د هه بې ولايت باو دينګ ښار له نويو انرژيو څخه ګټې اخلي

cri     (GMT+08:00) 2009-08-30 20:57:29

د هه بې ولايت باور دينګ ښار چې بېجينګ ته ورڅيرمه پروت دی، په دې وروستيو کلونو کې د چين د بريښنائی د درې او د لمر انرژۍ د ښار په نامه مشهور شو. په دغه ښار کې د لمر او باد په شمول له پاکو او نويو انرژيو څخه د ګټې اخيستنې چارو ډېر پرمختګ کړی او اړوند تخنيکونه ئی هم د وګړيو په ورځني توليد او ژوند کې په ښه ډول کارول شوي دي. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په باو دينګ ښار کې د دغو چارو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړو.

د ديان ګو جين جيانګ په نامه نړيوال هوټل يو عصري هوټل دی چې د باو دينګ ښار په مرکز کې پروت دی. د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې هغه په چين کې داسې لومړی پنځه ستوريز هوټل هم دی چې د اړتيا وړ برېښنا ئی لمر انژرۍ په وسيله توليدېږي. د دغه هوټل پر ديوالونو باندې د څلور زره او پنځه سوه مربع مترو په پراخوالي لمرېزې بيټرۍ نصبو شوې دي چې د دوې له خوا اخيستل شوې نوري انرژۍ له بدلولو وروسته د دغه هوټل د بريښناد ورځني لګښت يو پر څلورمه برخه برابرولای شي. د دغه هوټل مشر ښاغلي هوانګ کون يونګ وويل،

دغه هوټل د لمرېزيې انرژۍ د کارولو هوټل په توګه ګڼل کېږي او هر کال څه نا څه دوه لکه او شپېته زره کيلوتاټ ساعت بريښنا توليدوي.

نوموړی هوټل د باو دينګ ښار يوه نښه ده. د ده د برېښنا توليدولو سامانونه

د ځايي تصديو له خوا ډيزان او جوړ شوي دي. له دې څرګندېږي چې دغه ښار غواړي د نويو انرژيو کارولو د چارو په وسيله خپل ځان پياوړی کړي.

باو دينګ ښار د لس مليون تنو نفوس لري، خو نوي سلنه يې بزګران دي. د دغه ښار پرمختګ د سرچينو د کمښت او د شاو خوا چاپيريال د حرابوالي په ګډون له يو شمېر ستونزو سره مخامخ و. خو دغه ښار په دوه زره او شپږم کال کې هغه پلان جوړ کړ چې د چين يوه بريښنائی دره جوړه کړي او د نويو انرژيو په اړه د سازمانونو په جوړولو لاس پورې کړي. د سوداګرو او پانګونو د راجلبولو له لارې يې له بېلا بېلو خواوو سره د پنځوس مليارډو يوانو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسليک کړي دي . په څو کلونو کې باو دينګ ښار کې د نويو انرژيو او د برېښنا توليدولو سازمانونو د جوړولو يوه اډه جوړه شوې ده او ډېرو اړوندو تصديو هم چټک پرمختګ کړی دی.

د ينګ لي په نامه د شينې انرژۍ شرکت په يادو شويو تصديو کې شامله ده او عمده توليدات يې هغه بطرۍ تختې او د دغو تختو د کارولو سيستم دي چې د سيليکون پوليکريستالين لخوا جوړيږي او د لمر انرژۍ جذبوي. د دغه شرکت لومړي سلاکار ښاغلي ما شيو لو وويل،

د دغه شرکت توليدات په عمده توګه د اروپا، جنوبی او شمالي امريکا او افريقا هېوادونو ته صادرېږي. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې مو د اړوندو بازارونو په سلو کې لس برخه نيولې ده. په نړۍ کې د لمرېزې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدولو ډېرې بټۍ زموږ له خوا جوړېږي. اوس مهال د نړۍ تر ټولو لوی بريښنائی بټۍ چې د لمر انرژۍ له لارې بريښنا توليدوي، د ينګ لي شرکت له توليداتو څخه شمېرل کېږي.

د ينګ لي شرکت چټک پرمختګ د حکومت له پياوړي ملاتړ سره نژدې اړيکې لري. دغه شخصي شرکت په پرله پسې توګه د شل مليونو يوانو دولتي مرستندوي پيسې او پنځوس مليونو يوانو پورونه تر لاسه کړي چې د توليد او څېړنې توان يې پياوړی کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040