د جو يو جين له خوا ويل شوی ولسي سندرې

cri     (GMT+08:00) 2009-09-05 20:31:13

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د مشهور سندرغاړی جو يو جين له خوا يو شمېر په زړه پورې سندرې وړاندې کړو. لومړی به موږ په ګډه د جو يو جين له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يی دی اسونه پلورل.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د جو يو جين له خوا يوه ويل شوی ولسي سندره واورېده چې د چين په منځنۍ جنوب هو بی ولايت کې ډېره مشهوره ده. جو يو جين په ١٩٥٦ کال کې په هو بی ولايت کې زېږېدلی دی. هغه په ١٩٨٤ کال کې د وو هان د موسيقۍ پوهنځی د سندرو ويلو له څانګې څخه فارغ شو او د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه يې د هېواد د ځوانانو د سندرو ويلو د تلويزيوني سيالۍ په ګډون د هېواد په بېلا بېلو سياليو کې جايزې تر لاسه کړی دي.

(سندره ٢)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د جو يو جين له خوا د هو بی ولايت يوه غرنی سندره واورېده . د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه دده له خوا

 

يوه ويل شوی ولسي سندره واورو چې نوم يی دی په مارچ کې د چای باغ .

(سندره ٣ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040