د ګامين ووډ په ښار کې د چين او مغولستان ترمنځ دوستانه اړيکې احساس

cri     (GMT+08:00) 2009-09-14 21:10:52

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ژوند په چين کې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. د مغولستان ګامين ووډ ښار او د چين د کورنۍ مغولستان د عليان هاوټ ښار دوه سرحدی ښارونه دي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ د ټينګېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د پياوړتيا په برخه کې يې مهم رول لوبولی او لوبوي يي. نو په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره د ګامين ووډ له ښار څخه ليدنه وکړم.

د ګامين ووډ بندر ښار د چين په مخامخ ډير لوی ځمکنی بندر دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنيزو لارو په اړه يوازنی بندر هم دی. دغه ښار او د چين د عليان هاوټ ښار د دواړو هېوادونو د سرحدي پولو په دواړو غاړو پراته دي چې واټن يې يوازی څلور نيم کيلومتره دی. د ګامين ووډ پراخوالی فقط نهه مربع کيلومتره او اوسيدونکی شمېر يې اته زره تنه دي.

د مالوماتو له مخې، د دواړو ښارونو ترمنځ سړک په ٢٠٠٦ کال کې په رسمي توګه په کار لويدلی او په مغولستان کې له هغه سړک سره اړيکې تړل شوې دی چې په ٢٠٠٥ کال کې د چين په مرسته جوړ شوی دی. دا د دواړو هېوادونوله ګمرکاتو څخه د موټرونو د ژر تېريدو لامل دی.

د کامين ووډ د اورګاډۍ سټېشن په وړاندی ډګر کې ډېر زيات بار يا مسافروړونکی موټرونه دريدلي دي. موټروال وويل

څلور پنځه کاله کېږي چې د مسافرينو وړلو په کارو بار لګيا يم، په تېره بيا د چين د پسرلنی جشن په موده کې له نورو وختونو نه ډير بوخت يم. هره ورځ به مې څو څو ځله د دواړو هېوادونو ترمنځ مالونه مسافرين وړل راوړل. زما په شان موټرونه زيات دي.

په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو له ګمرکاتو څخه د تېريدو د تشريفاتو د ساده کېدو له امله، لا زيات چينايان د مالونو د اخېستلو او د ځانګړی طبيعی منظرې د کتلو لپاره ګامين ووډ ته تللي وو چې دغه شمېر د زياتېدو په حال کې دی. ياد شوی ډګر نه يوازی د اورګاډۍ سټيشن دی، بلکې د دغه ښار د سوداګرۍ مرکز هم دی. سيلانی جاو جيان چې د چين د کورنۍ مغولستان له باو تو ښار څخه له خپلې مېرمن سره يو ځای د موټر چلولو له لارې عليان هاوټ ته راغلی، وويل چې د اړوندو تشريفاتو د ساده کېدو له امله يې څو څو ځله ګامين ووډ ته رسېدلی او په دغه ښار کې د مالونو اخېستلو له چاپيريال څخه راضی دی. ده وويل 

روان کال په ګامين ووډ کې د سړکونو او اساسي تاسيساتو د ابادولو په برخو کې لوي بدلونونه رامنځته شوي دي. کله چې د تېر کال په اکتوبر کې دلته راغلی يم،دغه سيوپرمارکيټ نه دی خلاص شوی. اوس مهال موږ په دې ښار کې ستونزمن نه يو او د مالونو له اخيستلو وروسته ژر بېرته کور ته تلی شو.

له چين سره د تګ راتګ د نژدې کېدو له امله په ګامين ووډ کې زياتره مغوليان د چيني ژبې څو جملې ويلی شي. سويولاما چې دوولس کلنه نجلۍ ده، له خپلو دوستانو سره په يو باغ کې لوبې کولې. کله چې چيني دوستان يي وکتل، په چيني ژبه سلامونه وويل. دې وويل 

السلام عليکم! زه سويولاما يم او عمر مې دوولس کلن دی. له پلار او مور سره می د چين له عليان هاوټ ښار څخه ليدنه کړې ده او په دغه ښار کې می په زړه پورې جامې اخيستلی دی. عليان هاوټ يو ښکلی ښار دی. ډيره مننه!

دغه راز د ګامين ووډ په نندارځی کې تل د مغولي د دودونو په اړه ننداره د يوې هنری ډلې مشر اوچګيريل وويل چې د مغولستان او چين د اړوندو څانګو مشرانو د دوی د نندارځي په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. ده وويل

ګامين ووډ زموږ د مغولستان د دروازې په توګه ګڼل کېږي. اوس دغه ښار يوه ازاده اقتصادي سيمه ده. موږ له حکومت سره يو ځای دغه هنری ډله جوړه کړې، څو چې د سيلانۍ چاری سمسورې شي. د مغولستان او چين د سيلانيزو چارو په اړه يو شمېر چارواکو او د عليان هاوټ د سيلانۍ څلورو ادارو مسؤلينو زموږ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او زموږ ننداره يي وکتله.

باور دی چې د دواړو هېوادونو خلک به د دواړو هېوادونو له لا ښې همکارۍ او تګ راتګ څخه ګټه واخلي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040