د کورنۍ درې نسلونه د نوي چين له جوړېدو راهيسې د سپورتي چارو د پرمختيايي بهير شاهدان دي.

cri     (GMT+08:00) 2009-09-23 15:57:11

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر لومړۍ نېټه به د نوي چين د جوړېدو له شپېتمې کليزې سره برابره وی. د نوي چين له جوړېدو راهيسې بېلا بېلو چارو بې ساری برياليتوبونه تر لاسه کړي او سپورټي چارې همداسې دي چې بې شمېره غوره لوبغاړيو زيات نوي ريکارډونه جوړ کړي او پر يو سپورټي ځواکمن هېواد د چين د ګرځېدو لپاره يې مهم خدمتونه تر سره کړي دي. د دې تر څنګ په ملکي ټولنه کې پر سپورټي تمرينونو د ولسي وګړيو توده احساسات هم په پر له پسې توګه زيات شوي او ډول ډول سپورټي تاسيسات او اړوند خدمتونه هم په تدريجي توګه بشپړ شوي دي. د نوي چين د شپتېمې کليزې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته د سپورټ په اړه د هېواد د سترې څارنوالۍ پخواني مرستيال سپين ږيري جيانګ نان بو او د ده د کورنۍ په زړه پورې کيسه وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې له ما سره د پروګرام تر پايه پورې پاتې شئ!

سپين ږيری جيانګ نان بو سږ کال يو نوی کلن شوی، خو بدن يې لا هم ډېر روغ او جوړ دی. د تقاعد کېدو له شلو کلونو راهيسې هغه هره ورځ د څو کيلومترو لپاره پلې وهي او د زيات شعرونو د لوستلو او د چيني شطرنج د لوبولو له لارې خپل دماغ روزي. سپين ږيري جيانګ داسې معلومات موږ ته راکړل چې له لس ګونو کلونو راهيسې د هرې ورځې بدني روزنې له امله د ده بدني حالت ډېر ښه دی. د ده د ماشومتوب پر وخت په زياتو ښوونځيو کې سپورټي ډګرونه او اړوند سامان الات نه ليدل کېدل، نو ده او خپل دوستانو سره يو ځای پر واټونو او يا لارو کوچني بالونه لوبول. سره له دې چې شرايط په هغه وخت کې ډېر کمزوری وو، خو سپين ږيری جيانګ لا هم له سپورتي روزنې سره زياته مينه درلوده.

( لومړی اواز)

په هغه وخت کې زما بدن ډېر قوی و. په ژمي کې موږ په سړې اوبه ځان مينځل.

د سپين ږيري جيانګ لور مېرمن جيانګ يي د نوي چين د جوړېدو په همدې کال زو کړی چې سږ کال شپېته کلنه شوه. د دې په اند، د خپل پلار په پرتله خپل ماشومتوب ډېر نيکمرغه شوی دی. له لومړي ښوونځي څخه ښوونکيو زده کوونکيو ته لارښوونه ورکړه چې بايد د زده کړې تر څنګ بدني روزنې ته زياته پاملرنه ورکړي شي. د خپل پلار په اثار مېرمن جيانګ يي هم له سپورتي تمرينونو سره زياته مينه لري. د لومړي ښوونځي په دوهم ټولګي کې هغه د اتلاتيک په يوه ډله کې شامله شوه. د دې په منځني ښوونځي کې نه يوازې د باسکيټبال بلکې هم اتلاتيک ډګرونه جوړ شوي دي، د دې تر څنګ ښوونکيو کله کله له زده کوونکيو سره بهر ته تلل او غرونه يې اوچتول.

مېرمن جيانګ له پينګ پانګ سره ځانګړې مينه لري.

( دوهم اواز)

زه تر اوسه پورې له پينګ پانګ سره ځانګړې مينه ساتم. يوازې د پينګ پانګ ميز ګورم، نو بايد هرومرو يو څه لوبه وکړم.

اوس پنځه کاله تېر شوي چې مېرمن جيانګ تقاعد شوه. هغه لا هم هره ورځ سپورتي تمرينونه کوي. د دې په فکر د چين د سپورټي چارو پرمختګ له امله د ولسي وګړيو بدني حالت هم ډېر ښه شوی دی. دا د يوې همغږې ټولنې د ابادۍ په ګټه دي.

اووه ويشت کلن يو فنګ د سپين ږيري جيانګ نان بو لمسی دی چې اوس په يوه سپورټي مجله کې د يو ايډيتر په توګه کار کوي. هغه هميشته د بدني روزنې لپاره جمنازيوم ته ځي او کله کله له ملګريو سره باسکيټبال لوبه کوي. په ژمي کې هغه هم له ملګريو سره ګواښه ځای ته ځي او هلته سکي وهي. يو فنګ څرګنده کړه چې اوس مهال په ورځني ژوند کې سپورټ ورځ په ورځ مهم رول لوبوي چې د وګړيو د ساتېرۍ پر مهمې لارې چارې بدل شوی دی.

( څلورم اواز)

زما په منځني ښوونځي کې سپورټي روزنې زياته پاملرنه راجلب کړې ده او سپورټي پايله هم د زده کړې په عمومي نتيجه کې جمع شوې ده. که څوک ډېره بده سپورټي پايله لري، نو په يو ښه پوهتون کې نشی شاملېدای.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040