د يانګ له يون او د چک د چين پيژندونکي وينا هردليکوا ترمنځ شپيته کلنه دوستي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 14:58:43

د ٢٠٠٩ کال په سپټمبر کې د چک د بهرنيو چارو وزارت له چين سره د رسمي اړيکيو د ټينګېدو د شپيتمې کاليزې د رارسېدو په وخت کې د چک د ادبي اثارو مشهورې ژباړونکې مېرمن يانګ له يونګ ته د چک د غوره ډيپلوماټ جان ماساريک په نامه مدال ورکړ، څو چې د دواړو هېوادونو د کلتوری تګ راتګ لپاره د يو نوي کلنې پوهاندې يانګ له يون د خدمتونو ستاينه وکړي. د چک چين پيژندونکې وينا هردليکوا له يانګ له يون سره د خويندې په شان نژدې اړيکې لري او په تېرو شپيتو کلونو کې دوی دواړو د دواړو هېوادونو د کلتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره کوښښونه کړي دي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو دواړو پوهانو ترمنځ کيسې وړاندې کړم.

وينا هردليکوا چې عمر يې شپږ اتيا کاله دی، په دې ډېره خوشحاله شوه چې مېرمن يانګ له يون ياد شوي مدال تر لاسه کړ. دې وويل 

موږ لا تر اوسه هم په کارونو بوخت يو. هيله لرم چې موږ به د عمر په وروستې موده کې د چک او چين ترمنځ د دوستۍ او تګ راتګ د پياوړتيا لپاره نور خدمتونه وکړو او زموږ کوښښونه به د وګړيو په تېره بيا د ځوانانو فعال غبرګونونه تر لاسه کړي.

د دغو دوو پوهانو ترمنځ دوستي شپيته کاله مخکې پيل شوې. د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په شپږمه نېټه په هغه وخت کې چکسلواکيا له نوي چين سره رسمي اړيکې ټينګې کړې دي. په چين کې د چکسلواکيا د سفارت د لومړنی کلتوري اتاشه هرډليکا له خپلې مېرمن وينا هرډليکوا سره يو ځای چين ته راغی. اغلې يانګ له يون چې په هغه وخت کې په چين کې د چکسلواکيا په سفارت کې کار کاوه، له وينا هردليکوا سره يې اړيکې ټينګې کړې دي. ځکه چې يانګ له يون د چک ژبې په اړه ژوره علاقه درلوده، نو وينا هردليکوا او خاوند يې د يانګ له يون لپاره د چک ژبې يو ښوونکی استخدام وکړ چې لګښت يې د سفارت لخوا برابر شو. مېرمن يانګ وويل، 

په چک ژبې زما د زده کړې په برخه کې مېرمن وينا هردليکوا او خاوند يې مهم رول لوبولی. دوی دواړه د ژباړنې په لاره کې زما لارښوونکي دي، نو د چک د ادبياتو په اړه زما علاقه نوره هم زياته شوه.

مېرمن هردليکوا له يانګ له يون سره د ګډ ژوند د يادونې په وخت کې وويل

موږ نه يوازی ښه ملګري يو، بلکې نژدی دوستان هم يو. مېرمن يانګ د چيني ژبې د لوست په برخه کې راسره زياته مرسته کړې او زموږ ژوند ته يې هم ډېره پاملرنه کړې ده. البته موږ تل مېرمن يانګ ته د چک کلتور معرفی کړ. زموږ دوستي له هغه وخت څخه پيل شوه.

مېرمن وينا هردليکوا او خاوند يې د څلورو کلونو لپاره په بېجينګ کې کار او ژوند وکړ. که څه هم دوی بېرته چک ته لاړ شو، خو له يانګ له يون سره يې ټينګې اړيکې هم ساتل دي. مېرمن يانګ وويل

که دوی د چيني ژبې او کلتور په اړه څه غوښتنه لري، زه به تر وسې پورې پوره کړم. ځکه چې پوه شوم چې دوی په چک کې د چيني کلتور د خپرېدو لپاره کوښښ کوي.

اغلې وينا هردليکوا د تېرۍ پيړۍ له شپږمې لسيزې څخه تراوسه د چک په يو پوهنتون کې د چين پيژندنې په مرکز کې د يوې پروفسرې په توګه کار کوي او د چک او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې د مشرې دنده يې په غاړه درلوده. خو اوس د عمر له امله يې له دغې وظيفې څخه استعفا کړې ده. د دې لمسی چې چيني نوم يې هه جي دا دی، هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو لپاره کوښښ کوي. هغه له يوې چيني نجلۍ سره واده کړې ده. نو له دې امله مېرمن وينا هردليکوا او يانګ له يون ډيره خوشحاله ده. هه جي دا وويل

کله چې زه بېجينګ ته ځم، حتماُ به له انا يانګ څخه د احوال پوښتنه وکړم. هغه ډېره مهربانه ده او پوه شوم چې انا يانګ زما له انا سره نژدی اړيکې لري. ډېر خوشحال يم چې له انا يانګ سره مرسته کولای شم.

اوس هه جي دا د دواړو اناګانو ترمنځ د سفير په توګه کار کوي. دوی هيله لري چې د هه جي دا په شان ځوانان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو لپاره دوامدارې هڅې وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040