په بيجينګ کې د ملی جشن د لمانځنې لپاره يوه لويه مېلمستيا جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2009-09-30 11:00:05

د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د ادارې ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزی کميټې په اړوند د متحدې جبهې د څانګې، په دولتی شورا کې د بهرنيو اوسيدونکو چينايانو د چارو دفتر، د هانګ کانګ او مکاو چارو دفتر او د تايوانی چارو دفتر له خوا د ملی جشن د لمانځنې لپاره يوه لويه مېلمستيا د روانې مياشتې په ٢٩ نېټه ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميټې غړي او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې مشر جيا چينګ لين ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميټې غړي او د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميټې غړي او د لومړی وزير مرستيال لي که چيانګ په ګډون شاوخوا څلورو زرو تنو وګړو په کې برخه درلوده او په ګډه يی د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو د شپېتمه کاليزه لمانځله.

ښاغلی جيا چينګ لين وويل چې د چين حکومت به د انسانانو ته د لومړيتوب او بهرنيو اوسيدونکو چينايانو ته د خدمت کولو د اصولو له مخې په قانونی توګه په بهر کې د اوسيدونکو چينايانو او چين ته بېرته ستانه شويو چينی اوسيدونکو ګټې وساتي او د هېواد د پوره يووالی او د چينی ملت د بيا سمسورتيا لپاره کوشش وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040