د منځني ختيځ د مسئلې څلورو خواوو له اسرائيلو او فلسطين څخه د خبرو اترو د ژر بيا پيل غوښتنه وکړه
د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي بان کې مون،د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلينټن،د روسيې د بهرنيو چارو وزير رافروف،د بهرنيو او امنيتي چارو په اړه د اروپايي ټولنې لوړ پوړي استازي جانوير سولانا،د بهرنيو چارو په اړه د اروپايي ټولنې د کمېټې غړې بنيتا والدنير،د اروپايي ټولنې د نوبتي مشر هېواد سونډن د بهرنيو چارو وزير کارل بيلت او د منځني ختيځ د مسئلې په اړه ځانګړي استازي توني بلير د سپټمبر په څليروېشتمه نېټه په نويارک د م م په مقر کې خبرې اترې کړي دي.دوی د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د سوله ييز بهير په اړه مباحثې وکړې او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه.په اعلاميه کې يې وغوښتل چې بايد د نوموړي دوو هېوادونو تر منځ د سوله ييزو خبرو اترو د بيا پيل لپاره شرايط ولټول شي.
دوی په اعلاميه کې د سپټمبر په دووېشتمه نېټه د امريکا د ولسمشر باراک اوباما،د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو،او د فلسطين د ملي واکمن سازمان د مشر محمود عباس له خوا د تر سره شويو خبرو اترو هرکلی وکړ او زياته يې کړه چې د اوسنۍ کشالې د حل يوازنۍ لاره دا ده:چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ يو خپلواک د فلسطين هېواد جوړ شي.