په تېرو شپېتو کلونو کې د بېجينګ ښار GDP څه دپاسه درې سوه ځله زيات شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2009-09-13 19:17:34

ګرانو اورېدونکو، السلام عکليم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د بېجينګ ښار د شمېرنې ادارې د اګست په اته ويشتمه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړې او ور څخه څرګندېږي چې د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې د بېجينګ ښار اقتصاد چټک پرمختګ کړی او عمومي توان يې هم په څرګند ډول لوړ شوی دی. تېر کال د بېجينګ ښار GDP له زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی چې د شپېتو کلونو مخکې يې څه دپاسه درې سوه ځله زيات شوی دی. د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ!

د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې د هېواد اقتصادي چارو ستر او وتلي برياليتوبونه تر لاسه کړي، اقتصادي جوړښت غوره شوی، توليدي قوه ډېره پياوړې شوی، بازاري نظام بشپړ شوی او بهرنۍ سوداګرۍ هم چټک پرمختګ کړی دی.

( لومړی اواز)

د اړوندې شمېرنې له مخې، په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ ښار GDP له زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی او يو زر او اته څلويښت مليارډ او اته سوه مليونو يوانو ته رسېدلی دی. دغه شمېر د ١٩٥٢ کال په پرتله درې سوه او اتلس ځله زيات شوی دی. د دې تر څنګ په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو راهيسې د بېجينګ ښار بهرنۍ سوداګرۍ هم چټک پرمختګ کړی دی. په ٢٠٠٨ کال کې د دغه ښار د صادراتي او وارداتي عمومي ارزښت اتيا مليارډ امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د لومړي سر په پرتله نژدې درې سوه ځله زيات شوی دی.

د امريکا د فوربس مجلې څو ورځې وړاندې يو ليست خپور کړ چې په کې بېجينګ ښار د شيانو اخيستلو په برخه کې د ټولې نړۍ پنځلسم لوی ښار بلل کېږي. د بېجينګ ښار د سوداګريزو چارو کمېټې مطبوعاتي وياند ښاغلي شو کانګ د سي ار ای خبريال ته وويل چې په وروستيو څو کلونو کې د بېجينګ ښار اقتصادي قوه او د ورخلاصون سويه په پر له پسې توګه پياوړې او لوړه شوې ده.

( دوهم اواز)

د روان کال تر لومړۍ نيمايي پورې د بېجينګ ښاروالۍ له خوا د منظور شويو بهرنيو تصديو شمېر نژدې دېرش زرو ته رسېدلی دی. د بېجينګ ښار د نړيوال کېدو سويه هم ډېره لوړه شوې چې په بېجينګ کې د پرچون خرڅلاو د بهرنيو تصديو د ننوتلو لپاره زياتې انسانتياوې برابرې شوې دي.

د اقتصادي پرمختګ تر څنګ د بېجينګ ښار د اوسېدونکو د ژوند په حالت کې هم څرګند ښه والی راغلی دی. د نوي چين د جوړېدو په لومړي سر کې د اقتصادي چارو د وروسته پاتې کېدو له امله په بېلا بېلو ښارونو او علاقه داريو کې د اوسېدونکو عايدات ډېر کم وو او د وګړيو ژوند ډېر سخت و. د بېجينګ ښار يو اوسېدونکې اووه اويا کلنې سپين سرې ليو ګوی شيان په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

په هغه وخت کې ما ډېر بېوزلی ژوند تېراوه. له دې امله چې ما څو ماشومان لرل، خو عايدات مې ډېر کم و. نو د ډوډۍ خوړل زما لپاره حتی ډېر ستوزمن و.

په ١٩٧٨ کال کې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو راهيسې د هېواد عمده پرمختيايي دنده پر اقتصادي ابادۍ بدله شوې ده او د ولسي وګړيو ژوند هم ور سره په تدريجي توګه ښه شوی دی.

د بېجينګ ښار د شمېرنې ادارې مرستيالې مېرمن يو شيو چين وويل چې د عايداتو په زياتېدو سره د ولسي وګړيو استهلاکي لګښت هم زيات شوی دی. هغې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به د بېجينګ ښار د اوسېدونکو استهلاکي لګښت لا پيسې زيات شي او د صنعتي چارو جوړښت د تنظميولو لپاره به يو خوځنده ځواک برابر کړي.

ګرانو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040