د افغانستان د ولسمشر له دوهم مرستيال محمد کريم خليلي سره ځانګړې مرکه(١)

cri     (GMT+08:00) 2009-10-16 16:52:08

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په څوارلسمه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د صدر اعظمانو ترمنځ اتمه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال ښاغلی محمد کريم خليلي د کوربه هېواد د مېلمه په توګه په دغه غونډه کې ګډون کړی و. د روانې مياشتې د پنځلسمې نېټې په غرمه ښاغلي خليلي د بېجينګ د نړيوال کلب په لوړ پوړي او معتبر هوټل کې زموږ د راډيو له خبريالانو سره يوه ځانګړې مرکه وکړه. دا يو ډېر مهربان شخص دی چې ونه يې نژدې يو اعشاريه نوي مترو ته رسېږي او د پياوړي بدن او تنې څښتن دی او کله کله به يې په شونډو نرۍ ښکلې مسکا هم خوره وه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د صدر اعظمانو په اتمه غونډه کې د ګډون کول بېجينګ ته د ښاغلي خليلي راتګ عمده موخه ده. له ٢٠٠٤ کال څخه د افغانستان حکومت څو ځلې د مېلمه په توګه د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزو غونډو کې ګډون کړی، په ٢٠٠٥ کال د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ يوه ارتباطي ډله جوړه شوې او د ٢٠٠٩ کال په مارچ کې ياد شوي سازمان د لومړي ځل لپاره د افغانستان مسئلې په هکله خپله لومړنۍ نړيواله غونډه تر سره کړه. د ښاغلي خليلي په وينا، د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې بايد له اوسني پړاو څخه ووځي او لا نور هم پياوړې شي او افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان غړی شي.

( لومړی اواز)

افغانستان په يو نوي دور او فصل کې د شانګهای په څو غونډو کې، مخکې د افغانستان ښاغلي جلالتاب جمهور رئيس د مېلمه هېواد په توګه ګډون کړی وو او دا ځل هم موږ د مېلمه په توګه بلل شوي يو، ډېر خوشحاله يو چې څه د شانګهای غړيو د مشرانو او څه د شانګهای غړيو حکومتي مشرانو په غونډو کې مېلمه هېواد په توګه ګډون وکړو او هيله من يو چې يوه ورځ دا اړيکې دې پړاو ته ورسېږي چې دا اړيکې د مېلمتوب له حالت نه هم ووځي او په فعاله توګه او د يوې څانګې په توګه کارنده رول ولوبوي.

د افغانستان او چين ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د يادونې په ترڅ کې ښاغلي خليلي پر دې ټينګار وکړ چې افغانان او چينايان او د دواړو هېوادونو حکومتونه يو له بل سره دوستي لري او يو د بل ملاتړ کوي. هغه هيله وښودله چې افغانستان د پرمختګونو او برياوو څخه د ښه ګاونډي چين تجربې زده کړي او د افغانستان د پرمختګ په لور کې د چين له تجروبو نه ګټه واخلي. د ده په اند، د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې د بېجينګ د اوسنۍ هوا په څېر ډېرې روښانې او څرګندې دي.

( دوهم اواز)

لکه اب او هوا چې موږ په کابل کې احساسو له هماغه شان هوا په بېجينګ کې هم ده، د ګرمۍ او يخنۍ له اړخه په بشپړ ډول سره ورته دي، دا ډېره روښانه او څرګنده ده، د دې تر څنګ يو څه طبيعي هم دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي هم يو شان ده، کابل بېجينګ يو شان ښه دوستان او ملګري، ښې نيکې اړيکې لري، د اب او هوا په شان دي.

له وروستيو څو کلونو راهيسې د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري مخ په پياوړې کېدو ده او زياتې چيني تصدۍ او وګړي غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي. خو د چيني پانګه اچوونکو لپاره تر ټولو د انديښنې وړ مسئله دا ده چې د دوی د سر او مال امنيت څرنګه وساتل شي. ښاغلي خليلي په دې اړه په ډاګه کړه: دا روښانه ده چې له بده مرغه اوس هم افغانستان د ترهګرۍ له جنګ سره لاس او ګريوان دی. خو د افغانستان حکومت به تر خپلې وسې پورې د چيني تصديو او کارکوونکو امنيت خوندي کړي.

( درېيم اواز)

ولې په دې غونډه کې چې د چين د ښاغلي جلالتاب صدر اعظم سره مو لرله، هغوی ته مو هم ډاډ ورکړلو او اوس ستاسو د راډيو له لارې هم ډاډ ورکوم د چين ټولو پانګوالو ته، افغانستان به د خپل اړخ له خوا د دوی د امنيت په ساتنه کې چې زموږ ملګري چينايان پانګونه وکړي له هېڅ ډول هڅو او هلو ځلو څخه درېغ و نه کړو، نن ورځ پورې په مختلفو برخو کې زموږ سره ملګري چينايان شته دي.

د مرکې په پای کې ښاغلي خليلي د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کليزې په اړه چينايانو ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې چينايان او د چين حکومت لا زيات برياليتوبونه لاسته راوړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040