په لسو تېرو کلونو کې د اويغوری او هان قومونو تر منځ د وروڼو په شان ژورې دوستۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-09-28 10:16:33

ګرانو اوريدونکو، د اګست يوويشتمه نېټه د مسلمانانو د روژې مخکې وروستۍ ورځ وه. دغه ورځ د هان قوم د عادی خلکو لپاره کومه ځانګړتيا نه لري، خو د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د قشغر ښار د بشکېرم علاقه دارۍ د تاغاغزی په کلي کې د هان قوم اوسيدونکي ليو شيوی وين ډېر وختي پاڅيږي او خپل د اويغوري قوم ښه او ګران دوست نولاهونياشن له کور او کورنۍ حال احوال پوښتنه کوي. کله چې ليو شيوی وين د نولاهونياشن د کور په دروازه ورننوځي، نو له تاوده هرکلي سره مخامخ کيږي.

(اواز، په اويغوری ژبه)

نولاهونياشن: "شين شنګ! ته ځئ! السلام عليکم!"

ليو شيوی وين:"نولاهون! دا ډېرې ورځې مو نه دي ليدلي، نن بوخت يي؟ بهر ته نه ځې؟ سبا ته به د روژې لومړۍ ورځ وي، زه غواړم چې نن تاسو ته يوه مېلمستيا وکړم."

ليو شيوی وين د تاغاغزي کلي يو اصلی اوسيدونکی دی او په څو څو کلونو کې د اويغوری قوم له ځايي اوسيدونکي نولاهونياشن سره مرسته کړې، د شتمنۍ په لور يې ګډه پرمختيا کړی او په ژوند کې يې يو بل ته ډېره پاملرنه کړی چې په دې سره د دوی تر منځ ژوره دوستي ټينګه شوې ده. ګرانو اوريدونکو ، د مسلمانانو د ژوند پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د دوی تر منځ د ښې دوستۍ ټينګولو بهير په اړه څه ناڅه مالومات درکړو.

د نولاهونياشن ټولې کورنۍ غړي په دې خوښ دی چې ليو شيوی وين ته شين شنګ غږوي او مانا يې په شينجيانګ کې زيږيدل شوی ماشوم دی. ليو شيوی وين وويل (اواز)

زما او نولاهونګياشن تر منځ دوستۍ تر اوسه پورې لسو کلونه شوي دي. پخوا هغه له ما سره د کرڼۍ په چارو کې مرستې کړې او ده هم زما د ماشين له لارې کار کړی. د يو ښه ملګري په توګه مو يو له بل سره مرسته کړې او ګډ پرمختګ مو کړی. زه ډېر خوشحاله يم چې يو دومره ښه ملګری لرم.

نولاهونياشن روان کال دری دېرش کلن شو او هر ځل د ليو شيوی وين د مرستې يادونې په وخت کې په ډېره مينه د هغه يادونه کوي. هغه وويل (اواز، په اويغوري ژبه )

په ډېر وخت کې کله به چې ما د کرڼۍ په چارو کې ماشينونو ته اړتيا لرله، ليو شيوی وين به خپل ماشينونه زما په کرڼيزه ځمکه کې کار کولو او هم به يې ما ته کيمياوي توکي برابرول. هغه نه يوازې د کار بلکی په ژوند کې هم ما ته لاس راکړی دی. زه غواړم چې له هغه سره مرسته وکړم او د خوږو پټاټو د حاصلاتو په وخت کې له هغه سره مرسته وکړم.

د تاغاغزي په کلي کې د اويغوری او هان قوم تر منځ د مرستې چارې بېلګې ډېرې زياتې دي چې زياتې زړه راښونکی کيسې په پرله پسی توګه په دی کلي کې رامنځته شوي. د کلي د اوسيدونکو په أند د هر قومونو اوسيدونکي يو کور جوړوي او بايد يو له بل سره مرسته وکړي. د بشکېرم د کمونېست ګوند د کمېټې مشر جانګ فنګ د تاغاغزي په کلي کې د بېلا بېلو قومونو تر منځ د دوستۍ په هکله ژور احساسات لري او په دې هکله يې ويل چې د قومونو د يووالي کلي په توګه دغه کلي ته د جايزې ورکولو کارونه اوس روان دي. هغه وويل (اواز)

د تاغاغزي کلی د قشغر ښار د اتو علاقه داريو کې يوازنی هغه کلی دی چې د اويغوری، هان، هوی او تبتی قومونو اوسيدونکي په کې ګډ

اوسېږي. په دغه کلي کې د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو تر منځ اړيکې ډېرې ټينګې دي.

