د شي شا په ټاپوګانو کې د کب نيوونکو ژوند

cri     (GMT+08:00) 2009-09-23 16:03:26

د شي شا ټاپوګان د چين په جنوبي سمندر کې پراته دي چې د چين د های نان له ولايت څخه يواځي دری سوه او دېرش کيلومتره واټن لري. دغه ټاپوګان له زياتو کوچنيو ټاپوګانو څخه عبارت دي او په شاوخوا کې د کبانو غوره سرچينه لري. د چين کب نيوونکي نسل په نسل د کب نيولو په چارو لګيا دي . خو د چين له سترې وچې څخه د ليری واټن له امله، په شي شا کې د کب نيوونکو د ژوند شرايط سخت وو. په تېرو څو کلونو کې د ځايي حکومت د پاملرنې او مرستې له امله، ددوي ژوند ښه شوی دی . نو په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای شي شا ټاپوګانو ته سفر وکړم.

بيړۍ د های نان ولايت د ون چانګ له ښار څخه د پنځلسو ساعتو د حرکت وروسته د شي شا لومړی لوي يونګ شينګ ټاپو ته ورسيده. دغه ټاپو يواځي دوه مربع کيلومتره پراخوالی لری او د يوې قمتي ډبرې په شان په شين سمندر کې طبيعت ته ښکلا وربخښي. کب نيوونکی فو ځای چوه او مېرمن يې د کلي په وړاندې د خبريالانو هر کلی وکړ. هغه د کب نيولو چارو د يادونې په وخت کې په خوشحالۍ سره وويل

په دې ځای کې کبان ډېر دي. موږ تل سهار د بيړۍ په چلولو سره سمندرته ځو او شپه بېرته راځو. هره ورځ څه باندې څو سوه کيلو کبان نيولی شو.

د فو ځای چوه له قوله، پخوا د کب نيولو وسايلو د وروسته و

 

الي له امله هر کال يوازي شل او يا دېرش زره يوانه ګټه واخيستله. خو اوس د عصري وسيلو د کارولو له امله د کب نيولو چاره او د دوی د ژوند سويه په لويه اندازه لوړه شوې ده. د دې ترڅنګ د بريښنا اړتياوې هم پوره شويدي، پخوا هغه جنراتور استعمالېده چې ظرفيت يې ډېر ټيټ و، نو په ټاپو کې د برېښنا اړتياوې نه شوای پوره کولی ،. په ٢٠٠٧ کال کې د های نان ولايت د اړوندو ټاپوګانو د کاري کميسيون د دغې ستونزې د ليری کولو لپاره په دغه ټاپو کې د ډيزلي جنراتورونه نصب کړي چې ظرفيت يې دری سوه کيلوواټه دی . بر سېره پردې، اړوندې خواوې پلان لری چې په دغه ټاپو کې د باد او لمر د انرژۍ په واسطه جنراتورونه ودروي چې د برېښنا د اړتياوو د پوره کولو په عين وخت کې چاپيريال هم په ښه توګه وساتل شي.

بر سېره پردې په دغه ټاپو کې د څښلو اوبه نشته . نو په ټاپو کې هر څوک د څښلو اوبه سپموي. ښاغلي فو ځای چوه وويل

هر څوک پوهېږي چې خوږې اوبه ډير قيمت دي ، نو ډير يې س

پموي . د ډوډۍ پخلی مخکې موږ لومړی د سمندری اوبو په وسيله سبزي او ورېجی مينځو او ورپسې په خوږو اوبو يې پخوو.

يادې شوي کميټې د خوږو اوبو د کمښت د حل و فصل پلان طرح کړی دی. څرنګه چې په ټاپو کې د برېښنا اړتياوې ليري شوي دي ، نو د سمندري اوبو د تصفيې کولو لپاره د اړتياوړ بريښنا هم پوره کيږي . د دغې کميټې د منشي مرستيال تان شيان کون وويل

اوس د سمندری اوبو څخه د خوږولو پلان جوړ شوی او بيه يې مناسبه ده چې د يو ټن سمندري اوبو د تصفيې بيه څه ناڅه پنځه يوانه ده. بر سېره پردې د ککړو اوبو د پاکولو پلان هم جوړ شوی دی چې پاکې شوې اوبه هم د ژوند لپاره هم استعماليږي. نو په راتلونکی کې به په ټاپو کې اوسيدونکي په اسانه توګه له خوږو اوبو څخه استفاده وکړي.

دغه راز، په دغه ټاپو کې د ډاکخانې او موبايل ټليفون د خدمت په پيل له نورو ځايونو سره د کب نيوونکو اړيکې ټينګې شويدي. له دې نه مخکې، کب نيوونکو يواځی په پوستخانه کې د ټليفون له لارې له نورو ځايونو سره تماس نيوه چې د هر دقيقی لګښت يې لس يوانه وو. نو د ولايت د حکومت د کوښښ له لارې، د چين دوو لويو مخبارتي شرکتونو په دغه پاټو کې خدمتي چارې پرانستلي دي.

د خوشحالۍ ځای دا دی چې د ٢٠٠٧ کال د جولاۍ په دېرشمه نېټه د يونګ شينګ په ټاپو کې د انټرنيټ يو مرکز پرانيستل شو. په دغه مرکز کې ديرش کمپيوټرونه شته. کب نيوونکی د کمپيوټر په وسيله انټرنيټ کاروی. شل کلن کب نيوونکي جي های وو وويل

که غواړم چې له دوستانو او ټولګيوالو سره تماس ونيسم، په انټرنيټ کې ورسره خبری کولای شم. ډيره اسانه ده او لګښت يې ټېټ دی. خو د ټليفون لګښت ګران دی.

اوس د شي شا په ټاپوګانو کې د کب نيوونکو ژوند د پخوا په پرتله ښه شوی او نور به ښه شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040