د ملي يووالي د ټينګښت په موخه د يوې کاغذ قيچي کوونکې هڅې

cri     (GMT+08:00) 2009-09-11 09:52:48

 معلومه ده چې د شينجيانګ اويغوري خپلواکه سيمه په خپل جوړښت کې يوه لويه کورنۍ ده چې د ډېرو قومونو وګړي پکې د سولې په فضا کې

ګډ ژوند کوي. په ارومچي ښار کې يوه تقاعد شوې ښوونکې شته چې وانګ ګه نومېږی او د کاغذ قيچي کولو له لارې د ملي يووالي خپروونکې ده. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دې په اړه په زره پوری کيسې وړاندې کړم.

مېرمن وانګ ګه په شينجيانګ کې زېږېدلې او پنځه دېرش کاله مخکې د چيني ژبې، انځور او موسيقۍ په شمول د درس ورکولو دنده په غاړه واخيستله . د خپلو کارونو په ترڅ کې وانګ ګه په دې ښه پوه شوه چې د زده کوونکيو پاملرنې د جلبولو لپاره بايد د دوی علاقې او ذوقونه لوړ شي. نو وانګ ګه د کاغذ قيچي په زده کړې پيل وکړ. هغې خبريال ته وويل (اواز١)

د بېلګې په توګه، د چيني ژبې د لغتونو د ور زده کولو په ترڅ کې مې د کاغذ قيچي له لارې د هر لغت د بڼې او شکل ځانګړتياوې څرګندې کړې ځکه چې چيني کرکټرونه تصويري خطونه دي. نو زده کوونکي سمدلاسه دغه لغات په ښه ا و اسانه توګه پيژني .

په دې توګه وانګ ګه په قيچي د چيني ژبې له شپږويشتو لاتيني حروفونو څخه د غوايی او پسه په شمول رنګارنګ ګڼ شمېر انځورونه جوړ کړي دي.

په ٢٠٠٠کال کې وانګ ګه تقاعد شوه او ورپسې يې د هېواد زياتو ځايونو ته سفرونه وکړل او د يو کال مودې د سفرونو په ترڅ کې د هېواد په شمالي شان شي ولايت کې د خپل کاغذ قيچي سويې د لوړولو لپاره د يوې ډېرې اوږدې مودې لپاره پاتې شوه. د دې لور جاو لو وويل (اواز٢)

زما مور له شان شي ولايت څخه کور ته تر راستنېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د شينجيانګ د ځانګړتياوې لرونکي کاغذ قيچی هنر جوړ کړي. هغه غواړي چې د کاغذ قيچي کولو له اثارو څخه د شينجيانګ ځانګړي قومي دودونه انځور کړي. د ډېرو کلونو د ښوونيزو تجربو له امله، ددې د سترګو ځير قوت ډېر کمزوری شوی دی او د کاغذ قيچي جوړونه پر سترګو منفی اغېزه کوي، نو په اول کې موږ د دې د کارونو ملاتړ نه کولو. خو زما د مور هوډ ډېر ټينګ و، په پای کې مو ور سره مخالفت و نه کړ.

له څو کلونو راهيسې، وانګ ګه په خپلو لاسونو د کاغذ قيچي ډيری اثار جوړ کړي چې ترې د شينجيانګ ښکلې منظرې او د وګړيو ښه ژوند ترسيميږي. پر دې سربيره، د اولمپيک لوبو د جوړيدو د هر کلي لپاره له لس مترو نه د کاغذ قيچي له يو اوږد اثر او د روښانه تاريخ په نامه د نوی چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې په موخه له يو بل اوږد اثر څخه د ملي يووالي غوره فضا ليدل کيږي. وانګ ګه وويل (اواز٣)

زه د شينجيانګ له قوي نڅاوو سره ډېره مينه لرم او د شينجيانګ وګړي ميلمه پال وګړي دي، خو په کاغذ قيچي کولو کې دا څنګه انځوريږي؟ زما په اند، کاغذ قيچي يوه ښه لار ده. زه غواړم د کاغذ قيچی له لارې د شينجيانګ په زړه پورې ځانګړتياوې انځور کړم.

د داو لانګ مايشلاپو په نامه يو نوی کاغذ قيچي اثر د دې د زياتو کوښښونو پايله ده. د دغه اثر له طرحې څخه د مالوماتو تر راغونډولو پورې څه نا څه يو کال لګېدلی. وانګ ګه خبريال ته وويل دغه اثر په شپږو برخو ويشل کېږي او تر اوسه پورې د شينجيانګ د دودونو، د ملي لږکيو موسيقي الو او نڅاوو هنر په اړه لومړۍ درې برخې بشپړې شوې او نورې درې برخې به د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو له دوديزو کاليو سره تړاو ولري.

د نوموړو لومړيو دريو برخو د بشپړېدو په وخت کې، د شينجيانګ په ارومچي ښار کې د جولای د پنځمې نېټې پېښه وشوه. وانګ ګه د مجرمينو د وحشيانه کړو وړو په ليدو سره ډېره غصه شوه او پرېکړه يې وکړه چې د کاغذ قيچي د هنر له لارې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو تر منځ د دوستۍ او يووالي احساسات ترسيم کړي . دې وويل (اواز٤)

د کاغذ قيچي له اثارو څخه زما احساسات په ښه توګه څرګندېدلی شي. په شينجيانګ کې د چين د لومړي لوی هان قوم وګړي بايد له بېلا بېلو ملي لږکيو سره يووالی وساتي، دا د شينجيانګ د پرمختګ بنسټ دی.

اوس کاغذ قيچی د وانګ ګه د ژوند يوه نه بېلېدونکی برخه ده او د دغه مهارت لا پسی خپرېدا د اوږدې مودې راهيسې د دې يوه بله موخه ده. هغه غواړي د داو لانګ مايشلاپو په نامه اثر د کاغذ قيچي پنځم نړيوال نندارتون ته د نندارې لپاره وليږي. باور دی چې دغه د ملي يووالي احساسات لرونکی اثر به په نوموړي نندارتون کې لا زيات نندارچيان راجلب کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040