چين په نړۍ کې د يو مسؤلانه هېواد په توګه رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2009-09-23 10:29:20

د نوي چين د جوړېدو له شپېتمې کاليزې راهيسې د هېواد مجموعي ځواک ورځ په ورځ لوړېږي چې چين نه يوازې د اقتصاد د ګډ پرمختګ او د ګردې کرې د اقليمي بدلون د مخنيوي، بلکې د سيمه ييزو مسئلو د حل و فصل لپاره د يو مسؤلانه هېواد په توګه خپل رول لوبوي.

د ٢٠٠٨ کال په سپټمبر کې نړيوال پولي بحران رامنځته شوی، چين له دغه بحران سره د مقابلې او د اقتصاد د هڅولو لپاره يو لړ پلانونه پلی کړي چې د هېواد د اقتصاد ثابت او سالم پرمختګ يې ساتلی او د ګردې کرې د اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي دي. په عين وخت کې چين د نړيوال پولي بحران د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې په بېلا بېلو فعاليتونو کې هم ګډون کړی او په فعاله توګه د سوداګرۍ د ساتنی له غوښتنې سره مخالفت کړی . د تايلنډ د صدراعظم د ماڼۍ وزير ويراچای د سي ار ای راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل (اواز ١)

زما په اند د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې د نړيوال اقتصاد په وړاندی يوه ستره ننګونه ده. چين په نړۍ کې مهم مقام نيسي ، چين د پانګونې او اقتصاد د ورخلاصون تګلاری پلې کړی او په پر له پسی توګه يې له بهرنيو هېوادونو سره د سوداګريز تګ راتګ اړيکې ټينګی کړی چې د نړيوال اقتصاد د اعادی لپاره به ګټور وي.

چين د يو پرمختيايي هېواد په توګه له هغو اصولو سره سم چې مسؤليت يې ګډ دی، خو توپيرونه هم لري ، د ٢٠٠٧ کال د جون په څلورمه نېټه د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره د چين لايحه خپره کړی او د انرژۍ د سپمولو او د شنو خونو ګازونو د خپرېدو اندازې د کمولو مشخصه موخه وړاندی کړی. دا د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره د پرمختيايي هېواد له خوا لومړۍ لايحه ده .د م م د چاپيريال په اداری کې د چين دايمي استازی جانګ مينګ د ٢٠٠٧ کال په جون کې په نايروبي کې د چين د حکومت ياده شوی لايحه بيان کړی او له ګردې کرې څخه يې غوښتنه وکړه چې په ګډه له اقليمي بدلون سره مقابله وکړي .

(اواز ٢)

د ګردې کرې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره نړيواله ټولنه بايد همغږۍ همکاری پياوړی کړي.

د مجموعي ځواک د لوړتيا له امله چين ورځ په ورځ د سيمه ييز ثبات او پرمختګ په برخو کې فعال رول لوبوي . چين پر دې ټينګار کوي چې له سياسي لاری د ايران ذروی مسئلې حل کړي او د سوډان د دارفور مسئلې په اړه د چين د ځانګړی استازی دفتر جوړ کړی چې دغی سيمې ته بشري مرستې برابرې کړي.

د م م په سوله ساتو چارو کې چين هم د يو مسؤلانه لوی هېواد رول لوبولی دی. د م م د سرمنشی د غوښتنې له مخې، چين له ١٩٩٠ کال څخه هر کال م م ته پوځي کتونکي استولی چې سوله ساتی دندی تر سره کړی. اوس په افريقا ، منځني ختيځ او لاتينی امريکا کې د چين سوله ساتی ځواکونه ميشت دي . بر سېره پر دی، د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې چين څه د پاسه سلو هېوادونو او سيمو ته مرستې برابری کړی. د ٢٠٠٩ کال په پيل کې په نړۍ کې د ای ډول اېچ يو ان يو والګي رامنځته شوی او په مکسيکو کې يې ډېر سخت او خطرناک حالت پېښ کړی،د چين حکومت د مکسيکو حکومت ته د ٥ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بيړنۍ مرستې برابرې کړې . د تېر مې په لومړۍ نېټه مکسيکو ته د چين د لومړۍ ډلې مرستندويه توکيو د رسېدو په وخت کې د دغه هېواد ولسمشر کالدرون پخپله هوايي ډګر ته ياده شوی بسپنې تود هرکلی وکړ. هغه په خپله وينا کې د چين له حکومت څخه مننه څرګنده کړه.

(اواز ٣)

زه د مکسيکو د خلکو او د حکومت په استازيتوب د چين له حکومت څخه مننه څرګندوم، په تېره بيا زموږ د خلکو د دايمي دوست له رئيس هو جين تاو څخه.

د م م سرمنشی بان کيمون د ٢٠٠٨ کال په جولای کې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه له چين څخه ليدنه وکړه . هغه وويل چين په نړۍ کې د يو مهم هېواد په توګه بايد لاستر رول ولوبوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040