په زياتو هېوادونو کې د چين په سفارتونو او کوسلګريو کې د ملي جشن مېلمستياوې جوړې شوې
په هند ، مکسيکو، کانادا او امريکا کې د چين سفارتونه
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې په زياتو هېوادونو يا نړيوالو سازمانونو کې د چين د سفارتونو او کونسلګريو کې د نوی چين د جوړېدو د سپتمې کاليزې د نمانځنې مېلمستياوې جوړې شوې.
د سپټمبر په نهه وېشتمه نېټه په م م کې د چين دايمی پلاوی او د ايتليا، هند، ايران، مصر او قزاقستان په شمول هېوادونو کې د چين سفارتونو په جلا جلا توګه د ملي جشن مېلمستيا جوړه کړه.
د م م سرمنشي بان کي مون او د م م د څلورشپېتمې عمومي اسامبلې مشر علي عبدالسلام تريکی په شمول مېلمانه مشرانو په جلا جلا توګه په اړونده مېلمستيا کې ګډون وکړ. برخه والو مېلمنو په تېرو شپتو کلونو کې د سياست، اقتصاد، کلتور او ټولنې په ساحو کې د چين د برياليتوبونو ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې چين د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره نور زيات خدمتونه وکړي.
له دې مخکې، د هالنډ، امريکا، برازيل او مکسيکو په شمول هېوادونو کې د چين سفارتونو او په نيويارک کې د چين کونسلګرۍ هم په جلا جلا توګه د ملي جشن مېلمستيا جوړه کړې وه.