د بېجينګ لويديځه ښاري سيمه معيوبينو ته زياته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-09-30 20:38:58

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د هېواد په چټک پرمختګ سره د چين د معيوبينو په ژوند کې هم ستر بدلونونه راغلي دي. خو هغې ستونزې لا هم د زياتو معيوبينو په وړاندې موجودې دي، د بېلګې په توګه معيوبين په ټولنه کې څرنګه خپل مناسب ځای ومومي او له نورو کسانو سره د تماس نيولو پر وخت څرنګه خنډونه لېرې کړي. د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کليزې په رارسېدو سره د سي ار ای خبريالان د بېجينګ په لويديځه ښاري سيمه کې د معيوبينو خدمتي مرکز ته تللی او هلته يې په بېلا بېلو ټولنيزو چارو کې د ګډون لپاره د معيوبينو کوښښونه او له معيوبينو سره د کارکوونکو صميمانه مرستې پخپله احساس کړي دي. د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې له ما سره د پروګرام تر پايه پورې پاتې شئ!

( لومړی اواز)

په يوه عادي غره کې د بېجينګ د لويديځې ښاري سيمې د معيوبينو په خدمتي مرکز کې جانګ لي چون او د ده همکاران د پخوا په شان بوخت وو. دوی زموږ د خبريالانو په وړاندې يوه په زړه پورې سندره وويله.

٢٢ کلن جانګ لي چون يو ذهني معيوب دی چې په دغه خدمتي مرکز کې د څه دپاسه دوو کلونو لپاره کار کړی دی. د ده ورځنۍ دنده په تړلو کڅوړو کې د تعقيم شويو لوښو اچول دي. جانګ لي چون د دغه کار له لارې نه يوازې هره مياشت دايمي عايدات تر لاسه کوي، خپل توان روزي، بلکې هم له نورو کسانو سره د ده د تماس په نيولو کې خنډونه لېرې کوي.

جانګ لي چون په دغه خدمتي مرکز کې خپل ژوند ډېر خوښوي. د ده په خاطرو کې د يادونې وړ پېښه دا ده چې په٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د چين د دولت له رئيس هو جين تاو سره يې خبرې وکړې او سره يو ځای جياو ځه چمتو کاوه.

( دوهم اواز)

د ٢٠٠٨ کال د اګست په شلمه نېټه رئيس هو زموږ خدمتي مرکز ته راغلی چې موږ پر دې ډېر خوښ شوو. هغه هم له موږ سره يو ځای جياو ځه چمتو کړی دی.

د بېجينګ ښار د لويديځې سيمې د معيوبينو خدمتي مرکز د معيوبينو لپاره د يو کاري فرصت پر برابرولو برسېره هم ذهني معيوبينو ته د ژوند د بنسټيزو مهارتونو په اړه يو څه روزنه ورکوي څو چې دوی په اسانه توګه په ټولنيزو چارو کې ګډون وکړي. د خدمتي مرکز د دوهم پوړ په يوه کوټه کې چې د پخلنځی په څېر ښکارېږي، ښوونکې وو مې جيوان له درېو ذهني معيوبو نجونو سره جياو ځه چمتو کوله.

( درېيم اواز)

په تېرو دوو کلونو کې دوی د زياتو خواړو د پخلولو مهارتونه زده کړي دي. د دې تر څنګ دوی هم دلته د بېلا بېلو کورني بريښنايي ماشينونو د کارولو په اړه معلومات تر لاسه کولای شي. اوس دوی په دې اړه لوی لاس لري.

ښوونکی وو په خدمتي مرکز کې له شاملېدو مخکې د جامو جوړولو په يوه فاريکه کې يوه عامه کارکوونکې وه. هغې په ډاګه کړې چې دلته له کار مخکې د معيبينو په اړه دومره زيات معلومات نه درلودل. خو اوس هغه له خپلو ځانګړو زده کوونکو سره زياته مينه لري او غواړي دوی ته زيات معلومات ورکړي.

( څلورم اواز)

ځيني زده کوونکي ډېر زر نشی زده کولای، نو زه بايد په حوصلې سره څو ځلې دوی ته ور زده کړم.

د څه دپاسه دوو کلونو په کوښښونو سره ښوونکی وو په خوښۍ سره معلوموي چې زده کوونکو يې ډېر چټک پرمختګ کړی دی او اوس غواړي له نورو ملګرو سره خبرې اترې وکړي.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040