د پوځي رسم ګذشت چمتوالی لپاره د برخوالو پوځونو روزنې په سالم ډول روان دی.

cri     (GMT+08:00) 2009-09-28 11:30:23

 د اکټوبر لومړی نېټه د چين ملی جشن دی او د ولسي جمهورت د جوړېدو له شپېتمې کاليزې سره به برابره وي. دوه ورځې وروسته به د بيجينګ په تيان ان من ډګر کې به درانده او عظيم مراسم پر ځای شي چې پوځي رسم ګذشت د يوې مهمې برخې په توګه ګڼل کېږي. اوس برخوال پوځونه د بېجينګ په اطراف کې تر روزنې لاندی دي څو چې د چين د پوځي ځواکونو په استازيتوب نړيوالو ته خپل غښتلی قدرت څرګندکړي. نو په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د بېجينګ په اطراف کې د پوځي رسم ګذشت د چمتوالی لپاره د روزنې له دوو اډو څخه ليدنه وکړم.

ګرانو اوريدونکو، هغه اوازونه چې همدااوس مو واوريدل، په روزنه کې د سرتېريو او افسرانو د ګام پورته کولو په مهال کې اوچت شويدي . د جوپو او يا صفونو روزنه د روانې روزنې عمده برخه ده. د پيلوټانو صف يو غړی چې جين لي شوای نومېږي ، وويل چې هره ورځ د دوی روزنه په منظم ډول روانه ده. هرتن په دې وياړ دی چې د ملي جشن په پوځي رسم ګذشت کې ګډون وکړي. ده وويل 

د ډلې هر غړی په روزنو کې د هرې مخامخ شوې ستونزې د له منځه وړلو لپاره هاند او کوشش کوي چې په پايله کې مو دغه ستونزې ګام په ګام ليری کړيدي.

ريښتيا ده چې د روزنې د برياليتوب لپاره د پوځي رسم ګذشت د چمتوالي په اډو کې علمي لارې چارې پلی شويدي په بله ژبه د جدي روزنې په عين وخت کې استراحت ته هم ډيره پاملرنه کوي.برخوال سرتېري د څو ساعتو له روزنې وروسته په لنډمهالي استراحت کې ډول ډول په زړه پورې هنری نندارې کوي چې ستړتيا ليري شی.

د سرتېريو د روغتيا د تامينولو په هکله هرې اډې ته پوځي ډاکټران ليږل شويدي . روزنې په وخت کې ډاکټران په نژدی ځای کې ناست دي چې د طبي خدمت لپاره تياري نيسي.

د روزنې په اډوکې پر روزنې سر بېره، په فارغ وخت کې د برخوالو ژوند هم په زړه پوړی دي. د بېجينګ د تونګ جو سيمې د روزنې د هډې مسؤل وويل چې په دغه اډه کې کلتوري او سپورتي ډګرونه شته. هره ورځ سرتېري او افسران کولی شی چې په کې د باسکټبال، بدمينټن او واليبال لوبې کوي. د دې ترڅنګ د هرې ډلې لپاره ورځپاڼې، ټلويزيونونه او انټرڼيت چمتو شويدي . سرتېري هره اوونۍ يو تازه اخيستل شوي غوره فلم او هره مياشت يو ځل رسمي هنری ننداره کتلی شي.

د بېجينګ د شا هه د روزنې په اډه کې د سرتېريو او افسرانو ژوند هم رنګارنګ دی. پيلوټ جين لي شوای وويل چې پر روزنې سر بېره، هغه له باسکټبال سره ډېره مينه لري. ده وويل

موږ هره ورځ ټلويزيون ګورو او راډيو اورو. دغه راز ورځپاڼې هم لولو. د دې ترڅنګ هره اوونۍ يو فلم او هره مياشت يو ځل رسمي هنري ننداره هم ښودل کيږي. که وخت ولرو، زموږ ډله به د مشاعرې او سندره ويلو سيالی جوړوو . زه د باسکټبال په سيالی کې ګډون کوي. نو زموږ فارغ وخت هم له خوښيو څخه ډک دی .

دغه راز ياده شوې اډه د سرتېريو د ژوند د تامينولو په هکله نور زيات تدبيرونه هم نيسي. د بېلګې په توګه، د اډې په رستورانت کې هره ورځ د باو ځي او جياو ځي په ګډون د چين د ورځنيو خوړو سر بېره، کيکونه هم تيار دي . دغه راز په دې اډه کې ډاکخانه، بانک او سيوپرماکيټ او نور خدمتي څانګې هم شته . نو په دې اډه کې د برخوالو سرتېريو ژوند لکه په کور کې دی.

د تونګ جو اډې د سرتېريو د دوهم مرکز سياسي کميشنر فو ګانګ وويل چې په دې اډه کې له بشپړو خدمتونو څخه نه يوازی د چين د اصلاحاتو او د پوځونو د ابادولو پايلې، بلکې د عسکري رسم ګذشت لپاره د لګښت سپمولو ځانګړتياوې څرګندېږي.

د خلکو د ګټو پر بنسټ کار کول د چين د حکومت د واکمنۍ ارمان دی، نو د روزنې په هره اډه کې انسانيت ته ډيره پاملرنه ليدل کيږي . باور لرو چې د پوځي رسم ګذشت مراسم به خامخا په بريالۍ توګه ترسره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040