د نوي چين د جوړيدو د شپيتمې کاليزې د نمانځنې لپاره لوی هنری کنسرت په بيجينګ کې تر سره شوی
د سين هوااژانس د خبر له مخې: د تل دی وی وطن د دايمی کيدو تر عنوان د نوي چين د جوړيدو د شپيتمې کاليزې د نمانځنې لپاره لوی هنری کنسرت د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه ماښام په بيجينګ کې تر سره شوی. د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو دايمی غړي لي چانګ چون په کې ګډون وکړ او د هنری نندارو يې کتنه وکړه.
په ماښامنې غونډه کې د مختلفو قومونو هنرمندانو د وطن ستاينې په اړه د سندرو ويلو، نڅا کولو او نورو هنری نندارو له لارې هغه ګډه ارزو او نيکی هيلی څرګندی کړې چې د بېلا بېلو قومونو وګړي له وطن سره مينه لري او د خپل هېواد پوره بری او د ټولو هيوادوالو يووالی او نيکمرغه غواړي.