د چين او ASEAN ترمنځ نندارتون او د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه غونډه پرانيستل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 18:05:15

د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ د شپږمې دورې نندارتون او د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه غونډه د اکتوبر په شلمه نېټه د چين په جنوب د ګوانګ شي جوانګ قوم خپلواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې پرانيستل شوه چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې د لسو غړيو هېوادونو حکومتي مشران، صنعتي او سوداګريز شخصيتونه او اړوند کارپوهان او عالمان په کې ګډون کوي. بېلا بېلو خواوو څرګنده کړه چې دوی به خپلو کوښښونو ته په دوام کولو سره د چين او دغې ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اسان کېدو بهير پرمخ بوزي او په ګډه به د پولي بحران له منفي اغېزو سره مقابله وکړي.

له اړوند تړون سره سم د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمه به په روان کال کې بشپړه شي چې په کې به عمومي نفوس يو مليارډ او نهه سوه مليونو تنو ته او د GDP عمومي اندازه نژدې شپږ زره مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي.

د چين د صدر اعظم مرستيال لي که چيانګ د ازادې سوداګرۍ سيمې د ابادۍ پروژې له پيل راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په برخو کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو زياته ستاينه وکړه او دغه خبره يې يو ځل بيا تکرار کړه چې دواړه خواوې بايد د اوږدې مودې له لحاظه په نوي پيل کې همکاري لا پسې نژدې او پياوړې کړي.

( لومړی اواز)

موږ بايد د اوسنۍ لومړنۍ دندې په توګه له نړيوال پولي بحران سره مقابلې ته په درنه سترګه وګورو او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره کوښښ وکړو، په همدې مهال کې مو بايد د اوږدې مودې له لحاظه د راتلونکي بدلونونو لپاره تياريانې ونيسو. چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنه بايد د يادې شوې سيمې د بشپړولو فرصت په کارولو سره خپل منځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لا نورې هم پياوړې کړو.

نوموړي څرګنده کړه چې دواړه خواوې بايد په هراړخيزه توګه خپل منځي سوداګريزې همکارۍ ژورې کړي، د ازادې سوداګرۍ سيمې په اړه اړوندې تګلارې په واقعي عملياتو بدلې کړي او د سوداګرۍ د اساني او ازاد کېدو بهير د پرمخبيولو په اړه پر تګلارو او تدبيرونو بحث ته دې دوام ورکړل شي.

د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمه د چين او نورو هېوادونو ترمنځ او هم د جنوب ختيځې اسيا ټولنې او نورو هېوادونو ترمنځ دغه ډول لومړنۍ سيمه ده. د نړيوال پولي بحران په اوسني حالت کې د ازادې سوداګرۍ سيمې له ابادۍ څخه د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې د بېلا بېلو غړيو هېوادونو هغه ټينګه اراده او کلک دريځ څرګندېږي چې غواړي له نړيوال پولي بحران سره ګډه مقابله وکړي. د جنوب ختيځې اسيا ټولنې سرمنشي سورين پيتسوان خبريالانو ته په دې اړه وويل

( دوهم اواز)

د ٢٠١٠ کال تر جنورۍ پورې به د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمه بشپړه شي. نو اوس د دواړو خواوو عمده پاملرنه د سوداګرۍ ازادېدو بهير ته اوړي.

لاوس به د دغې دورې پنځه ورځني نندارتون د کوربه هېواد په توګه رنګا رنګ فعاليتونه تر سره کړي څو چې د دغه هېواد او نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري پياوړې شي. د لاوس صدر اعظم بواسون بوپاوان چې پخپله د دغه هېواد د پلاوي په مشرۍ په دغه نندارتون کې ګډون کوي، څرګنده کړه

( درېيم اواز)

زما په اند د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ دغه نندارتون ډېر زيات اهميت لري. ځکه چې له يوې خوا د جنوب ختيځې اسيا ټولنه اوس د ختيځې اسيا د يوې متحدې ټولنې د جوړولو هڅه کوي، له بلې خوا په ٢٠١٠ کال کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمې د جوړېدو لپاره تياريانې نيسي. د دغې دورې د نندارتون په جوړېدو سره به د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې لا پسې پياوړې شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040