د لومړي ځل لپاره روژه نيسم

cri     (GMT+08:00) 2009-09-09 17:47:21

د چين د مسلمانانو پروګرام اورېدو ته مو هر کلی کوم .زمونږ د پروګرام په پيل کې لومړی مسلمانو دوستانو ته سلامونه وايم .د روژې نيول يو داسې مذهبي درس دی چې خدای د هر مسلمان لپاره جوړوي. مسلمانان د ډېرو مذهبي درسونو د تر سره کولو وروسته د خدای مينې تر لاسه کوي .نو د لومړي ځل لپاره د روژې نيول پر هر مسلمان ژوره اغيزه کوي . په ننني پروګرام کې به تاسو ته دوه هغه مسلمانان ور پېژنم چې د لومړي ځل لپاره روژه نيسم.

(اواز........) اسلام عليکم ! زه ما ون هوي او ١٢ کلن يم .

همدااوس ١٢ کلن هلک ما ون هوي مونږ ته سلامونه وايي. له اسلامي انضباط او دوستورونو سره سم ١٢ کلن مسلمان هلک د لومړي ځل لپاره د روژې نيولو دنده پر غاړه لري . ما ون هوي د هوي قوم په يوه مسلمانه کورنۍ کې زيږېدلی او د شان دونګ ولايت د چو فو ښار په لومړي قومي ښوونځي کې زده کوي . هغه د لومړي ځل لپاره د روژې نيولو د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز............) هره ورځ سهار وختی په څلورو يا پنځو بجو زما د مور په غږولو سره له ويښه را پاڅيږم او ور پسې پر پلار پسې د روژې نيولو قرائت کوم او بيا ډوډۍ خورم .په ورځ نه يوازې ډوډۍ نه خورم بلکې اوبه هم نه څښم .د روژې په پيل کې د روژې نيول زما لپاره يو ستونزمن کار دی ، خو اوس حالت می مناسب شوی دی.

که څه هم ما ون هوي په يوه دوديزه مسلمانه کورنۍ کې زيږېدلی و، د پلار و مور ګفتار او کردار يې پر اسلامي دين د عقيدې لرلو په لور ور سره ډېرې مرستې کړې دي. دده پلار وويل :(اواز..........)زما پلار له ماشومتوب څخه له ما څخه د روژې نيولو غوښتنه وکړه ، نو له اولادونو څخه مې د روژې نيولو جدی غوښتنه کړی چې له امله يې د دوي ښه عادت جوړ شوی دی . هره شپه مې د ډوډۍ خوړلو وروسته اولادونو ته د اسلامي دين بنسټيزه پوهنه ور کوله.

د خپلې کورنۍ د لارښوونې له امله ما ون هوي په خوښۍ سره د لومړي ځل لپاره د روژې مياشت تيروي. .خو د ٢٦ کلن ځوان ماو لپاره د لومړي ځل لپاره د روژې نيول يو مشکل کار دی . ځکه هغه د هان قوم په کورنۍ کې زيږيدلی و، خو د نورو مسلمانانو تر اغيزو لاندې له امله د روان کال په جولاۍ کې پر اسلامي دين باندې پر عقيدې لرلو پيل وکړ. نو هغه د لومړي ځل لپاره د روژې نيولو له زياتو ستونزو سره مخامخ دی . ده وويل (اواز...........) زه د روژې نيولو په ترڅ کې له زياتو ستونزو سره مخامخ يم ، ځکه چې زما په شاوخوا سيمه کې مسلمانان ډېر لږ دي ، نو هره ورځ د روژې له پای ته رسېدو وروسته په اسلامي راستورانټ کې ډوډۍ خورم يا خواړه کور ته وړم . که څه هم په شاو خوا سيمه کې مسلمانان لږ دي، خو د لمونځ لپاره خپل ځان جومات ته ځم او د اسلامي دين انضباط او د قران کريم ځيني کيسې اورم . هره جمعه جومات ته ځم .

ښاغلي ماو وويل ، که څه هم په شاو خوا سيمه کې ډېر لږ مسلمانان شته خو د ده د يو دوست پلار مسلمان دی چې هره ورځ د ګرځند ټليفون په وسيله ده ته د قران کريم څو مبارکی ايتونه ورکوي . د دې ترڅنګ د ده مسلمان دوستان هم ور ته ډېره پاملرنه کوي اوهره ورځ د تلفون په وسيله سلامونه وايي چې دا پر روژې نيولو باندې د ده د ټينګار لپاره يو مهم لامل دی.

د روژې مياشت نيمه برخه تېره شوې ده . د هغو مسلمانو دوستانو لپاره چې د لومړي ځل لپاره روژه نيسي، پوهنه يې زياته او روحيه يې پاکه شوې ده . د ما ون هوي ښوونکي زمونږ خبريال ته وويل (اواز............) زما په أند د روژې نيولو له لارې د ماشومانو اراده ټينګه شوې او د زده کړې اهميت ښه پېژندلی دی ، د روحيې يا بدن له پلوه ده د روژې له نيولو څخه ډېرې ګټې اخيستې دي.

ښاغلي ماو هم خبريال ته وويل چې که څه هم په تېرو لسو ورځو کې د روژې نيولو په ترڅ کې له زياتو ستونزو سره مخامخ و، خو زياتې ګټې او خوشحالتوب يې تر لاسه کړی دي . هغه وويل (اواز.............) په تېرو څو ورځو کې د روژې نيولو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته ډېر وياړ وم، ځکه چې د روحي سويه لوړه شوې ده او ځاني باور ټينګ شوی دی . د ١٥ ساعتو لپاره د روژې نيولو وروسته کله چې خواړه خورم يا اوبه څښم ، نيکمرغی او خوشحالتوب احساسوم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040