د م م د ځوانانو په اسامبله کې يوه چينی نجلۍ دوان ينګ ځه

cri     (GMT+08:00) 2009-09-01 14:42:12

هر کال په اګست کې د امريکا په نيويارک کې د م م په عمومي مقر کې د ځوانانو يوه لويه غونډه يعنی د م م د ځوانانو اسامبله جوړيږي. يوه چينی نجلۍ چې دوان اينګ ځه نومېږی، د چيني ځوانانو د پلاوي د يوې غړې په توګه په سږنۍ اسامبله کې ګډون وکړ. دا پر ځان باور لری، ټولنې ته ډېره پاملرنه کوي او له سياست سره علاقه لري، د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دوان ينګ ځه په اړه معلومات وړاندې کړم.

د م م د ځوانانو اسامبله د يونسکو سازمان، د ماشومانو صندوق ، د چاپېريال ادارې او د دوستۍ شورا په شمول د څو سازمانونو لخوا په ګډه جوړيږي او تر اوسه د پنځو ځلو لپاره ترسره شوېده. هر کال د اوياوو هېوادونو او سيمو زر تنه ځوانان ورجلبوي. په دغه اسامبله کې د ګډون کوونکيو عمرونه له شپاړسو کلونو څخه تر پنځه ويشتو کلونو پوری دي. اوولس کلنه ينګ ځه د بېجينګ د چاو يانګ د بهرنيو ژبو په منځني ښوونځي کې د ثانوي دورې په زده کړه بوخته ده. دې څنګه په دغه اسامبله کې د ګډون کوونکی حق تر لاسه کړی ؟ اوس به په انګليسي ژبه د دې د ځان پېژندنې وينا واورئ:

زه يوه خوشبينه نجلۍ يم او له نورو سره مرستې خوښوم. پر دې سربيره، زما په اند، عامو چارو ته پاملرنه ور کول زما حتمی دنده ده ، نو زه په دې هڅه کې يم چې خپل نظر وړاندې او پراخ کړم او د نړۍ په هکله لا زيات معلومات تر لاسه کړم تر څو زياتې تجربې راغونډې کړم . د م م د ځوانانو اسامبلې ما ته د نورو هېوادونو او سيمو له وتلو ځوانانو سره د تماس نيولو او نظر تبادله کولو ښه فرصت برابر شوی دی.

ټولګټو چارو ته پاملرنه کول او له سياست سره علاقه لرل د دوان اينګ ځه څرګندې ځانګړتياوې دي. هغې وويل دا د چين د لرغونې زمانې د پوهانو او ماهرانو ډېر احترام او درناوی کوي او د دې په اند، د چين په دوديز کلتور کې ستر عقلونه او پوهې موجودې دي . هغې وويل 

کله چې زه ماشومه وم، پلار مې د چين د لرغونی ادبياتو په هکله يو لړ کتابونه راکړل او زياتې کيسې به مې يې په خوند لوستې. وروسته مې په ښوونځي کې د تاريخ په اړه معلومات زده کړل او په بشپړه توګه د لرغونی کلتور يو مينه واله وګرځېدم.

دوان اينګ ځه وويل هغه به په راتلونکی کال کې د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي او هيله لری چې د بېجينګ پوهنتون د نړيوال سياست په څانګه کې شامله شي. هغه غواړي په راتلونکی کې د چينې دوديز کلتور له لارې د نړيوالې سولې او ابادۍ لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي. اوس دوان اينګ ځه د کوچينو چارو له ترسره کولو څخه خپلې تجربې راغونډوي . څه موده مخکې هغې د خپلو همټولګي والوسده په ترتيب د هېواد د لوېديځو بی وزلو سيمو د ماشومانو لپاره د زده کړې زياته اندازه لوازم راغونډ کړي وو.

پر دې سربيره، دوان اينګ ځه هم د ښوونځي ورځپاڼې په تنظيمولو سره زده کوونکيو ته کورنی او بهرنی خبرونه وړاندی کوي، په فعاله توګه د مصيبت ځپلو سيمو لپاره بسپنه راغونډوي او د استوګنې سيمې کمېټې د نويو مشرانو د ټاکنو په تياريانو کې خپل خدمتونه ترسره کوي. دې وويل د دغه شان فعاليتونو په بهير کې يې ډېرې تجربې تر لاسه دي.

د دوان ينګ ځه سرښوونکې هان فانګ وويل 

په زده کړه کې د دوان اينګ ځه ښې او لوړې نمرې او ټولګټو چارو ته د دې پاملرنه ما ته ددې ډېره ژوره خاطره نه ده، بلکې د اوسنۍ زمانې د يوې زده کوونکې په توګه ددې قوي وطن دوستۍ احساسات دي . هغه له ټولنې سره تاوده احساسات لري او غواړي په خپلو کوښښونو سره خپل همټولګيان وهڅوي چې په دغه شان فعاليتونو کې ګډون وکړي.

دوان ينګ ځه د ځوانانو په اسامبله کې د ګډون مخکې خبريالې ته وويل 

ډېر خوشحاله يم چې د چيني ځوانانو په استازيتوب په دې عظيمه غونډه کې ګډون کوم او هيله لرم چې په دغه اسامبله کې د چينی ځوانانو ښه بڼه د نورو هېوادونو ځوانانو ته ښکاره او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو له ځوانانو سره د نظريو تبادله پياوړی کړم. که لس يا شل کلونه وروسته موږ د خپل هېواد په مهمو چارو کې دنده په غاړه ولرو ، نو ممکنه ده چې زموږ ترمنځ ايډيالوژيکي توپيرونه به کم وي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040