د افغانستان د ولسمشر له دوهم مرستيال ښاغلي محمد کريم خليلي سره ځانګړې مرکه (٢)

cri     (GMT+08:00) 2009-10-17 20:43:15

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو صدر اعظمانو اتمه غونډه د اکتوبر په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د افغانستان د ولسمشر مرستيال دوهم مرستيال محمد کريم خليلي د کوربه هېواد د مېلمه په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړ. د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه ښاغلي خليلي د بېجينګ د نړيوال کلب په لوړ پوړي او معتبر هوټل کې زموږ د راډيو له خبريالانو سره يوه ځانګړې مرکه ومنله.

له ٢٠٠١ کال نه تر سږ کال پورې د افغانستان اوسنی حکومت د اتو کلونو لپاره واکمن شوی دی. په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د کورني توليد ارزښت هر کال په سلو کې ديارلس زيات شوی، تر اوسه پورې د نړۍ له نويو هېوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، تر ٢٠١٠ کال پورې به د ملي اردو د سرتېريو شمېر يو سلو څلور دېرشو زرو تنو ته ورسېږي او اوس مهال د شپږ مليونه او پنځه لکه تنه ماشومان په ښوونځيو کې زده کړه کوي چې په کې اته دېرش سلنه ښځينه زده کوونکي شاملېږي. ښاغلي خليلي څرګنده کړه چې له تېرو اتو کلونو راهيسې د افغانستان اوسنی حکومت د بيا رغونې بهير د پرمختګ لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي. په ننني افغانستان کې ډېر ستر بدلونه راغلي دي.

( لومړی اواز)

دا په شمار او د لړليک په شکل نشي کېدای چې تاسو ته يې ووايم. موږ په ګڼ شمېر برخو کې برياليتوبونه او پرمختګونه درلودل ډېر په واضح ډول زه يادونه کولی شم چې نننی افغانستان له اته کاله مخکنی افغانستان سره هېڅکله هم نه په هېڅه برخه کې هم نه د پرتلې وړ نه دی، لوی بدلونه منځ ته راغلي دي، په کولتوري برخه، د ښوونې او روزنې په برخه کې، د بيا جوړونې په برخه کې، په اقتصادي برخه کې د ټول افغانستان د بيا جوړولو په برخه کې، همدا رنګه په سياسي برخه په ټولو برخو کې. ولې غوره ده به وي چې زما له هغې وينا نه چې تېره ورځ مې شانګهای کنفرانس په غونډه کې کړې ده.

 

د ٢٠٠٩ کال د اګست په شلمه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د دوهمې دورې ټولټاکنې تر سره شوې دي. د ښاغلي خليلي په اند دغه ټولټاکنې ډېرې بريالۍ وې.

( دوهم اواز)

ولې په دې باندې مو کلک باور دی چې ډېرې ښې ټولټاکنې وې او د افغانستان خلکو يو ځل بيا خپله زړورتيا وکړله او د رايه ورکولو صندوقونو ته لاړل او خپل راتلونکی خدمت کوونکی يې وټاکلو، ولې پاتې شوه دا چې نور نړۍ څه ډول قضادوت کوي يا لويديزه نړۍ، دا بېل بحث دی، ولې زموږ قضاوت د افغانستان په سطحه د ټولټاکنو په ښه والي دی.

ټولو ته معلومه ده چې د ټولټاکنو په بهير کې د ځينو قومي مشرانو په منځګړيتوب د افغانستان په شمال کې ځينو وسله والو طالبانو له ځايي حکومت سره د اوربند تړون لاسليک کړ. دغه راز جلالتاب ولسمشر حامد کرزي څو ځلې خپله هيله وښودله چې له منځلارو طالبانو سره سوله ييزې خبرې اترې وکړي او ناتو هم له دې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی. ښاغلي خليلي په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

د افغانستان د دولت غېږه، د افغانستان د نظام غېږه د ټولو مخالفينو پر مخ له هغو څخه چې تاسو يې د نوم يادونه وکړله او نور پرانيستې ده، د يو منطقي منلو وړ ديالوګ له لارې د دوستانو د يو لړ غوښتنو منلو ته هم موږ چمتو يو. د نوي افغانستان ارزښتونو د ساتلو تر څنګ، د هغوي د يو لړ نظرونو منلو په پام کې نيولو سره او زموږ د نويو ارزښتونو په پام کې نيولو سره چې موږ يې لرو په دې وخت کې، خبرو کولو ته يې هرکلی او چمتو يو.

په دې وروستيو څو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو پراخوالی ډېر کم شوی دی چې تر اوسه پورې د دغه هېواد په دوه ويشتو ولايتونو کې د کوکنارو کښت نه کېږي. ښاغلي خليلي په دې اړه څرګنده کړه

( څلورم اواز)

ولې د کوکنارو بحث له تروريزم سره بې امنۍ سره تړاو خوړلی دی اوس، په دې مانا چې تروريزم اوس د کوکنارو نه تقويه او خړوبېږي، او د کوکنارو کښت هم د ترورستانو له خوا هڅول او حمايه کيږي، په دقيق ډول که څېړنې هم وکړو په هغو ځای کې چې افغانستان نا امنه دی هلته د کوکنارو کښت کيږي، او په کوم ځای کې چې نا امني وجود نه لري موږ کوکنار صفر کړي دي، نو دا يو پېچلی بحث دی، نو يوازې له بزګرانو سره د مرستې له لارې کافي نه دی، دا هغه بحث او اقدام غوښتنه کوي، چې په هغو ولايتونو نا امنه ولاويتونو کې منځ ته را وړو او هغه وخت چې تروريزم شکست او ماتې وخوري هغه وخت ډاډمنېدلای شو چې د کوکنارو کښت به له منځه ولاړ شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040