د نړيوال پولي بحران په وړاندې د چين او پاکستان ترمنځ د سرحدی سوداګرۍ پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2009-09-02 16:57:33

ګرانو اورېدونکو، په ١٩٦٩ کال کې د چين د شينجيانګ د کشغر سيمې د پاکستان له شمالی سيمې سره پر رسمي سوداګرۍ پيل کړی دی . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به له ٤٠ کلونو وروسته د نړيوال پولي بحران په وړاندې د چين او پاکستان ترمنځ د سرحدی سوداګريزو حالاتو په اړه معلومات درته وړاندې کړو. د چين او پاکستان ترمنځ ځمکنی يوازی بندر يعنې د خونجرب بندر د ګمرک مشر شين جيان مين زموږ راډيو خبريال ته وويل

(اواز ٢)

د روان کال د مې له لومړۍ نېټې څخه تر جولای پورې د دواړو هېوادونو تر منځ د وګړيو د تګ راتګ انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٧٨ سلنه زيات شوی او د مالونو د وارداتو او صادراتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٠٢ سلنه زيات شوی دی. نو داسی ويل کېږي چې په ٢٠٠٩ کال کې د چين او پاکستان ترمنځ سوداګريزه اندازه د نړيوال پولي بحران په وړاندې نه يوازی نه ده ټيټه شوې، بلکې يی څه لوړه شوی ده.

ښاغلي شين جيان مين وويل د خونجرب بندر له پرانيستلو راهيسې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزی اړيکی په سالمه توګه پرمختګ کړی دی. په تېره بيا د ٢٠٠٧ کال په جولای کې د چين او پا

 

کستان ترمنځ د ازاد سوداګريز تړون له پلي کېدو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي او سوداګريز پرمختګ د تګلارو ښه ملاتړ تر لاسه کړی دی.

 

پاکستاني سوداګر سفر لله بيګ چې شل کاله مخکې يی په سرحدي سوداګريزو فعاليتونو پيل کړی، وويل (اواز ٣)

د چين له حکومت څخه مننه څرګندوم. په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د پاکستان سوداګرانو ته ځانګړی امتيازی تګلاری برابرې کړی دی.

د يادې شوی ځانګړې امتيازي تګلارې له مخې، د چين او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې اوسېدونکي کولای شی چې د حکومت له مقرراتو سره سم په يو شمېر بازارونو کې د ټاکلې اندازې د توکيو تبادله تر سره کړی او په دغه سيمه کې د چين او پاکستان تصدۍ د پانګونو امتيازات هم لري. په کشغر سيمه کې د چين او پاکستان د دوستۍ سوداګرۍ د محدود شرکت مشر يوان يو جيون د دغې تګلارې ستاينه وکړه. د ده په اند په دې وروستيو کلونو کې د چين او پاکستان په سرحدي سيمه کې سوداګريزو حالاتو ښه پرمختګ کړی دی . د بېلګې په توګه د ٢٠٠٥ کال په دوهمې نيمايی کې دده شرکت سوداګريزه ارزښت ٤٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلې او په ٢٠٠٨ کال کې دغه اندازه ١٦٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی وه .

ښاغلي يوان يو جيون خبريالانو ته وويل که څه هم اوس دده شرکت د نړيوال پولي بحران له منفی اغېزو سره مخامخ شوی، خو هغه د چين او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر راتلونکی پرمختګ باندې پوره باور لري.

هر کال د پاکستان سوداګرانو زيات شمېر ډلې د شينجيانګ په کشغر او اوروموچي ښارونو کې په اقتصادي او سوداګريزو نندارتونونو او غونډو کې ګډون کوي . د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د رئيس مرستيال هو وی په دی وروستيو ورځو کې خبريالانو ته وويل په اوروموچې کې د اتلسمې دورې اقتصادي او سوداګريز نندارتون د سپتمبر په لومړۍ نېټه پرانيستله شوی او زيات شمېر پاکستاني سوداګرانو هم په کې ګډون درلود.

(اواز ٤ )

په دې وروستيو کلونو کې د هر کال په سپتمبر کې پاکستان خپلې سوداګريزې ډلې استولی چې په اوروموچی په اقتصادي او سوداګريزه غونډه کې ګډون وکړی . بر سېره پر دې زيات شمېر پاکستاني سوداګرانو د هر کال د جون په ٢٨ نېټه په فعاله توګه په کشغر کې د منځنۍ جنوب لوېديځې اسيا د اقتصادي او سوداګريزې تبادلې په نندارتون کې هم ګډون کړی وو.

چين او پاکستان داسی دوست ګاونډي هېوادونه دي چې اړيکې يې په هېڅ ډول ناوړو حالاتو کې هم سستې او سړې نه شي او د دواړو هېوادونو د کوښښونو له امله د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې په پر له پسی توګه پرمختګ کړی او کوی يې. موږ باور لرو چې دواړو خواوو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې له امله به د چين او پاکستان ترمنځ سرحدي سوداګريزې همکارۍ ورځ په ورځ لاپسې پياوړې شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040