د تاغازي کلی د مشرانو ډله هم د اوسيدونکو د يووالی چارو ته په درنه سترګه ګوري. د کلي مشر تانګ ګونګ ده وويل په هوساينې او دوستۍ کې د اوسيدونکو د ګډ ژوند او ګډې شتمنۍ لپاره زياتې لارې چارې پيدا کړې دي. هغه وويل (اواز)

اوس کلي په دوو ډلو ويشل کېږي چې يو د هان، هوی او تبتي قوم اوسيدونکی دی او بل يې د اويغوری قوم اوسيدونکي دي. دوی يو له بل سره د زړه له اخلاصه مرسته کوي چې لومړۍ ډله ماشينونه او کيمياوي توکي اخلي او دوهمه ډله د تخمونو کرلو او د حاصيلاتو په وخت کې ورسره مرسته کوي. که د لږکي قوم اوسيدونکي ناروغې شي، د ټول کلي اوسيدونکي به د دوی د ناروغۍ درملو لپاره پيسی راغونډوي او ورسره مرسته به کوي.

د ليو شيوی وين او هولاهنياشن تر منځ د مرستې او دوستۍ کيسه پر نورو اوسيدونکو فعاله اغيزه کړې ده چې د يووالی ګلونه په هر ګوټ ګوټ کې غوړيږي او ښکلی بڼې يې ښکارېږي. د نولاهنياشن ښکلې لور نولا ګل د لومړنۍ ښوونځې په دوهم ټولګي کې زده کړه کوي او د ليو شيوی ون له مرستې څخه ډېره مننه کوي. دې وويل (اواز، په اويغوری ژبه)

ليو شيوی وين تل زما له کور سره مرسته کړې او زه له هغه څخه ډېره مننه کوم. هغه يو ډېر ښه سړی دی. اکا ليو زما د کوچنيتوب په وخت کې ما ته ډېره پام اړولی او هم يې ما ته د زده کړې لپاره زيات توکي اخيستي دي.

د نولاهونياشن ميرمن هيرهان وايي چې د ليو شيوی وين د مرستې له امله د دوی په کور کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. هغې وويل (اواز، په اويغوری ژبه )

پخوا زموږ ژوند ډېر بی وزلی و او اوس زموږ ژوند د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی. پخوا مو د کلنۍ چارو له لارې ژوند کولو او د ليو شيوی وين په مرستې مو اوس کرڼيز عايدات ډېر زيات شوی چې هر کال نژدی شل زره يوانو ته رسېږي. پخوا د بی وزليتوب له امله زما مشر لور له منځنی ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته واده شوه. اوس زه فکر کوم چې زما کشره لور به په لوړ ښوونځي او حتی پوهنتون کې هم خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

د هرهان لپاره يوه بله ښه پيښه دا ده چې د ليو شيوی وين مېرمن هم د دې ښه ملګرې ګرځيدلې ده. هغې وويل (اواز، په اويغوری ژبه )

زه او د ليو شيوی ون له ميرمن سره هميشه سره يو ځای په کرڼيزو ځمکو کې کار کوو او هم يو ځای توکي په بازار کې اخلو. د اوږدو کلونو په ترڅ کې زموږ تر منځ دوستي لکه د يو کورنۍ غړيو په شان دي، هر وخت چې زموږ کور له ستونزو سره مخامخ شي، موږ غواړو چې د ليو شيوی ون او د ده له مېرمن سره سلامشوره وکړو.

دوه کاله مخکې د نولاهونياشن مشر لور چې نولس کالنه وه، غوښتل چې له يو اويغوري ځوان سره واده وکړي. خو دغه ځوان پخوا واده کړی و، خو له اصلي ميرمنې څخه جلا شوی وو. نولاهونياشن او د ده ميرمن بيخی د نجلۍ له غوښتنې سره موافقه نه شی کروای. خوهولاهونياشن دا نظر درلود چې دغه پيښه د خپل کور يوه نه خپرېدونکې پيښه ده، نو له خپل د باور وړ ملګري ليو شيوی وين سره يې خبرې وکړې. ليو شيوی وين د خپل ورور دغې پيښې ته په ډېره درنه سترګه وکتل او د دغه ځوان د حالت په اړه د مالوماتو له تر لاسه کولو وروسته د هولاهونياشن وهڅول چې د خپلې لور له غوښتنې سره موافقه وکړي او خپل نيکمرغه بخت پسې ولاړه شي. هولاهونياشن د ليو شيوی وين خبره ومنله او اوس د ده د مشرې لور ژوند ډېره ښه او هوسا دې. هغه وويل (اواز)

کله چې د هان قوم پسرلني اختر رارسېږي، زه د ليو شيوی وين کور ته ځم او مبارکي ورکوم. خو د اويغوري قوم د اخترونو رارسيدو په وخت کې ليو شيوی وين هم موږ ته خوراکونه راکوي او مبارکۍ را ته په هکله څرګندوي. زموږ تر منځ تګ راتګ ډېر زيات دی او زه په دې هکله ډېره خوښ يم.

د ليو شيوی وين او هولاهونياشن کيسې په شان د تاغازي په کلي کې ډېرې زياتې ليدل کېږي او دا يې يوازې يوه بيلګه وه، په دغه کلي کې هره ورځ د زړه راکښونکو کيسو ننداره کېږي او د قومونو تر منځ د دوستۍ د ستاينې سندره هره ورځ ويل کېږي!ګرانو اوريدونکو، د چين د مسلمانانو د ژوند پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040