له شپېتو کلونو راهيسې د قانون جوړولو په برخه کې چين ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2009-09-30 20:34:49

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د قانون جوړولو د کاري کمېټې او د دولتي شورا د قانون جوړولو دفتر اړوندو مسؤلينو د سپټمبر په دوه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه، د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې د هېواد قانون جوړولو سيستم په تدريجي توګه بشپړ شوی او د اساسي قانون په مرکز د چين سوسياليستي ځانګړی قانوني سيستم په بنسټيزه توګه جوړ شوی دی. د دې تر څنګ د قانون جوړولو عمده ټکی د وګړيو د ژوند ساحې ته انتقال شوی دی.

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپټمبر په دوه ويشتمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او په دغه غونډه کې اړوندو مسؤلينو داسې معلومات ورکړل چې د روان کال د اګست تر پايه پورې د چين د قانون جوړولو لوړ پوړی اورګان يعنی د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې تر اوسه پورې دوه سوه او نهه ويشت قوانين او دولتي شورا ټول شپږ سوه او دوه اتيا اداري قاعدې جوړې کړي دي.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيالې مېرمن شين چون ينګ دې ته اشاره وکړه چې دغه قوانين او قواعدې د هېواد او سوسياليستي ټولنې د جوړولو لپاره ډېر پياوړی قانوني ضمانت برابروي.

( لومړی اواز)

اوس مهال د چين ځانګړی سوسياليستي قانوني سيستم په بنسټيزه توګه بشپړ شوی او د هېواد د اقتصاد، سياست، کلتور او ټولنې په شمول بېلا بېلو چارو کې مناسب قوانين رامنځته شوي او د يو سوسياليستي قانوني هېواد د ابادۍ او د هېواد د تلپاتې امنيت او ثبات ساتلو لپاره ځواکمن قانوني ضمانت برابروي.

مېرمن شين دې ته اشاره وکړه چې په روان کال کې د قانون جوړولو عمده کار د ځينو مهمو قوانينو ټاکلو او تعديلول او د بازاري اقتصاد له اړتياوو سره سمون نه خوړونکو قواعدو تنظيمول دي.

له وروستيو څو کلونو راهيسې چين د اقتصاد، ټولنې او کلتور په برخو کې د وګړيو د حقونو د ساتلو لپاره د اړوندو قوانينو په ټاکلو او يا تعديلولو کې زيات کار کړی دی. د بېلګې په توګه د اجباري ښوونې قانون، د ښځو حقونو د ساتلو قانون، د کاري قراردانونو قانون جوړول او د خوراکي توکيو د امنيت قانون تعديلول. په چين کې د قانون جوړولو د کار عمده دنده د وګړيو د ژوند په اړه بدل شوې ده.

( دوهم اواز)

د وګړيو د ژوند په حالت کې ډېر ستر بدلونونه راغلي دي. خو موږ هم کشفوو چې د کار پيدا کولو، ټولنيز ضمانت، د عايداتو د ويشلو، ښوونې، روغتيا او عمومي خدمتونو په ګډون ځينو برخو کې يو شمېر نوي مسئلې او اړتياوې رامنځته شوي دي. په داسې حالت کې د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې د قانون جوړولو کار عمده دنده د وګړيو ژوند ته انتقال کړی دی. موږ غواړو چې له قانوني لارو چارو ټولنيز تضادونه حل کړو، بېلا بېلې ټولنيزې اړيکې برابرې کړو، د عامو وګړيو په تېره بيا د کمزوريو وګړيو اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونه وساتو.

د ٢٠٠٤ کال په مارچ کې د چين حکومت د قانوني ادارې د هڅونې يوه عملي کړنلاره خپره کړه او په کې ويل شوي چې بايد په راتلونکو لسو کلونو کې په خپلو کوښښونو سره د قانوني ادارو په اتکا د يو حکومت د جوړولو موخه په بنسټيزه توګه تر سره شي. د چين د دولتي شورا د قانون جوړولو دفتر مرستيال ښاغلي يوان شو هونګ د دغې موخې په اړه وويل چې د بېلا بېلو کچو حکومتونو اداري کارکوونکيو د قانوني او مناسبې ادارې مفکوره منلې ده چې کار يې منظم شوی او واکونه يې اوس تر څارنې او ادارې لاندې شوي دي. حکومت هم د بېلا بېلو قواعدو د ټاکلو په ترڅ کې د ټولنيزې ادارې او عمومي خدمتونو په ګډون څو برخو ته زياته پاملرنه کوي. ښاغلي يوان شو هونګ په دې اړه څرګنده کړه

( درېيم اواز)

 

له علمي او ديموکراتيکې لارو چارو د پرېکړو تر سره کېدل د چين د دولتي شورا يو کاري اصل ګڼل کېږي. نن ورځ هره مهمه پرېکړه چې له هېواد سره تړاو لري او هر کال چې د وګړيو پر ګټو پورې اړه لري بايد له اړوندو قوانينو سره سمون وخوري.

ګرانو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040