چين به د مالي تګلارو اتصال او ثبات وساتي

cri     (GMT+08:00) 2009-09-09 12:07:53

د نړيوال پولي بحران له رامنځته کېدو وروسته چين فعالې مالي تګلارې پلې کړی دي چې تر اوسه پورې يې ښه برياليتوبونه تر لاسه کړی دی. په دې وروستيو ورځو کې د چين د ماليې وزير شيه شو ژن خبريالانو ته وويل چين به په راتلونکی کې په پر له پسې توګه د مالي تګلارو اتصال او ثبات وساتي.

د نړيوال پولي بحران د رامنځته کېدو څخه يو کال وروسته له يو لړ اقتصادي شمېرنې سره سم چين خپل اقتصادي حالات اعاده کړي دي. د روان کال په دوهمې درېيو مياشتو کې د چين د داخلي توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله اووه اعشاريه نهه سلنه زيات شوی دی.

د چين د ماليی وزير شيه شو ژن وويل (اواز ١)

د ماليې څانګو فعالې مالي تګلارې پلې کړی او يو لړ مشخص تدبيرونه يې نيولی دی چې د عمومي ابادۍ د تامينولو لپاره د حکومت عامه پانګې زياتی کړی . د تېر کال په وروستيو درېيو مياشتو کې د نويو کورونو د ابادۍ او زلزله ځپلو سيمو کې د بيا ابادۍ پانګې ١٠٤ مليارډ يوانو ته رسېدلی وې. بر سېره پر دې ، موږ د مالياتو د اصلاحاتو په بهير کې هم د مالياتو د کمولو لپاره نوی تګلاری پلی کړی کوم چې د تصديو او اوسېدونکو بارونه په دې هکله کم شوی دی.

بر سېره پر دې له پولي بحران سره د مقابلې په هکله د چين توان د اقتصاد له عمومي قدرت سره نژدی اړيکې لري . د خبر له مخې، د نوي چين د جوړېدو په پيل کې په ١٩٥٠ کال کې د مالي عايدات يوازې ٦ مليارډ او ٢ سوه مليونه يوانه وو . په ٢٠٠٨ کال کې دغه شمېر له ٦ زره مليارډ يوانو څخه اوښتې او د ٢٠٠٩ کال په پای کې به يې ٦ زره ٦٢٠ مليارډ يوانو ته ورسېږي. ښاغلي شيه شو ژن وويل د مالي څانګو کارونه د هېواد مالي چارې ادارې او د خلکو لپاره خدمتونه کول دی چې ستر مسؤليت په غاړه لري .

د چين د مالي عايداتو د زياتوالې په وخت کې د چين مالي تاديات هم ورځ په ورځ زيات شوی چې د ١٩٥٠ کال له ٦ مليارډ او ٨ سوه مليونو يوانو څخه د ٢٠٠٩ کال له بودجی سره سم ٧ زره او ٦٢٠ مليارډ يوانو ته رسېدلې دی چې يو زر يو سل او شل ځلی زيات شوی او د چين د اقتصادي او ټولنيزو چارو د پرمختګ لپاره يې مهم رول لوبولی دی . په عين وخت کې د چين د مالي تادياتو جوړښت هم په پر له پسی توګه بدل شوی چې د خلکو د ژوند د ښه والی لپاره عامه توليدات او خدمتونه پياوړی کړی دی .

(اواز ٢ )

روان کال د ښوونې، روغتيا ، ټولنيز ضمانت او کلتور په ګډون د وګړيو د ژوند په اړه د مرکزي مالي بودجی مستقيم تاديات ٧٢٨ مليارډ ٥ سوه مليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ٢٩ اعشاريه ٤ سلنه زيات شوی دی.

بر سېره پر دې، د چين د اقتصادي پرمختګ په بهير کې بايد په کليوالو سيمو کې د اقتصاد د چټک پرمختګ او د بزګرانو د عايداتو د زياتوالې په اړه مسئلې هم حل شي. په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت په پر له پسې توګه کليوالو سيمو ته لازياتې مالي پانګې برابرې کړی چې نه يوازې د کرنې ماليات يې لغوه کړی، بلکې بزګرانو ته يې ډول ډول مستقيمې مالي مرستې هم برابرې کړی او د کرنيزو چارو د بنسټيزو تاسيساتو ابادی يې هم پياوړی کړی . ښاغلي شيه شو ژن له مالي څانګو څخه غوښتنه وکړه چې په پر له پسې توګه کليوالو سيمو ته لازياتې مالي پانګې برابرې کړي .

(اواز ٣ )

موږ به د هېواد په لس سلنې کليوالو سيمو کې د زړو وګړيو د نوي ډول بيمې اصلاحات تر سره کړو چې په تاريخ کې به ستر اهميت ولري.

دا يو سخت کار دی چې په ښه توګه د چين د مالي اداری کارونه تر سره کړي. اوس د نړيوال پولي بحران منفی اغېزه لاهم شته، ښاغلي شيه شو ژن وويل

(اواز ٤ )

موږ بايد فعالې مالي تګلارې پلې کړو او د اقتصاد د چټک پرمختګ او د وګړيو د ژوند د ضمانت او ښه والی لپاره په پر له پسې توګه هاند او کوښښ وکړو .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040