د خپل منځي يووالي د ساتلو لپاره د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د وګړيو هڅې

cri     (GMT+08:00) 2009-09-11 09:55:47

 د شينجيانګ د شپاړس لکو مربع کيلو مترو په پراخوالی ځمکو کې د اووه څلويښتو قومونو څه نا څه شل مليونه تنه وګړي ګډ ژوند کوي. په دې وخت کی چې د بېلا بېلو قومونو وګړي د شينجيانګ د پرمختګ لپاره کوښښونه کوي، د قادير ربيه په مشرۍ ملي بېلتون غوښتونکيو په ارومچي ښار کې د جولای په پنځمه نېټه ترهګره پېښه جوړه کړې ده. خو د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي اوس لا هم د شينجيانګ د پرمختګ، ثبات او يووالي د ساتلو لپاره کوښښونو ته دوام ور کوي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ملي يووالي کيسې وړاندې کړم.

شپېته کلن عبدالله عبدالوايت له شينجيانګ پوهنتون څخه يو تقاعد شوی ښوونکی دی. هغه له خپلي مېرمن اواخان سره هره ورځ د راډيو او تلويزون له لارې کورني او بهرني خبرونه اوري. د جولای په پنځمه نېټه يې په خپلو سترګو د مجرمينو بدنام کړه وړه وليدل او ډېر غصه شول. عبدالله وويل (اواز١)

مرکزي حکومت او د شينجيانګ ځايي حکومت د شينجيانګ د سمسورتيا او د بېلا بېلو قومونو وګړيو د ژوند د ښه والی لپاره ډېر کوښښونه او خدمتونه کړي دي. زه په ارومچي کې د څه نا څه څلويښتو کلونو لپاره کار کړی او په خپلو سترګو مې ليدل چې د شينجيانګ هره چاره د ښه کېدو په حال کی ده.

ښاغلي عبدالله خبريال ته وويل د تېرې پيړۍ په اوومه او اتمه لسيزه کې د دوی عايدات يوازی شل ګونه يوانه وو او د ژوند د اساسي اړتياوو د پوره کولو لپاره پيسې له مشخص پلان سره سم ولګولې شوې. اوس د دوی د دواړو د تقاعد عايدات څو زره يوانه دي او ژوند يې ډېر ښه شوی دی. د ده په اند، هر کس بايد په غټو سترګو د شينجيانګ چټک پرمختګ وګوري.

د جولای د پنځمې نېټې پېښې په ترڅ کې عبدالله او اواهان په بيړنيو حالاتو کې د هان قوم دوه ټپيان شوي ځوانان په خپل کور کې پټ کړي، ټپونه يې پاک کړی او د دوی لپاره يې ډوډۍ او د خوب ځای تياري کړی دی. اواهان د دوو ځوانانو د وارخطائې بڼې په ليدو سره ډېره غمجينه شوه. دې وويل (اواز٢)

موږ د يوې کورنۍ غړي يو او بايد يو له بل سره مرسته وکړو. زموږ د هېواد شپږپنځوس قومونه لکه په بڼ کې رنګارنګ ګلونه دي چې د ښکلې منظرې د جوړولو لپاره بايد په ګډه غوړېږي.

د شينجيانګ د يو مليون او شپږ لکو مربع کيلو مترو په پراخوالي سيمه کې د اووه څلويښت قومونو وګړي د سولې په فضا کې ژوند کوي او د دغې سيمې د پرمختګ لپاره خدمتونه کوي. ښاغلي عبدالله وويل (اواز٣)

زه په ارومچي ښار کې له خپلو دوستانو سره ډېرې ښې اړيکې لرم. د جشنونو په ورځو کې د بېلا بېلو قومونو وګړي سره راغونډېږي او په ګډه او خوشحالۍ سره جشنونه نمانځي. کله چې زه ناروغ شوم، ملګری مې سمدلاسه زما د حال احوال پوښتنه کوله. نو دا يو واقعيت دی چې د هان قوم له ملي لږکيو سره نه بېلېدونکی دی.

د جولای د پنځمې نېټې پېښه د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړيو د نفرت سبب وګرځېد او په دې توګه له دغه ښار سره د دوی مينه زياته شوی ده. د چين په لوېديځ کې د مهمې کرکۍ په توګه، اوس د ارومچي رول د زياتېدو په حال کی دی او د بېلا بېلو قومونو وګړي هم د خپل ښار د ابادۍ او سمسورتيا لپاره هڅه کوي. (موسيقی)

درنو اورېدونکو، همدا اوس مو د ملي يووالی او همغږی پرمختګ ستاينې په نامه د شينجيانګ د مقام هنري پلاوی لخوا ويل شوی يوه سندره واورېدله . د مقام هنر د شينجيانګ دوديز هنر دی او د ويغوري موسيقی سرچينې په توګه بلل کېږی. په دغه سندره کې ويل کېږی: موږ په غم او ښادی کې شريک يو. د هېواد د اولادونو په توګه، د خپل وطن سمسورتيا زموږ ګډه هيله ده. که څوک غواړي ملي يووالی ويجاړ کړي، موږ به ور سره ټينګه مبارزه وکړو.

د شينجيانګ د هنر او کلتور ادارې مشر وانګ شو شنګ د مقام هنر په اړه وويل (اواز٤)

د مقام موسيقی د وګړيو ډېره خوښه ده. نن ورځ د مقام هنر ته نوی محتويات ور کړل شوي او د دغه هنري شکل له لارې وګړي تشويق کېږی. په تېره بيا د جولای د پنځمې نېټې پېښې له امله د بېلا بېلو قومونو وګړيو زړونه زيانمن شوي، نو د مقام هنر کارونه لازمه ده چې د وګړيو زخمونه جوړيدای شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040