د بېجينګ د اقتصاد او ټېکنالوژۍ په ابادوونکې سيمه کې تصدۍ له نړيوال پولي بحران سره مقابله کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-02 16:05:15

ګرانو اورېدونکو، د بېجينګ په جنوب کې د اقتصاد او ټېکنالوژۍ ابادوونکي سيمه په دغه ښار کې د هېواد په کچه د اقتصاد او ټېکنالوژۍ يوازنۍ ابادوونکي سيمه ده چې په کې په نړۍ کې د ٦٦ لويو تصديو په ګډون د ٣٠ هېوادونو او سيمو څه د پاسه دوه زره شپږ سوه تصدۍ پرتې دي . په دغه سيمه کې د تصديو له خوا اچول شوي عمومي پانګې له ٢٠ مليارډ امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره کليدی اهميت لري . د تېر کال د نړيوال پولي بحران له امله په دغه سيمه کې پر زيات شمېر تصديو ناوړه اغېزه شوی ، نو د دغې سيمې چارواکو له تصديو سره د مرستې لپاره يو لړ تګلارې جوړې کړې دي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دې هکله اړوند معلومات درکړو.

د بېجينګ د اقتصاد او ټېکنالوژۍ ابادوونکي سيمې د اداري کميټې مرستيال جاو شين شين وويل (اواز ١ )

له تېر کال څخه پر اقتصاد د نړيوال پولي بحران ناوړه اغېزه ډېره ستره ده، د بېجينګ د اقتصاد او ټکنالوژۍ ابادوونکي سيمې له نړيوال بازارونو سره نژدې اړيکې لري ، د تېر کال له اخری څلورمې څخه د روان کال تر لومړۍ څلورمې پورې په دغه سيمه کې پر اقتصاد د نړيوال پولي بحران اغېزه ډېره سخته ده.

د ښاغلي جاو شين شين په قول د ٢٠٠٨ کال له پای راهيسې د بېجينګ د اقتصاد او ټېکنالوژۍ ابادوونکي سيمې په دوه زره او شپږ سوه تصديو کې څه د پاسه سل تصدۍ بندې شوی دي.

د جونګ شين په نامه نړيواله تصدۍ چې مقر يې په شانګهای کې دی، يوه لويه تصدۍ ده چې په مخکينۍ موده کې د بېجينګ د اقتصاد او ټېکنالوژۍ ابادوونکي سيمې ته ننوتلې ده. که څه هم نړيوال پولي بحران دغې تصدۍ ته سخت زيانونه رسولی ، خو د دغې تصدۍ مشر خپل کارکوونکي هېڅ نه دي کم کړي . د دغې تصدی چارواکې مېرمن شيا اينک وويل (اواز ٢)

تر اوسه پورې زموږ تصدۍ خپل هېڅ يو کارکوونکی نه دی کم کړی او تل موږ خپلو کارکوونکو ته ډېره پاملرنه کوو. د اقتصاد او ټېکنالوژۍ ابادوونکي سيمې د ٨ مليونه او ٦٠٠ زره يوانو په ارزښت مالي مرستې برابرې کړی چې زموږ باور ټينګی شوی دی.

بر سيره پر دی د بېجينګ د اقتصاد او تکنالوژۍ ابادونکي سيمې د اداری کميټې له تصديو سره د مرستې لپاره د خدمتي او اداری نظامونو د بشپړولو ، د پانګونو چاپيريال د ښه والي او د پانګونو د زياتوالي په ګډون يو لړ تدبيرونه هم نيولی دي.

د روان کال په سپټمبر کې يادې شوې کميټې په جلا جلا توګه د چين د کرڼې بانک په ګډون له ٨ بانکونو سره د ستراتيژيکی همکارۍ موافقې لاسليک کړی . د جونګ شين په نامه د نړيوالې تصدۍ چارواکې مېرمن شيا اينګ وويل (اواز ٣)

د اقتصادي پرمختګ په بهير کې تصدۍ له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او په دغه مهال د حکومت مرستې د تصديو د باور د اعادی لپاره ډېرې ګټورې دي.

شيا اينګ زياته کړه اوس د جونګ شين شرکت د پرمختګ حالات ګام په ګام ښه کېږي. هغې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکی کال کې به دغه تصدی د نړيوال پولي بحران د رامنځته کېدو مخکې سويې ته اعاده شي.

د بېجينګ د اقتصاد او ټېکنالوژۍ ابادوونکي سيمې د اداری کميټې مرستيال جاو شين شين د دغې سيمې پر راتلونکې پرمختګ پوره باور لري. هغه وويل

(اواز ٤ )

تر اوسه پورې زموږ د ابادوونکي سيمې بيارغونې وضعيت د بازار په پرتله ښه دي.

د بېجينګ د اقتصاد او ټېکنالوژۍ ابادوونکي سيمې د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په دوهمه څلورمه کې د دغې سيمې صنعتي توليدي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٢ اعشاريه ٦ سلنه زيات شوی او د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغې سيمې د مالياتو عايدات له ٨ مليارډ ٢ سوه مليونو يوانو څخه اوښتي دي. نو ويل کېږي چې په دغه سيمه کې د اقتصادي پرمختګ عمده حالات ښه دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040