چين د نويو کليو د ابادۍ په برخه کې وتلي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2009-09-13 19:28:50

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين يو چارواکي ښاغلي چن شي ون د سپتمبر په څلورمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې له دې وروستيو څلورو کلونو راهيسې چين د سوسياليستي نويو کليو د ابادۍ په برخه کې وتلي برياليتوبونه تر لاسه کړي او د کليوالو سيمو بڼه په څرګند ډول بدل شوې ده. د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

ما يان لين د چين په شمال لويديځ د ګان سو ولايت په دا پينګ کلي کې يو عام بزګر دی. دغه کلی تل د اوبو کمښت له ستونزې سره مخامخ دی، خو له ٢٠٠٦ کال راهيسې د دغه کلي په هر کور کې د باران د اوبو راغونډولو يو زيرمتون ډنډ جوړ کړی. دغه راز هر کله چې باوان اوري، بزګران به ټولې اوبه په خپل زيرمتون کې راغونډ وي او له دې امله د وګړيو او کورنيو حيواناتو د څښاک اوبو کمښت حالت تر ډېره ښه شوی دی. بزګر ما يان لين خبريالانو ته وويل

( لومړی اواز)

د اوبو د زيرمتون او ډنډ جوړول زموږ د غرنيو سيمو اوسېدونکو ته ډېرې زياتې ګټې رسولې دي. موږ پخوا تر ځمکې لاندې اوبه لټولې، خو لږ موده وروسته تر ځمکې لاندې اوبه هم کمې شوې دي. نن ورځ ما په خپل کور کې د اوبو يو زيرمتون ډنډ جوړ شوی دی چې موږ ته يې زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.

په حقيقت کې له دې وروستيو څو کلونو راهيسې د چيني بزګرانو لپاره د خوښۍ وړ کارونه ډېر دي. د بېلګې په توګه، په کليوالو سيمو کې زيات سړکونه جوړ شوي، د علمي پلانونو له مخې زيات کلي اوس بيا جوړ شوي او د زده کړې د لګښت په برخه کې د چيني بزګرانو د ماشومانو انديښنه هم لېرې شوې او په کليوالو سيمو کې د زړو کسانو طبي لګښتونه هم د ښاريانو په شان د حکومت له خوا ورکول کېږي. د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په څلورمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه چې په کې د چين د مرکزي حکومت د کليوالو چارو د مشرتابه ډلې مشر ښاغلي چن شي ون داسې څرکندونې وکړې.

( دوهم اواز)

له دې وروستيو څو کلونو راهيسې زموږ د کرنيزو توليداتو توليدي اندازه په پر له پسې توګه لوړه شوې چې دا د توليدي چارو د پرمختګ او د بزګرانو د ژوند سويې د لوړوالي معنی ورکوي.

په ٢٠٠٥ کال کې چين په رسمي توګه د سوسياليستي نويو کليو د ابادۍ تګلاره وټاکله. د دغې تګلاې له پلې کېدو راهيسې د چين حکومت هم يو لړ تدبيرونه نيولي دي. په ٢٠٠٦ کال کې چين په پوره توګه د کرنيزو مالياتو د لغوه کولو اعلان وکړ چې د چيني بزګرانو لپاره يې نژدې يو سلو شپېته مليارډ يوانه سپما کړي دي. برسېره پر دې، د مالياتو د لغوه کولو پر همدې مهال د بېلا بېلو کچو حکومتونو هم د بزګرانو هڅه کوي چې زياتې غلې دانې وکري.

ښاغلي چن شي ون په ډاګه کړی چې که څه هم چين د نويو سوسياليستي کليو په ابادۍ کې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو چين نهه سوه او پنځوس مليونه تنه بزګران لري. له دغه شمېر څخه څرګندېږي چې موږ به د نويو سوسياليستي کليو د ابادۍ په راتلونکې لار کې له لا زياتو ستونزو سره مخامخ وو. د نويو سوسياليستي کليو ابادي به يو اوږد بهير وی چې زموږ نه ستومانه کېدونکو کوښښونو ته اړتيا لري.

په همدې ورځ ښاغلي چن شي ون دې ته هم اشاره وکړه چې له وروستيو څو کلونو راهيسې په چين کې له ځمکو څخه د ګټې اخيستلو نظام په تدريجي توګه معياري کېږي. خو په ځينو ځايونو کې دغه حالت لا تر اوسه ليدل کېږي چې د بزګرانو ګټې زيانمنېږي. د چين حکومت دغه حالت ته زياته پاملرنه ورکوي او د دغه حالت د مخنيوي لپاره به اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

( درېيم اواز)

اوس موږ له دوو برخو څخه د ځمکو د استعمالولو نظام د بشپړولو لپاره کوښښ کوو. له يوې خوا اړوندې څانګې بايد پر خپل ځان جدي څارنه وکړي او د بزګرانو ګټې وساتي. له بلې خوا، موږ له ځمکو څخه د ګټې اخيستلو نظام اصلاحات پرمخ بيايو.

ګرانو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوو. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040