افغانستان ته د لا زياتو سرتېريو د لېږلو په اړه د امريکا تګلاره له سختو ننګونو سره مخامخ ده.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-07 19:22:50

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان حالات يو ځل بيا د امريکا د بېلا بېلو خبري رسنيو پاملرنې راجلبې کړې. څنکه چې افغانستان ته د لا زياتو سرتېريو د ليږلو په اړه د امريکا تګلاره له ګڼ شمېر ننګونو سره مخامخ ده. د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اکتوبر په شپږمه نېټه د پارلمان د دوو ګوندونو له مشرانو سره د افغانستان پر مسئلې د بحث په ترڅ کې وويل، چې هغه به په جدي توګه اړونده پريکړه وکړي. د څيړونکو په اند، د امريکا حکومت افغانستان ته د نورو سرتېريو د لېږلو په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دی.

ولسمشر اوباما په همدې ورځ څرګنده کړه چې هغه به د افغانستان تګلارې د څېړنې په وخت کې د امريکا سترې ګټې تر غور لاندې ونيسي. خو هغه هيله لري چې د پارلمان غړي به افغانستان ته د نورو سرتېريو د لېږلو د مسئلې په اړه خپلمنځي توپيرونه ليری کړي. د امريکا خبري رسنيو ويلي وو چې اوس بارک اوباما غواړي ژر تر ژره خپله هغه ژمنه پلې کړي چې د روان کال تر پايه پورې افغانستان ته نور يوويشت زره سرتېري ولېږي. د استازيو جرګې د ډيموکراټ ګوند مشر هاري رېډ څرګنده کړې چې هغه به د ولسمشر له پريکړې څخه ملاتړ وکړي. خو د دې ترڅنګ په دغه ګوند کې يو شمېر غړي افغانستان ته د نورو سرتېريو له لېږلو سره ټينګ مخالفت کوي. دغه راز د امريکا د جمهوريت غوښتونکی ګوند مشر مېټچ مکونيل څرګنده کړې چې دغه ګوند به خپله پريکړه وکړي. نو له دې امله د امريکا بېلا بېلې خواوې پر دې تيز بحث کوي.

ټولو ته معلومه ده چې د امريکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما د ماموريت مودې له پيل څخه د ترهګرۍ پرضد په مبارزې کې د امريکا د ستراتېژۍ مهم ټکی له عراق څخه افغانستان ته بدل شوی دی. د وسله والو طالبانو د ماتولو په هکله افغانستان ته د نورو سرتېريو لېږل د امريکا د نوی ستراتېژۍ مرکزي ټکی بلل کېږي. خو په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان حالات پيچلی شوي دي. وسله والو طالبانو په پر له پسې توګه پر امريکايي سرتېريو باندې بريدونه کړي دي چې له امله يې د امريکايې سرتېريو د مرګ ژوبلې شمېر زيات شوی دی. د روانې مياشتې په درېيمه نېټه په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو پر يوې تاڼې باندې د بريد له امله اته تنه امريکايې سرتېري وژل شوي وو چې دغه شمېر د تېر کال له جولای راهيسې، په يو بريد کې ډېر زيات دی.

په افغانستان کې د حالاتو د تاوتريخوالي له امله، په دغه هېواد کې د امريکا لوړ پوړی قوماندان سټنلي مک کرسټېل او نورو قوماندانانو په پر له پسی توګه پر سپينې ماڼۍ باندې فشارونه اچولي او له حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې ژر افغانستان ته نور څلوېښت زره سرتېري ولېږي. خو د امريکا په دننه کې لا زيات خلک په افغانستان کې له جګړې سره مخالفت کوي. په تېر سپټمبر کې د ټولپوښتنې د تازه پايلو سره سم، له نيمې برخې نه زيات وګړي له دغې جګړې سره مخالفت کوي. د امريکا په حکومت او پارلمان کې ګڼ شمېر لوړ پوړی چارواکی افغانستان ته د نورو سرتيريو د ليږلو پر مسئلې باندې شکمن دی. زياتو چارواکيو څرګنده کړې چې امريکا بايد د ترهګرۍ پرضد موثره مبارزه وکړي او په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د جګړې ډګر پراخ نه کړي.

د عامه افکارو په اند، د يادې شوې مسئلې په اړه د امريکا حکومت او پوځ ترمنځ توپيرونه رامنځته شوي دي. نو د امريکا د دفاع وزير روبرټ ګيټس د اکتوبر په پنځمه نېټه د امريکا له پوځي او سياسي چارواکيو څخه غوښتنه وکړه چې په ښکاره توګه د افغانستان د ستراتېژۍ په اړه شخصي نظريې څرګندې نه کړي، تر څو عامه افکار خراب نشي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040