو لايسنس تر لاسه کړي. ما ده ته وويل چې زه يو ګړندی موټر لرم او غواړم دغه موټر وچلوم، نو بايد يو لايسنس تر لاسه کړم. ما په دريو ازموينو کې ګډون کړی چې درېيم ځل مې تېر کړ. خو هر کال بايد يو ځل بدني معاينه تر سره کړم.

سپين ږيری جاو د چين د جيانګ سو ولايت چانګ جو ښار ته په لويديځه خوا شو بو علاقه دارۍ کې اوسېږي او د دغې علاقه دارۍ پراخوالی له دوه سوه او دېرشو مربع کيلومترو څخه اوړي او نفوس يې نژدې اويا زرو تنو ته رسېږي. دغه علاقه داري له دې امله ډېر زيات شهرت موندلی دی چې په کې د ګلانو او اړوندو نيالګيو د کرلو عمومي پراخوالی له يو زر او پنځه سوه هکتارو څخه اوښتی او د پلورلو ارزښت يې څه دپاسه دوه سوه مليونو يوانو ته رسېدلی دی.

سپين ږيري جاو هم د ګلانو د کرلو له امله زياته شتمني تر لاسه کړې ده. هغه پنځه هکتاره ځمکې لري چې په کې رنګا رنګ ګلان کرل کېږي. تېر کال هغه د ګلانو د پلورلو په برخه کې لس ګونه زره يوانه پيسې پيدا کړې.

د سپين ږيري جاو په وينا، نه يوازې دی بلکې هم د دغې علاقه دارۍ نور اوسېدونکي د ګلانو د کرلو او پلورلو له امله ډېر شتمن شوي دي.

( دوهم اواز)

که اقليمي شرايط ښه وي، نو عايدات به له لس ګونو زرو څخه زيات وي. تېر کال ما يوازې د يو ډول نيالګيو د پلورلو په برخه کې څه دپاسه يو لک يوانه لاسته راوړل. اوس زما په شان زيات اوسېدونکي ګړندې موټرونه، پرمختللي بريښنايي ماشينونه او اپارتمانونه اخيستي دي.

په شو بو علاقه دارۍ کې نه يوازې زيات ګلان او اړوند نيالګي کرل کېږي، بلکې صنعتي چارې يې هم ډېر پرمختللې دي. له دې وروستيو څو کلونو راهيسې شو بو علاقه دارۍ د ځايي حکومت د زياتو غوره تګلارو په ګټلو سره ستر پرمختګ کړی دی. تېر کال يې د صنعتي چارو عمومي ارزښت څلور مليارډ او اووه سوه مليونو يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې اتلس برخه زيات شوی دی.

مېرمن شو لوه فنګ د کوچني دوکان خاونده ده چې څه دپاسه شل کاله يې سوداګري کړې ده. هغې وويل چې

( څلورم اواز)

شل کاله دمخه په دغه واټ کې يوازې زموږ وداني ليدل کېده. خو اوس ډېرې ودانۍ رامنځته شوې دي.

ګرانو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040