د شانګهای د همکارۍ سازمان د صدراعظمانو اتمه غونډه به ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-12 18:22:59

د چين نړېوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د صدراعظمانو اتمه غونډه به د روانې مياشتې په ١٤ نېټه په بيجينګ کې ترسره شي. د چين صدراعظم ون جيا باو به ددغې غونډې مشري وکړي. دغه غونډه به په چين کې د دغه سازمان د صدراعظمانو دوهمه داسې غونډه وي چې تېر ځل په ٢٠٠٣ کال کې ترسره شوې وه. د چين د بهرنيو چارو معين وانګ ګوانګ يا خبر ورکړ چې د نړېوال پولی بحران په حال کې به په دغه غونډه کې په عمده توګه د دغه سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او کلتور د همکارۍ په اړه بحث وشي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ٢٠٠١ کال په جون کې جوړ شوی چې غړي هېوادونه يی چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان دي. د دود له مخې، د دغه سازمان د غړيو هېوادونو صدراعظمان به په ياده شوې غونډه کې ګډون وکړي. د دې ترڅنګ د کتونکو هېوادونو د مغولستان، پاکستان، ايران او هند او دغه راز د چين مېلمه هېواد افغانستان اړوند چارواکي به په دغه غونډه کې هم ګډون وکړي.

د چين د بهرنيو چارو معين وانګ ګوانګ يا څو ورځې مخکې په بيجينګ کې په يوه خبری ناسته کې د دغې غونډې په اړه وويل:

(لومړی اواز)

د دغې غونډې عمده موضوعات د نړېوال پولی بحران په حال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په منځ کې د اقتصاد او کلتور د همکارۍ څيړنه او د دغه سازمان د سالم پرمختګ ضمانت دی.

د خبر له مخې، د بېلابېلو هېوادونو مشران به په دغه غونډه کې د اقتصاد او کلتور په اړه د دغه سازمان په منځ کې د پخوانيو همکاريو حالت ته باندې کتنه وکړي او په ژوره توګه به اوسنی نړېوال او سيمه ايز حالت وڅيړي او دغه راز د دغه سازمان په راتلونکو کارونو کې به هم رڼا واچوي. له دغې غونډې وروسته به د بېلابېلو هېوادونو صدراعظمان يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمی د روسيې، ختيزې اروپا او منځنی اسيا د څيړنې مرکز کارپوه جيانګ يی وويل چې د دغه سازمان د جوړيدو په لومړی وخت کې عمده ټکی په امنيتی ساحه کې همکاری ده خو په اقتصادی ساحه کې د خوښۍ وړ برياليتوب لږ ليدل کيږی. اوس دغه سازمان بايد خپلمنځی اقتصادی همکاری پياوړی کړي. هغه وويل:

(دوهم اواز)

په وروستی موده کې نړېوال پولی بحران د شانګهای د همکارۍ سازمان غړيو هېوادونو باندې منفی اغېزې کړې دي. اقتصادی مسئله تر يوې اندازې پوری د امنيت د ضمانت يو مهم بنسټ هم دی. بله خوا دغه سازمان بايد د غړيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پټ ځواک پرمختګ وکړي چې د خپل اقتصادی او امنيتی پرمختګ لپاره هم ګټور دی.

د اقتصادی او کلتوری همکارۍ د پياوړتيا په عين وخت کې دغه سازمان په امنيتی ساحه کې همکارۍ ته هم ارزښت ورکوي. د چين د بهرنيو چارو معين وانګ ګوانګ يا وويل چې په دغه سيمه کې ترهګری، بېلتون غوښتونکی او تندلارۍ او دغه راز د مخدره موادو قاچاق د سيمې امنيت پر وړاندې ستر ګواښ ګڼل کيږی نو غړي هېوادونه بايد امنيتی همکاری وساتي.

ښاغلی وانګ ګوانګ يا وويل چې د شانګهای د نړېوال نندارتون د امنيتی ساتلو په اړه د چين او د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ همکاری په هراړخيزه توګه پيل شوې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040