ښوونځی ته د لي چينګ مينګ لار

cri     (GMT+08:00) 2009-09-07 18:38:36

 لي چينګ مينګ چې عمر يې شپاړس کلن دی، د چين د ګان سو ولايت د بای ينګ ښار د منځنی ښوونځی د لومړنې دورې يوه زده کوونکې ده. د ده کور په غرنی سيمه کې دی او کورنۍ يې نسل په نسل په کرنې بوخته ده. پخوا نژدی و چې لي چينګ مينګ د کورنۍ د بي وزليتوب له امله د زده کړې فرصت له لاسه ورکړ. خو د چين حکومت هغه تګلارې د زده کړې په برخه کې له لي چينګ مينګ سره مرسته کړې ده چې دری کاله مخکې پلی شوې ده. نو په نننۍ کړۍ به تاسو ته د لي چينګ مينګ په اړه لنډ مالومات وړاندی کړم.

لي چينګ مينګ د يادې شوي تګلارې د يادونې په وخت کې وويل 

د زده کړې په اړه زموږ ټول لګښتونه وړيا دي. د دې ترڅنګ ښوونځی هره مياشت اويا يوانه مرستندويه پيسې راکوي. دا په کليوالو سيمو کې زما په شان د خوارو زده کوونکو لپاره ډېر اهميت لري.

له دغې تګلارې څخه چې څو کاله مخکې ګام په ګام د چين په کليوالو سيمو کې پلی شوی دی، څرګندېږي چې د چين په کليوالو سيمو کې د اجباری ښوونې په موده کې ښوونه وړيا ده او دا د چين د ښوونيزو چارو د پرمختګ په شلو کلونو کې يو لوی کيفی بدلون دی.

شپېته کاله مخکې د نوي چين د جوړيدلو په پيل کې د چين اتيا سلنې وګړي بی سواده وو. په لومړيو ښوونځيو کې د ماشومانو د شامليدو انډول شل سلنه او په منځنيو ښوونځيو کې دغه انډول يوازی شپږ سلنه و. نو د اساسي ښوونې تعميم د بېلا بېلی دوری حکومتونو په کارونو کې د مهم ټکي په توګه ګڼل کېږي.

د چين حکومت په ١٩٨٦ کال کې د اجباري ښوونې په اړه يو قانون خپور کړ چې له مخې يې د نهه کلنې اجباری ښوونې نظام جوړ شوی دی. له دې وروسته په چين کې اساسي سوونيزو چارو چټک پرمختګ موندلی دی. د ٢٠٠٧ کال تر پايه پورې، د چين په سلو کې د نهه نوي اعشاريه دری ماشومانو د اجباري ښوونې له نظام څخه ګټه اخېستې ده. تر ٢٠١٠ کاله پورې به دغه نظام په ټول چين کې تعميم شي.

لي چينګ مينګ د دغې تګلارې د پلی کېدو نه مخکې د حالت د يادونې په وخت کې وويل 

د دغې تګلارې د پلی کېدو نه مخکې مو هر کال څه باندې څلور سوه يوانه تعليمی لګښت ورکاوه او د ژوند د لګښت په ګډون ټول لګښتونه مو له يو زر يوانو څخه اوښتی و. زما کور بی وزلی دی، نو د دغو لګښتونو د ادا کولو توان يی نه درلود.

په ٢٠٠٦ کال کې د چين حکومت د اجباري ښوونې په اړه قانون تنظيم کړ چې د اجباري ښوونيز نظام د پلی کولو لپاره لازم پيسې د دولت په ملی بودجه کې برابرېږي. د دغې تګلارې سره سم په کليوالو سيمو کې د لومړی او منځني ښوونځي زده کوونکي نه يوازی له وړيا زده کړې څخه برخوردار دي، بلکې د ژوند مرستندويه پيسې هم لاس ته راوړي.

د لي چينګ مينګ مور وويل

دغه تګلارې زموږ د کورنۍ پر غاړه بارونه کم کړې دي. ډير خوشحاله يو چې حکومت زموږ لپاره دغه شان ښه تګلاره جوړ کړې ده.

د وو چوان په منځني ښوونځي کې څه باندې پنځه سوه تنه زده کوونکي د لي چينګ مينګ په شان له دغې تګلارې څخه ګټه اخلي. د چين د ښوونې وزارت د شمېرنې سره سم، په ٢٠٠٧ کال کې لږ تر لږه پنځلس زره مليونه تنه زده کوونکی له دغه نظام څخه برخمن وو.

اوس د وو چوان منځني ښوونځی ښوونيز چاپيريال هم ښه شوی دی. د دغه ښوونځي د دفتر مشر ګاو بينګ وي په خوشحالۍ سره وويل

د دغې تګلارې په رڼا کې په کليوالو سيمو کې د زده کوونکو فشارونه کم شوي او د زده کړې په اړه د دغو زده کوونکو او د دوی د کورنيو جذبات هم لوړ شوي دي. زموږ د ښوونځي په چاپيريال کې د حکومت د مرستې له لارې لوی بدلونونه رامنځته شوي دي.

په تېرو شپېتو کلونو کې چين له يو بی وزلی هېواد څخه د ښوونې په يو لوی هېواد بدل شوی دی. په بله ژبه اکثر زده کوونکي له وړيا ښوونې څخه ګټه اخلي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040