د چين د بېلا بېلو توکمونو وګړيو د نوي چين د شپېتمې کليزې نماځنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-13 10:26:57

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له شپېتمې کليزې سره برابر دی. د روان کال د ملي جشن په ترڅ کې د چين د بېلا بېلو توکمونو د رنګا رنګ فعاليتونو په تر سره کولو سره د دغه جشن نمانځنه وکړه. د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د ګوانګ شي جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کې چې د چين په جنوب کې پروت دی، تر ټولو زيات ملي لږکي اوسېږي. د نوي چين له جوړېدو راهيسې په ګوانګ شي سيمه کې ستر او مثبت بدلونونه راغلي دي. تېر کال د ګوانګ شي سيمې د توليد عمومي ارزښت د ١٩٥٠ کال په پرتله يو سلو شل ځلې زيات شوی او د هر تن پر سر يې دغه انډول هم له څوارلس زره او نهو سوو يوانو څخه اوښتی دی چې د ١٩٥٠ کال په پرتله درې څلويښت ځلې زيات شوی دی.

د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کليزې د نمانځنې لپاره د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ګوانګ شي سيمې د ملي لږکيو په يو زر او يو څلويښتو کليو کې د شپېتم ملي جشن د نمانځنې لپاره په جلا جلا توګه ملي بيرغونه اوچت شوي او ملي سرود يې ويل شوی دی. د ګوانګ شي سيمې د ګوی لين ښار په مين شينګ کلي کې نه يوازې زاړه کسانو بلکې هم ماشومان ټول په زړه پورې ملي جامې اغوستې او د دغه جشن نمانځنه يې په خورا ولولو سره کړې ده.

د تبت خپلواکه سيمه د چين په جنوب لويديځ کې پرته ده. په پخواني تبت کې له دې امله چې توليدي مالونه د غلامانو د لږ شمېر خاوندانو له خوا به ذخيره کېدل، نو د تبت د کرنيزو او مالداري چارو پرمختګ له زياتو ستونزو سره مخامخ شوی و. د نوي چين له جوړېدو وروسته په تبت کې د بزګرانو او مالدارانو د ژوند سويه په څرګند ډول لوړه شوې ده. د ملي جشن په ترڅ کې د تبت په بېلا بېلو ځايونو کې د نمانځنې رنګا رنګ فعاليتونه تر سره شوي او د بېلا بېلو توکمونو وګړيو په خپلو سندرو او نڅاوو خپل وطن ته خپلې نيکې هيلې څرګندې کړې دي.

د ښاغلي داوا سامبو کور په لاسا ښار کې پروت دی. هغه وويل چې اوس زموږ په کلي کې د قير پاخه سړکونه جوړ شوي دي. بزګران اوس رنګين ټلويزيونونه اخيستلای شي، راډيويي پروګرامونه اورېدلای شي، پاکې اوبه څښلای شي او په نويو او لويو کورونو کې اوسېدلای شي. حتې ځينو بزګرانو هم په خپلو پيسو ګړندی موټرونه اخيستي دي.

د چين په شمال کې د داخلي مغولستان خپلواکه سيمه په هېواد کې تر ټولو مخکې جوړه شوې خپلواکه سيمه ده. له شپېتو کلونو راهيسې د داخلي مغولستان خپلواکې سيمې تل د ملي يووالي او ټولنيز ثبات ډېر ښه حالت ساتلی دی. اوس هره ورځ په داخلي مغولستان کې د توليد ارزښت د ١٩٤٩ کال د عمومي ارزښت له څلورو ځلو سره برابر دی او د اقتصادي پرمختګ چټکتيا په مسلسلو اوو کلونو کې د هېواد لومړی ځای ساتلی دی.

د ای لون چون قوم سپين ږيری تونګ مو چاو چې د ملي جشن د نمانځنې په فعاليتونو کې ګډون کړی، له نوي چين سره يو شان شپېته کلن شوی دی. هغه وويل چې اوس د ده په کور کې رنګين ټلويزيون، يخچال، د جامو مينځلو ماشين او ټليفونونه ليدل کېږي او ژوند يې ډېر نيکمرغه دی.

موږ اوس د کمونست ګوند او حکومت په زياتې پاملرنې او مرستې سره ډېر نيکمرغه ژوند تېروو. زه غواړم چې نور شپېته کاله ژوند وکړم او هيله لرم چې زموږ ژوند ورځ په ورځ لا نور هم ښه شي او زموږ هېواد لا نور هم پياوړی شي.

د چين په شمال لويديځ د نينګ شيا هوی قوم خپلواکه سيمه په ١٩٥٨ کال کې جوړه شوې ده. تېر کال په نينګ شيا سيمه کې د ښاريانو او بزګرانو منځنی عايدات د ١٩٥٨ کال په پرتله په جلا جلا توګه نهه پنځوس او پنځه دېرش ځلې زيات شوی دی. د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ملي جشن د نماځنې لپاره د نينګ شيا د ينګ چوان ښار په چينګ شان ټولنيزه سيمه کې د هوی او هان قومونو وګړيود ٢٠٠٩ جياو ځه په چمتو کولو سره وطن ته خپلې نيکې هيلې څرګندې کړې.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د نوي چين د شپېتمې کليزې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040