د افغانستان سياسي بحران د ترهګرۍ پر ضد د امريکا تګلاره ازمويي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 20:41:25

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د اوسني ولسمشر بارک اوباما له واکمنېدو راهيسې د ترهګرۍ پر ضد د دغه هېواد عمده پاملرنه اوس له عراق څخه افغانستان ته اوښتې ده . خو دا تل د انديښنې وړ خبره ده چې د افغانستان سياسي حالت په ثابته توګه ساتل کېدای شي او که نه؟ له دې وروستيو څو ورځو راهيسې د افغانستان سياسي حالت د ټولټاکنو له امله ډېر ترينګلی شوی او د امريکا دننه دغه هېواد ته د نور زياتو سرتېريو د لېږلو په اړه زيات توپيرونه رامنځته شوي دي، نو له دې امله د ترهګرۍ پر ضد د امريکا تګلاره له زياتو ازموينو سره مخامخ شوې ده.

په افغانستان کې اوسنی سياسي حالت د روان کال په اګست کې د ټولټاکنو له تر سره کېدو څخه پيل شوی دی. د دغه هېواد د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د سپتمبر په شپاړلسمه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پايله خپره کړه چې له مخې يې اوسني ولسمشر حامد کرزي برياليتوب تر لاسه کړی و. خو پر دغې پايلې زيات شکونه رامنځته شوي دي. دغه راز د م م د چارواکيو په مشرۍ د افغانستان پر ټاکنو د شکايتونو اورېدلو کميسيون ټولې رايې له سره شمېرلې دي. که څه هم ياد شوي کميسيون تر اوسه پورې د رايو د بيا شمېرلو رسمي پايله لا تر اوسه نه ده خپره کړې. خو د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، د رايو د بيا شمېرلو له پايلې څخه څرګندېږي چې د ښاغلي حامد کرزي او د ده د عمده سيال ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا د تر لاسه شويو رايو انډول دواړو له ٥٠+١ سلنې رايو نه کم دی، نو د دوهم پړاو د ټولټاکنو تر سره کېدو ته اړتيا شته. په داسې حال کې اوسني ولسمشر حامد کرزي د ټولټاکنو په ترڅ کې د زياتو سرغړونو د رامنځته کېدو خبر رد کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې دی بريالی شوی دی. خو ډاکتر عبدالله عبدالله بيا د دوهم پړاو ټولټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سخت سياسي حالت له امله اوس امريکا په رکود کې لوېدلې ده او د امريکا لپاره به افغانستان ته د نور زياتو سرتېريو د لېږلو په اړه پرېکړه هم اوس په ډېره ستونزمنه توګه وشي. څېړونکي په دې اند دي: لومړی، له يوې اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې د امريکا پوځي عملياتو دومره ښه اغېزه نه ده تر لاسه کړې. که څه هم د امريکا پوځي مقاماتو څو ځلې افغانستان ته د نور زياتو سرتېريو د لېږلو او زيات پوځي لګښت د لګولو غوښتنه کړې او په دې اند دی چې يوازې په دې شرط کولای شي طالبان له بيخه له منځه يوووړل شي. که څه هم د افغانستان ثبات ساتل کېدای نشي، حتې د ډاکتر عبدالله عبدالله د ګواښ له مخې د نوې کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو شونتيا هم شته، نو په دغه سيمه کې تندلاري مذهبي ځواکونه به يو ځل بيا راژوندي شي. که داسې حالت رامنځته شي، نو سره له دې چې امريکا دغه هېواد ته نور زيات سرتېري هم ولېږي، خو د ترهګرۍ بنسټ او رېښې به ونشی ايستلی.

دوهم، د امريکا دننه افغانستان ته د لا زياتو سرتېريو د لېږلو په اړه هم بېلابېلې نظريې اورېدل کېږي. د امريکا د ولسمشر د مرستيال جوسيف بېدن په ګډون يو شمېر لوړ پوړي چارواکي په دې اړه مخالف نظر لري.

درېيم، که د افغانستان سياسي حالت په پر له پسې توګه ترينګلی شي، نو په دغه هېواد کې به د ترهګرۍ پر ضد د امريکا کارونه له لا زياتو ستونزو سره مخامخ وي. ځکه چې که داسې حالت رامنځته شي، نو له امريکا سره به د افغانستان د حکومت همکاري نژدې نکړای شي. که د دواړو خواوو ترمنځ همکاري په روانه توګه تر سره نشي، نو نه يوازې د طالبانو پر ضد له ځايي ځواکونو سره د همکارۍ، بلکې د افغان ملي اردو د روزنې په برخو کې به هم ستونزې رامنځته شي.

يو شمېر تکړه شخصيتونو او کارپوهانو پخوا دې ته اشاره کړې وه چې د ترهګرۍ پر ضد د امريکا تګلاره بايد له دوو اړخو تر سره شي. له يوې خوا بايد له طالبانو سره سخته پوځي مبارزه وشي، له بلې خوا بايد د افغانستان سياسي حالت وساتل شي. اوس مهال د ښاغلي اوباما په مشرۍ د امريکا حکومت خپلو پوځي عملياتو ته زياته پاملرنه کوي، خو د سياسي حالت د ساتلو په برخه کې يې دومره کارونه نه دي کړي. که امريکا غواړي د ترهګرۍ پر ضد برخه کې ښه اغېزمن برياليتوب تر لاسه کړي، نو بايد پر سولې او ثبات د ولسي افغانانو غوښتنې او هيلې ته زيات پام وکړي او د دغه هېواد په سياسي او اقتصادي چارو کې لا زياته پانګه واچوي. افغانستان يوازې د يو منتخب او باور وړ حکومت په مشرۍ سره پخپله ثبات ساتلی شي او د وګړيو ژوند ښه والی موندلی شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040