د چين د ټولنيز ضمانت چاری په ثابت ډول پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-09-16 11:08:42

د چين د انسانی زيرمې او ټولنيز ضمانت وزير ين وی مين د سپتمبر په ٩ نېټه په بېجينګ کې وويل د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې د چين د انسانی زيرمې او ټولنيز ضمانت چاری په پر له پسی توګه پرمختګ کړی او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړی دي. په تېره بيا په دې وروستيو کلونو کې د ټولنيز ضمانت د څو تګلارو د پلي کېدو له امله د چين په ښارونو او کليوالو سيمو کې زياترو اوسېدونکو ترې ګټې اخيستی او اخلی يی.

ښاغلي ين وی مين د سپتمبر په ٩ نېټه د دولتي شورا د اړوند دفتر په يوه مطبوعاتي غونډه کې د چين د ټولنيز ضمانت کارونو د اوسنيو حالاتو په اړه لنډ معلومات ورکړل.

(اواز ١)

اوس په چين کې د ګمارلو حالات په بنسټيزه توګه ثابت دي، د ټولنيز ضمانت نظام ورځ په ورځ بشپړ شوی، د کارکوونکو د اداری نظام اصلاحات په پر له پسې توګه پياوړی شوی او د غوره او بااستعداده کسانو ډلې د ابادۍ کارونو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی چې د بشری زيرمې او ټولنيز ضمانت نظام د هغه سيستم چوکاټ په بنسټيزه توګه جوړ شوی دی چې د سوسياليزم د بازاري اقتصاد له نظام سره سمون خوري .

 

د خبر له مخې، د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې په چين کې د هراړخيز ټولنيز ضمانت د نظام چوکاټ رامنځته شوی او د ٢٠٠٨ کال تر پايه پورې د ښارونو او ښارګوټو ٢٢٠ مليونو تنو زړو کسانو په بيمې کې ګډون کړی دی. بر سېره پر دی د ښارونو او ښارګوټو په بنسټيزې طبي بيمې کې د ګډون کوونکو او د کليوالو سيمو تر نوی کوپراتيفی طبي سيستم لاندی د وګړيو شمېر له يو مليارډ سلو مليونو تنو څخه اوښتی دی.

د روان کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه چين په رسمي توګه په کليوالو سيمو کې د زړو کسانو لپاره د نوي ډول ټولنيزې بيمې د ازموينې کارونه پيل کړی چې په روان کال کې به د هېواد د ولسواليو په کچه په لس سلنې اداری سيمو کې دغه نوې تګلاری پلی شي. ښاغلي ين وی مين وويل دا د کرڼی مالياتو د لغوه کېدو ، د وړيا اجباری ښوونې او په کليوالو سيمو کې د نوي ډول کوپراتيفی طبي نظام له جوړېدو وروسته د چين د حکومت يو بل مهم تدبير دی چې بزګرانو ته ګټې او اسانتياوې برابروی.

(اواز ٢)

د دغه نوي نظام جوړول د ټولنيز ضمانت سيستم د چټک بشپړېدو،له نړيوال پولي بحران سره د مبارزې او د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د تر سره کېدو لپاره يوه ستره تګلاره ده چې د کليوالو سيمو د اقتصادي پرمختګ او ټولنيزې همغږۍ لپاره به ستر رول ولري.

تر اوسه پورې د چين په کليوالو سيمو کې د هغو اوسېدونکو شمېر چې عمر يی له ٦٠ کلنۍ څخه اوښتې دی ، له سلو مليونو تنو څخه زيات شوی دی. د يادې شوی نوی تګلارې د پلي کېدو له لاری به د بزګرانو د ژوند سويه لوړه شي او د ښارونو او کليو ترمنځ واټن به کم شي.

په دې وروستيو کلونو کې د مالي عايداتو د زياتوالی له امله د چين عامه ماليی د ټولګټې او رفاهتو چارې ته لازياتې پانګې برابري کړی او په عين وخت کې د تصديو او د عامه ټولنو کارکوونکو د معاش د لوړتيا لپاره يې هم زياتې پانګې ورکړی دی. په ٢٠٠٨ کال کې په ښارونو او ښارګوټو کې د کارکوونکو منځنی کلنی معاش څه نا څه ٣٠ زره يوانو ته رسېدلی چې د ١٩٧٨ کال په پرتله څه د پاسه ٤٠ چنده زيات شوی دی.

د سپتمبر په دوهمه نېټه د چين د دولتي شورا د دايمي چارو په يوه غونډه کې په عامه صحی او بنسټيزو طبي يونټونو او نورو غير اداری مؤسسو کې د خدمتونو او برياليتوبونو له مخې د معاش ټاکلو نظام تصويب شوی دی. ښاغلي ين وی مين وويل (اواز ٣)

په غير اداری مؤسسو کې د خدمتونو او برياليتوبونو له مخې د معاش ورکولو د نظام پلي کېدل د عايداتو د ويشلو نظام د اصلاحاتو په بهير کې يوه مهمه برخه ده چې د هېواد د ټولنيزو چارو د پرمختګ او په يادو شويو مؤسسو کې د خيرښېګڼې خدمتي سويې د لوړتيا لپاره ستر اهميت لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040