د شينجيانګ هوتن سيمه د چارمغز يا غوزانو ونو د روزلو چارو پرمختګ لپاره کوښښونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-13 16:20:17

د شينجيانګ هوتن سيمه د قيمتي ډبرو، غاليو او وريښمينو ټوکرانو په توليدولو مشهوره ده، پر دې سربيره، په دغه سيمه کې هم ډول ډول خوږې ميوې توليديږي، څرنګه چې په دغه سيمه کې د بېلا بېلو مېوو په تېره بيا د هغه ډول غوزانو د روزلو لپاره ډېرې جغرافيايي اسانتياوې شته چې پوست يې نازک دی. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په هوتن سيمه کې د نازک پوستکي لرونکو يا کاغزي غوزانو په اړه مالومات وړاندی کړم.

ښه جنس لرونکي غوزان د روغتيا لپاره يو ډول ډېره ښه وچه ميوه ده . په هوتن کې د ورځې او شپې ترمنځ د هوا د تودوخې توپيرونه ډيری دي او د لمر تر وړانګو لاندی وخت اوږد دی چې د دغه ډول غوزانو د روزلو لپاره ډېر ګټور دی. دلته د چارمغز ونو د روزلو تاريخ ١٤٠٠ کاله لري. د چارمغز يوه زريز کاله ونه چې په نړۍ کې تر ټولو اوږد عمر لري، هم په هوتن کې ده او هر کال لا هم له ٦٥٠٠ څخه تر ٧٠٠٠ پورې دانې چارمغز لاس ته راځي. د هوتن ولسوالۍ د ګونډي کمېټې مشر هو جيان شين وويل (اواز١)

زموږ د غوزانو پاچايي ونه ١٣٦٥کاله مخکې کرل شوې او تر اوسه لا هم غوړيږي . امکان شته چې سږکال به شپږ اوه زره دانې غوزان ترلاسه شی. نو په هوتن کې د غوزانو ونو د روزلو چارې د دې ولسوالۍ د بزګرانو د شتمنېدو لپاره يوه ډېره ښه لار ګرځېدلی ده.

د هوتن حکومت له ډېرو کلونو راهيسې د غوزانو ونو د روزلو او چمتو کولو چارو د پرمختګ لپاره کوششونه کړي دي. د دغې سيمې په څلورو ولسواليو کې د هوتن ولسوالی د غوزانو توليدولو چارو په برخه کې د نورو دريو ولسواليو مخکې ده. د معلوماتو له مخې په دغه ولسوالۍ کې د غوزانو ونو د کرلو پراخوالی دوه لکه هيکتاره دي او پنځه مليونه او اته لکه ونې پکې کرل شويدي. په ٢٠٠٩ کال کې د وچو غوزانو توليدي اندازه اوولس زرو ټنو ته رسېدلې ده چې د اټکل له مخې به دری سوه څلوېښت مليونه يوانه ګټه تر لاسه شی او د هر تن په سر ګټه به ١٤٧٠ يوانه وي چې د بزګرانو د کلني عايداتو په سلو کې پنځه څلوېښت برخه نيسي. د هوتن ولسوالۍ حکومت د چارمغز ونو د روزلو چارو د پرمختګ لپاره د شينجيانګ د کرنې او ځنګليدارۍ د علومو اکاډميو پوهان د فني لارښوونکي په توګه ګمارلي او ١٢٠٠ تنه ځايي بزګران يې روزلي دي. د دغې ولسوالۍ د ګونډي کمېټې مشر هو جيان شين وويل (اواز٢)

د پرمختللي تخنيک تر حمايت لاندی زموږ د غوزانو باغونه ښه سمسور شوي چې نوی کرل شوی ونې درې کاله وروسته مېوه کيږي او هغه حالت په پوره توګه بدل شوی دی چې ونه د کرلو لس کاله وروسته ميوه کوي.

اوس په هوتن ولسوالی کې د وچو غوزانو توليدي اندازه هر کال شل يا دېرش سلنه زياتېږی. اټکل کېږی چې تر ٢٠٢٠ کال پوری به توليدي اندازه يې له يو لکه ټنو څخه واوړي، کلنی توليدي ارزښت به يې دوو مليارډو يوانو او د هر تن په سر عايدات به نژدی اته زرو يوانو ته ورسيږي. د هوتن ولسوالۍ د نرم پوست چارمغز چارې په ګړندي پرمختګ سره ډير شهرت موندلی دی. ښاغلي هوه جيان شين وويل (اواز٣)

زموږ ولسوالی په ١٩٨٨ کال کې د حکومت لخوا د ښه جنس چارمغز د توليدي اډې په توګه وبلل شوه او په همدې کال کې د کرنې وزارت لخوا په چين کې د چارمغز ولسوالۍ په نامه او په ٢٠٠٢ کال کې د هوتن ولسوالۍ نرم پوست چارمغز د چين د اقتصادي ځنګلونو د ټولنې لخوا د چين د مشهورې مېوې په توګه ونومول شول.

تر اوسه پوری د هوتن په ولسوالۍ کې د غوره جنس غوزانو باغونو پراخوالی اوه اتيا زرو هکتارو ته رسېدلی دی چې د معياري کرنې د ميتود له مخې د غوزانو کيفيت لوړ شی. دغه راز د غوزانو د چمتو کولو پروژه هم د غوزانو چارو د پرمختګ لپاره ستر رول لوبوي. ښاغلي هوه جيان شين وويل (اواز٤)

د دېرش زرو ټنو غوزانو د چمتو کولو پروژه چې د چين د اوسپنيزې لارې د وزارت لخوا اتيا مليونه يوانه پيسې پکې لګول شوی، ښايی چې په روان کال کې پيل شي. د دغې پروژې تر بشپړېدو وروسته به د هوتن په ولسوالۍ کې د غوزانو د چمتو کولو چارې په ګړندی توګه پرمختګ وکړي.

د غوزانو د روزلو او چمتو کولو چارو د پرمختګ په عين وخت کې په هوتن سيمه کې د غوزانو کلتور هم د پراخېدو په حال کې دی ، د مثال په توګه. څو ورځې مخکې د هوتن په ولسوالۍ کې د غوزانو په هکله يو موزيوم په هغه بڼ کې پرانيستل شو چې د چارمغز يوه چاپايی ونه پکې کرل شوېده .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040