د کاشغر زوړ ښار د بيا أبادۍ په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2009-09-28 16:28:16

کاشغر د شينجيانګ په جنوب لويديځ کې پروت دی او ٢١٠٠ کاله تاريخ لري. په دغه لرغوني ښار کې ډېرې ودانۍ څلور سوه کاله مخکې جوړې شوي دي . د چيني پوهانو په قول، دا د چين په لويديځ کې يوازنی زوړ ښار دی . د م م د پوهانو په وينا، کاشغر د وريښمو په لار کې پاتی شوی ډېر مهم زوړ ښار دی. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د کاشغر زوړ ښار د بيا ابادۍ او سمسورتيا په اړه مالومات وړاندی کړم.

د کاشغر د ګوندي کمېټې دايمي غړي او د زړې ښاري سيمې د رغونې د لارښوونې ادارې مرستيال ايسکن ايت خبريالانو ته وويل (اواز١)

تېر کال د پوره پلټنې له مخې، د زړې ښاري سيمې په سلو کې اتيا کورونه له سختې زلزلې سره د مقابلې پوره توان نه لري . نو زموږ د رغونې لومړی موخه د سختې زلزلې په مقابل کې د دغو کورونو د توان پياوړی کول دي. دوهم، د اړوندو تاسيساتو په بشپړولو سره به د وګړيو د ژوند سويه لوړه شي. درېيم، د اويغوري قوم د ساختماني شکل او تاريخي کلتور به وساتل شي.

د نيکمرغ بڼ په نامه د استوګنې سيمه د هغو وګړيو لپاره جوړه شوېده چې له زړو کورونو د له منځه وړلو وروسته د ښار له زړې سيمې څخه نقل شويدي. د روان کال د فبروري راهيسی اوه سوه او لس کورنۍ دغې سيمې ته ليږل شوي دي. ګلينسه امين تورن د شلو مربع مترو په اندازه د زوړ کور په بدل کې د اته څلويښتو مربع مترو په پراخوالي يو نوی اپارتمان تر لاسه کړ، هغه ډېره خوشحاله ده او و يې ويل (اواز٢)

پخوانی کور مې ډېر کوچنی و او حتی د مېلمنو د کښېناستلو ځای هم نه و. تاسيسات يې هم کله نا کله خرابېدل ، نو زموږ ژوند له ډول ډول ستونزو څخه ډک و. اوسنی نوی کور ډېر لوی دی او د اوبو او برېښنا په شمول تاسيسات يې بشپړ دي. اوس حتی دا احساسوم چې ځوانه شوې يم.

ترور تجنيسه اسلام نيم کال مخکې دغې سيمې ته نقل شوې چې د نوي کور پراخوالی يې پنځوس مربع متره دی. دې خبريال ته وويل د دوی په زوړ کور کې تشناب او د اوبو د وتلو لاره هم نه وه چې ژوند ته يې ډېرې ستونزې رسولي وې. ترور تجنيسه اسلام د زړې ښاري سيمې د ابادۍ په اړه د حکومت د تګلارې فعال ملاتړ کوی، ځکه چې د دغې تګلارې په رڼا کې نه يوازی د دې کورنۍ د استوګنې شرايط ښه شوي، بلکی په دغه سيمه کې يې د کار فرصت تر لاسه کړی دی.

له دې امله چې د کاشغر زړې ښاري سيمې جوړونه او رغونه په عمده توګه د خرابو کورونو د له منځه وړلو موخه ده، نو له ډيرو بی وزلو کورنيو سره تړاو لري. د کاشغر حکومت له دغو کورنيو سره د مرستې لپاره زيات تدبيرونه غوره کوي. د ښاغلي ايسيکن ايت په قول، د نيکمرغ بڼ د استوګنې په سيمه کې اوسېدونکی له زياتو امتيازونو څخه ګټه اخلي. هغه وويل (اواز٣)

لومړی، په دغه سيمه کې د استوګنې په لومړيو پنځو کلونو کې په ژمي کې د تودولو لګښت نيمه برخه د حکومت لخوا لګول کېږی. دوهم، هره مياشت د بې وزلۍ کورنۍ هر غړي ته نور دېرش يوانه پيسې ور کول کېږي چې عايدات يې ډېر لږ دي. درېيم، موږ د بی وزلو کسانو د ژوند د بنسټيزو اړتياوو د پوره کولو لپاره يو بازار پرانستلی دی چې په وړيا توګه دوی ته د شيانو پلورلو يوه غرفه اجاره ورکوو. پر دې سربيره، دوي ته مو په وړيا توګه د بس سپرلو کارتونه ور کړي دي.

له دې امله چې د کاشغر زوړ ښار ځانګړی تاريخي او کلتوري اهميت لري، نو د جوړونې او رغونې کارونه يې د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. په بېجينګ کې د م م د يونسکو سازمان د استازيو دفتر د کلتوري ميراثونو په مسئول چارواکيو په تېر جون کې د کاشغر د زړې ښاري سيمې له رغونې څخه ليدنه وکړه او و يې ويل په دغه رغونه کې د ودانيو پخواني بڼې او د وګړيو د ژوند دودونه ښه ساتل شوي چې په پوره توګه له نړيوالو اصولو سره سمون خوري او تجربې يې د زده کړې وړ دي.

يو شمېر بهرنيانو کاشغر ته تر سفر وروسته په چين کې د زړې ښاري سيمې د رغونې هم ستاينه وکړه. يو پاکستاني رشيد احمد وويل (اواز٤)

ډېر خوشحاله يم چې د چين حکومت د زړو ښارونو د بيا ابادولو په بهير کې اوسيدونکو ته نوي کورونه برابروي او دغه نوي کورونه په پوره توګه د پخواني ساختماني شکلونو سره سم جوړيږي . زما په اند دغه تګلاره ډيره ښه ده د پخواني ساختماني شکلونو د ساتلو په عين وخت کې د وګړيو د ژوند لپاره معاصرې اسانتياوې برابرې شوي دي.

يو ترکي چې بوزي نومېږي ، وويل (اواز٥)

ډېر خوښ يم چې د چين حکومت تاريخي ځايونه ښه ساتلي دي . اوس کاشغر ښار له حياتي ځواک څخه په ډک موزيم بدل شوی دی چې د ژوند هره اسانتيا برابريږي، نه پخوانی يو مرګونی موزيم و.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040